د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

"افغانستان کې ۴۶فیصده نجونې له ۱۸کلنۍ نه په کم عمر کې ودیږي"


یونسیف وایي، چې په تیرو څو کلونو کې له ټولو هلو ځلو سره سره لا هم په افغانستان کې په ټیټ عمر کې د نجونو د ودیدو کچه لوړه ده.

یونسیف یا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په خپلې یوې مطبوعاتي اعلامیه کې اندیښنه څرګنده کړې، چې اوس هم په دې هېواد کې شپږ څلویښت فیصده نجونې له اتلس کلنۍ مخکې او پنځلس فیصده یې له پنځلس کلنۍ مخکې ودیږي.

د دې ادارې یوه ویاند عزیز فروتن د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په مرکه کې له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د دې ستونزې په له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي:

"سږ کال د ملګرو ملتونو پریکړه دا ده، چې دا ورځ ولمانځي او اصلي پیام یې دا ده چې موږ باید په ټیټ عمر کې د نجونو ودولو مخه ونیسو.

په افغانستان کې د زموږ اندیښنه دا ده، چې دلته په سلو کې شپږ څلویښت سلنه نجونې له اتلس کلنۍ نه په ټیټ عمر کې او پنځلس په سلو کې نجونې تر پنځلس کلونو ټیټ عمر کې ودیږي او دا زموږ لپاره د اندیښنې وړ ده."


د یونیسف اداره وایي، چې په ټیټ عمر کې د نجونو ودول د هغوي په روغتیا او راتلونکي ژوند ناوړه اغیز کوي.

د یونیسف په اعلامیې کې د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د نفوس د صندق د استازي په حواله راغلي، د ماشومانو ودول له روغتیايي پلوه هم یوه اندیښنه ده.

ډاکتر لارنت زیسلر ویلي، له لسو تر څورالس کلنې د ولادت په وخت کې له هغو ښځو نه چې عمرونه یې له شلو تر پنځه ویشت پورې وي، پنځه برابره ډير د مرګ له خطر سره مخ کیږي.

همدا راز یو شمېر ارواح پوهان هم وایي، چې په ټیټ عمر کې د نجونو ودول په هغوی باندې له رواني او فزیکي پلوه هم ناوړه اغیز کوي.

بل خوا د ولسي جرګې ځینې غړې او د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې وایي، چې باید د دې ستونزې د هوارولو لپاره حکومت خاص قوانین وضع کړي او له عاملینو سره یې قانوني چلند وکړي.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وایي، دا ستونزه په افغانستان کې ددې لپاره تر اوسه نه ده حل شوې چې حکومت د ستونزې په سترګه نه ورته ګوري:

"د دې مهم علت، چې دا شمېرې نه راټیټیږي بلکې ډیریږي، دا ده چې تر اوسه افغان دولت په ټیټ عمر کې د نجونو ودول د یوې ستونزې په توګه نه ده منلې او تر اوسه یې دا فکر نه دی کړی چې په ټیټ عمر کې د نجونو ودول هم یوه ستونزه ده.

تر څو، چې یوه موضوع د ستونزې په توګه ونه پیژندل شي، هیڅکله د هغې د هوارولو په فکر کې نه کیږي، افغان دولت هیڅکله ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره پالیسۍ او قوانین نه دي جوړ کړي.

ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره باید اول قانوني ضمانتونه جوړ شي او د ښځو چارو وزارت باید د عامه پوهاوي یو پروګرام هم جوړ کړي، چې په ټیټ عمر کې د نجونو ودولو مخه ونیسي."


ازادي راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د ښځو چارو د وزارت د چارواکو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د ماشومې نجلې نړیواله ورځ په افغانستان کې پداسې حال کې د لومړي ځل لپاره لمانځل کیږي، چې د رپوټونو له مخې لا هم افغانې نجونې له راز راز ستونزو سره مخ دي، چې بیلګه یې د هغوی په ټیټ عمر کې ودول، په زور ودول او هغوی ته د نفقې نه ورکول دي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG