د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تر پخوا ډیر شوی"


په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو مهم لاملونه د نارینه وو وزګارتیا په مخدره موادو روږدي کېدل، بې وزلي او بې سوادي ګڼل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د کورنیو شخړو د څیړلو د ادارې مشره میرمن ذکېه هم په دې ټینګار کوي، چې په وروستیو دوه درې میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی تر پخوا زیات شوی دی.

سمونمل ذکېه وایي، کورنی او ښځې د خپلو شخړو د حلولو لپاره ځکه دوي ته ډیره مراجعه کوي چې دغه اداره اجرایوي ده او پولیسې ښځې ډیر ژر د ښځو ستونزې د سلا مشورو له لارې اوارولې شي.

د دې په خبره د ښځو او کورنیو د ستونزو د نه حلیدو په صورت کې یې دوسیې د حل لپاره عدلیي او قضایي ادارو ته وړاندې کوي:

"د تاوتریخوالې ډیرې موارد د وهلو او ټکولو پیښې موږ ته راځي، دوه ښځې چې په دې وروستیو کې ځان ته اور اچولې او ځانوژنه یي کړې وه، موږ ته یي قضيه راغلې.

دوه درې قضيي د طلاق وې، چې په ډیره ښه توګه پر مخ ولاړې، دا یواځینې اداره ده، چې جلب لیږي او د دې لارې نه ستونزې حلوي.

دا ستونزې په بېلابېلو برخو کې دي کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې د انجونو ورکړه، وهل ټکول دي چې یو ځای د مشورې له لارې تفاهم ته رسیږو."


میرمن ذکېه له هغو بنسټونو څخه چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره کارکوي غواړي چې له دوي سره دې خپلې چارې همغږي کړي، هغه په دې برخې کې د ښځو د امن د خونو فعالیتونه ګټور ګڼي او وایي، افغانې ښځې د ګواښ او کورنیو ستونزو په صورت کې هلته خوندي وي.

میرمن ذکېه وایي، چې په دې وروستیو کې په هېواد او په تیره بیا په کابل کې د ښځو په وړاندې تاوترخوالی زیات شوی، چې له امله یي دوو ښځو ځانونه سوزولي او یوه یي د کابل په څلورمې حوزې کې د میړه له خوا په چاقو وژل شوی وه.

که څه هم د کورنیو چارو د وزارت د کورني تاوتریخوالی د څیړلو د ادارې مشره وایي، چې دوي د تیلیفون ځانګړې شمېره لري چې ښځې له ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې له دوي سره اړیکې نیسي، خو یو شمېر خلک په دې باور دي چې ډیری افغان میرمنې د ستونزو او کړاونو په ګاللو سره زړه نه ښه کوي چې دولتي ادارو ته ولاړې شي د دوي په باور د ستونزې د حل او یا نه اواریدو په صورت کې کله چې ښځې دغه ډول ادارو ته مراجعه کوي پر دوي د بې عزتی تور هم لګول کېږي، د کابل یوه اوسیدونکې په دې اړه وایي:

"زه یوه د لیوره ښځه لرم، چې لیوره مې وهلې پوزه یي پرې کړې او ډاکټر ته یي هم د درملنې لپاره نه ده بوولی.

په کور کې یي پوزه جوړه شوې، خو زیاتی غوښه یي پوزې پیدا کړې او بنده شوې نو بیخي ساه نشي اخیستلی.

دغه ښځه شپه او ورځ نارې سورې وهي خسر، میړه او لیور یي په فکر کې نه دي.

کله چې میړه یي کور ته راشي او دا ورته ووایي، چې پوزه یي داسې ده، هغه ورته وایي اخوا شه چې بوي دې ما لیونی کوي.

زه له ښځو غواړم چې په ځان ظلم ونه مني او قانوني ادارو ته دې مراجعه وکړي."


که څه هم تردې پخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خپاره شوي وو، خو په وروستیو دریو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو د سرونو د پرې کولو، د نامعلومو وسله والو په وسیله په پروان ولایت کې د یوې ښځې وژل کېدل، د ښځو د زورونی شکنجې او پر هغوي د تیریو زړه بوږنونکو ځان سوزونې پیښو راپورونه د رسنیو له خوا خپاره شوي خو خلک انتقاد کوي چې افغان دولت یوازې د پیښو په اړه د څیړنو خبره کړې او عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې یې جدي ا قدامات نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG