د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

جنوبي وزیرستان ته د عمران سفر - خواخوږي که سیاسي هدف؟


پاکستانی سیاستوال او پخوانی کرکټ لوبغالی عمران خان د یوه کاروان په مشرۍ تیره ورځ له راولپنډۍ نه د جنوبي وزیرستان پر لور خوځیدلی.

د بیګا شپې تر ناوخته دغه کاروان په ډيره اسماعیل خان کې و او تمه ده، چې نن د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه پر لور روان شي.

یوشمیر پاکستاني سیاستوال د جنوبي وزیرستان پر لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند هغه لاریون چې په ظاهره د بې پيلوټه امریکايي الوتکو د بریدونو پرضد ترسره کیږي یوه سیاسي لوبه ګڼي.

پاکستانی سیاستوال او پخوانی کرکټ لوبغاړی عمران خان د هغه مارش مشري کوي؛ چې د شنبې په ورځ جنوبي وزیرستان ته د داخلیدو په نیت له اسلام اباده روان شو.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ډلې یوتن د سرسړي مولانا عبدالجلیل له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې مارش غندنه وکړه او عمران خان يې د لویدیځ ګوډاګی وباله :

"نه پوهیږو چې عمران خان د فلم شوټنګ لپاره روان دی که بل څه، بله مهمه خبره دا ده چې په داسې ترینګلیو حالاتو کې په دومره زیات شمير کې ولسي خلک له ځان سره بیول دا په خپله ډيره د اندیښنې وړ خبره ده.

تاسو وګورئ له امريکانه يې یوشمیر فلمي لوبغاړي راوستلي او په دې نامه يې له ځانه سره روان کړي، چې ګواکې دا ټول ژورنالیستان دی. زه نه پوهیږم چې دی ولې د پاکستاني ولس د مزاج برعکس کار کوي."


مولانا وايي، له راولپنډۍ نه لومړی د پنجاب میانوالي ته د دې کاروان تګ دا خبره روښانوي چې عمران خان دا هرڅه د سیاسي ګټو او مقاصدو لپاره کوي او غواړي له دې لارې په ولس کې خپل پلویان زیات کړي.

پرعمران خان دا اعتراض هم کیږي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې د بې پيلوټه الوتکو حملې پر شمالي وزیرستان کیږي نو ولې يې د شمالي پرځای جنوبي ته مخه کړه، خو د دې ګوند یوتن مشر او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند بیا وايي؛ چې وزیرستان وزیرستان دی هغه که شمالي وي یا جنوبي :

"دا یو عجیبه اعتراض دی، وزیرستان خو وزیرستان دی هغه که شمالي وي یا جنوبي.

پر جنوبي وزیرستان هم دغه بریدونه کیږي او بل هلته پوځي عملیات هم شوي دی، بل دا چې په شمالي وزیرستان کې خو ټوله ورځ ګرځبندیز وي نو هلته به څوک څنګه وکړی شي چې په دومره لوی شمیر کې خلک بوځي."


رستم شاه مومند د خپلو مخالفینو ټولې ادعاوې ردوي او وايي، چې ګوند يې یواځې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پرضد یو تحریک پیل کړی او له دې پرته بله هیڅ خبره نشته.

عمران خان په داسې حال کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پرضد د وزیرستان پر لور خوځيدلی، چې پخپله د پاکستان دولت دا مني، چې په وزیرستانونو کې د القاعده ډلې او پاکستاني و افغان طالبانو په زرګونو جنګيالي پوځي او روزنیز مرکزونه لري.

یوشمیر سیاستوال بیا په دې باور دي، چې که نوموړی په رښتیا ددې حملو بندیدل غواړي نو بایده چې د یو اړخیزه غږ پورته کولو پرځای له سیمې نه ددغو ډلو د ویستو خبره هم راپورته کړي.

د عوامي نیشنل ګوند ویاند ارباب طاهر وايي، سره له دې چې ګوند يې د دغو بریدونو مخالف دی خو زیاتوي، چې د مسالې اصل علت هم باید له پامه ونه غورځول شي :

"ډرون یا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ولې کیږي، د هغې اصل وجوهات څه دي، ایا په دې هکله چا فکر کړی؟

د عوامي نیشنل ګوند دریځ په دې هکله روښانه دی، موږ په شمالي وزیرستان کې پر ترهګرو د دغو حملو مخالف یو، خو ورسره دا هم وایو، چې دا د پاکستان مسوولیت دی، چې ټولې هغه ډلې چې د سیمې او نړۍ امنیت ته يې خطر متوجه کړی باید له سیمې وشړل شي، بیا به نه ډرون کیږي او نه به بیګناه خلک پکې وژل کیږي."


پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم دې ته ورته نظر لري، په خیبر پښتونخوا کې ددې ګوند یوه مسوول ارباب مجیب الرحمان ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې ترهګر نه یواځې په قباییلي سیمو بلکې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې مرکزونه لري او د پاکستان دولت ته پکار دي، چې د هغو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

" همدا ډلې دي، چې ځانمرګي روزي، افغانستان ته يې لیږي او بیګناه افغانان وژني."

د عمران خان په مشرۍ دغه کاروان د بیګاشپې تر ناوخته ډیره اسماعیل خان ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې نن د جنوبي وزیرستان پر لور روان شي، خو له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې امنيتي ځواکونو د ټانګ ښارګوټي په حدودو کې لویه لار بنده کړې او کاروان ته به د وړاندې تګ اجازه ورنکړي.

په عین حال کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان هم په خپل یوه پيغام کې دغه مارش غندلی او عمران خان يې د لویدیځ ګوډاګی بللی.

عمران خان پر وزیرستانونو د بې پيلوټه امریکايي الوتکو د بریدونو پرضد دخپلو ګڼ شمير پلویانو په بدرګه د شنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان پر لور وخوځيد خو د پاکستان هغه سیاسي وملتپاله ګوندونه او د مدني ټولنې غړي چې په قبائلي سیمو کې د سخت دریزو وسله والو ډلو موجودیت د سیمې او نړۍ لپاره خطر ګڼي سره له دې چې ددغو بریدونو مخالفت کوي خو وايي، چې د مسلې د حل لپاره دې ټولې دغه ډلې له سیمې نه و ایستل شي څو خلک د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو له غمه خلاص شي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG