د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

کابل ښاروالۍ به په بېلابېلو سیمو کې اوونیز موقت بازارونه جوړ کړي


که څه هم په افغانستان کې د جمعې یا د اوونۍ يه یوې بلې ځانګړې ورځ کې د موقتو بازارونو د جوړولو لرغونې دود د هیریدو په حال کې دی، خو کابل ښاروالۍ وایي، هڅه کوي چې د هېواد دا لرغونی دود بیا تازه کړي.

د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي، د ښار په مختلفو سیمو کې به اوونیز موقت بازارونه جوړ کړي، چې له امله به یي له یوې خوا په ښار کې د ګرځنده پلورونکو ګڼه ګوڼه کمه او له بلې خوا به د خلکو تولیدات او محصولات په اسانی سره وپلورل شي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو ريیس اسحق صمدي ازادۍ رادیو ته وویل:

«د جمعه بازار لپاره د کابل ښار په څو ناحیو کې ځایونه ټاکل شوي، نقشې یي ترتیب شوي دي، د ترکیي هېواد یي د ابادی ژمنه کړې ده.

په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادو ترمنځ پروتوکول وشي او کار به یي پیل شي.

د دوکانونو ورکړه، کرایه او نور مشخصات ټول په پروتوکول کې شامل دي او د دکاندارانو کار به په کې پیل شي.»


د جمعې یا د اوونۍ په یوې بلې ورځ کې د موقتو بازارونو جوړیدل
د دې هېواد لرغونی دود دی، چې په زیاترو ولایتونو کې به د ځایي بازارو څخه لیرې بلکې کلیو او بانډوته نږدې جوړیدل.

خو دا دود نن سبا یوازې په یو څو شمالي ولایتونو کې ژوندی او په نورو سیمو کې د له منځه تلو په حال کې دی.

کارپوهان وایي، د جمعې یا د اوونۍ د یوې بلی ورځې د موقتو بازارونو جوړول نه یوازې دا چې اقتصادي ګټې لري بلکې د هېواد د مختلفو قومونو ترمنځ د پیژندګلوۍ، دوستۍ او یووالي غوره لاره هم ده.

استاد ګل احمد نظري وایي:

«دا د افغانانو یو لرغونی دود دی، دلته خلک له کلیو او لیری پرتو سیمو نه راشي او د خپل ضرورت شیان په کې اخلي، دلته له نورو سیمو نه هم سوداګراو تولیدوونکی راځي.

دا له یوې خوا اقتصادي ګټه لري او له بلې خوا د خلکو ترمنځ فرهنګي اړیکي هم ټینګیږي، دا بازارونه ملي وحدت او د خلکو ترمنځ دوستی هم غښتلې کوي»

د هېواد عام خلک دا هڅه ستایي او هیله کوي چې ژر تر ژره عملي شي.

«زما نوم ولي دی، اوس لاس پلورونکي سرګردانه دي، مالونه لري خو د خرڅلاو مناسب ځایونه نه لري، که د دوي لپاره د جمعې یا د اوونۍ په نورو ورځو کې د خرڅلاو ځایونه جوړ شي، د ټولو روزګار به روان شي هیله ښاروالۍ دا کار ژر تر ژره پیل کړي.»

د سوداګرۍ وزارت وایي، که کابل ښاروالۍ دا پلان عملي کړي، د هغو خلکو تولیدات او محصولات چې ښارونو ته یي نه شي رسولی، په اسانی سره به په کې وپلورل شي، د دې وزارت ویاند وحیداله غازیخیل وایي:

«د تولیدوونکی لپاره دا بازارونه ډیر ښه چانس دی، دلته به هر ډول مالونه راوستلی شي، محصولات به هم زیات شي او خلکو ته اسانتیاوې هم برابرې شي، د سوداګرۍ وزارت په دې برخه کې د ښاروالۍ ملاتړ کوي.»

د جمعې یا د اوونۍ د نورو ورځو موقتي بازارونه د اسیایي هېوادونو خلک څه چې په اروپا او امریکا کې یي هم خلک پیژني.

د نورو هېوادونو دغو بازارونو ته په لاسي صنایعو سربیره، ډول ډول کرنیز محصولات او ان تخنیکي سامان الات هم راوړل کیږي.

دې بازارونو ته خلک د موادو او اجناسو د اخیستو ترڅنګ د سیل او میلې لپاره هم ورځي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG