د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د سون موادو د برابرولو په برخه کې څه تدابیر نیول شوي؟


د ازادي راډیو د دې اونۍ بحث هغو اندیښنو ته ځانګړی شوی چې ښایي په ژمي کې د سون موادو په تیره د نفتو او ګازو بیې لوړې شي.

په افغانستان کې هرکال د ژمي له نږدې کیدو سره په بازارونو کې د سوند موادو بیې لوړیږي او خلک په تیره بیوزله کسان له ډیرو ستونزو سره مخامخ کوي.

تیرکال هم په ژمي کې د کابل په بازارونو کې د سوند موادو بیې اسمان ته وختلې، د یوه کیلو ګرام ګازو بیه له سلو نه پورته شوه او د یوه لیتر پټرول او ډیزلو بیه هم تر پنځه اویا افغانیو ورسیده.

په افغانستان کې د اړتیا وړ سون موادو ډیره برخه د خصوصي سکتور له خوا برابریږي، خو افغان حکومت هم د ګازو او نفتي موادو د ریاست په چوکاټ کې هر کال یو لړ تدابیر نیسي.

په دې بحث کې پر دې خبرې کوو، چې د افغان حکومت او خصوصي سکتور له خوا د سون موادو د برابرولو په برخه کې څه تدابیر نیول شوي، افغان حکومت څه پلانونه لري او څه یې کړي او خصوصي سکتور په دې برخه کې څه اقدامات کړي؟

د بحث میلمانه دي:
۱- د ولسي جرګې غړی محمد اکبر ستانکزی،
۲- د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق مرستیال خانجان الکوزی
۳- د سوداګرۍ وزارت د ګازو او نفتو موادو عمومي رییس فریدالله شیرزی.

د بحث کوربه نسیم شفق دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG