د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

په غزني کې پولنډي عسکرو یوه نوې زېېدلې نجلۍ وژغورله


په افغانستان کې میشتو پولنډي ځواکونو په غزني کې یوه نوې زیږیدلې نجلۍ، چې د سړک په غاړه غورزول شوې وه وژغورله.

د فرانسې خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې لیکي، چې پولنډي عسکرو، دغه ماشومامه روغتون وسپارله او اوس له خپلې نوې کورنۍ سره ده.



پاوله په غزني کې د یو سړک په غاړه د یو نا معلوم برخلیک په وړاندې غورزول شوې وه، چې ناڅاپه د پولنډي سرتیرو ورته پام شو.

پاوله د هغې نوې زیږیدلې نجلۍ نوم دی، چې د سپټمبر د میاشتې په نولسمه نیټه د پولنډي ځواکونو له خوا وژغورلې شوه او دا نوم هم ورته همدغو سرتیرو انتخاب ورکړ.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، چې پولنډي سرتیري په غزني کې په یوه ګزمه بوخت وو، چې د سړک غاړې ته یې یوه ټوټه کې رانغاړل شوې یو شی تر نظره شو.

پولنډي سرتیرو لومړې فکر وکړ، چې دا د سړک د غاړې یو بم دې، خو کله، چې ورنږدې شول، نو پام یې شو، چې یوه ماشومه ده.

په غزني کې د سیمه ییز روغتون مشر ډاکټر باز محمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل؛ چې پولنډي سرتیرو لومړۍ دا نجلۍ خپل مرکز ته یوړله او له هغه ځایه یې دوی ته ټلیفون وکړ، چې راشي او دا نجلۍ دې تسلیم شي.

خو د ډاکټر باز محمد په وینا دوی له پولنډي سرتیرو وغوښتل، چې دا نجلۍ دې دوی خپله روغتون ته راوړي.

ډاکټر باز محمد وایي، چې د نجلۍ عمر د دوو ورځو وو او د روغتیا له پلوه په ښه حالت کې وه.

روغتون ته تر وړلو مخکې پولنډي ځواکونو د نجلۍ روغتیایي معانیات وکړل او شیدې یې ورکړې.

د پولنډي ځواکونو یو غړی مایروسلا وویل، چې زه په بیړنۍ توګه د تاکتیکي عملیاتو مرکز ته د یوې عاجلې دندې لپاره وروغوښتل شوم.

ما ته وویل شول، چې په بیړه شیدې او یو بوتل راونیسه. دی وایی، چې په لومړي سر کې مې فکر وکړ، چې دوی له ما سره ټوکې کوي، خو دوی راته په بیړه د دې نجلۍ د موندلو حال وویلو، نو ما ډیر په بیړه دا هرڅه ترسره کړل.

دی وایي، چې دا افغانستان ته زما څلورم ځل راتګ و، خو ما تراوسه پورې داسې کوم ماموریت نه وو ترسره کړې.

خو اوس پوښتنه داده، چې دا ماشومه ولې د سړک په غاړه غورزول شوې وه، یو فکر دا دی، چې ممکن دا ماشومه د یوې داسې ښځي له خوا زیږیدلی وي، چې واده شوې نه وه او دا یې د دې لپاره غورځولې وه، چې ښځې د دې کار لپاره د ټاکونکي سزا وس نه درلود.

افغانستان د مسلمانانو یوه ډیره محافظه کاره ټولنه ده او دلته نجونې نه شي کولی، چې له پردیو نارینه وو سره اړیکې وساتي.

بل فکر دا دی، چې ممکن پاوله د دې لپاره د سړک په غاړه غورځول شوي وي، چې دا یوه نجلۍ ده او په افغانستان کې هلکانو ته زیات اهمیت ورکول کیږي.

پاوله په غزني کې یوې داسې کورنۍ ته سپارل شوې، چې اولاد نه لري او نوې کورنۍ یې ورته ډیره هیله منه بریښي.

د پاوله نوی پلار نهه ویشت کلن ظاهر رحیمي دی وایي، چې د دې نجلۍ تیر وخت که هر ډول وو، خو راتلونکې یې خورا روښانه ده.

رحیمي له خپلې میرمنې سره د غزني ښار په لمنه کې د خټو په یو کور کې اوسیږي، دی وایي، چې څلور کاله یې له واده کیږي، خو تراوسه پورې کوم ماشوم نه لري.

د ده په وینا دې پریکړه کړې وه، چې دویم واده وکړي، خو دا پریکړه یې د غزني سیمه ییز روغتون ته له تلو مخکې کړې وه.

رحیمي وایي، کله چې ده د دې ماشومې په اړه واوریدل، نو په بیړه یې له ډاکټر سره تماس ونیوه، چې غواړي دا ماشومه خپله کړي، ځکه دې هیڅ ماشومان نه لري.

د ده په وینا ډاکټرانو ورسره موافقه وکړه او ماشومه یې ورکړه او اوس دی اړ نه دی، چې بل واده وکړي.

دغې ځوانې جوړې دې ماشومې ته د اریا نوم ورکړې، چې د خوشحالۍ په معنی ده او دا ځکه، چې د رحیمي په وینا دې نجلۍ دوی ته زیاتې خوښۍ ورکړي.

رحیمي وایي، چې غواړي اریا ښوونځي ته ولاړه شي او ښه راتلونکی ولري.
XS
SM
MD
LG