د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ولې په لابراتوارونو کې ښځینه ماهرانې نشته؟(د لیندۍ ۲۸مه)


د ناروغیو د تشخیص یوه مهمه برخه لابراتواري معاینې دي،په لابراتواري معاینو کې د وینې بېلابېلې معاینې، ټلویزیوني معاینه، د زړه ګراف، اکسرې او داسې نورې ډېرې معاینې شاملې دي.

په افغانستان کې چې ګڼې کورنۍ د ښځو له تعلیم سره مخالفت کوي بیا په لابراتوارونو او ډېرو نورو برخو کې د ښځینه ماهرانو د کمښت له امله په خپله له ستونزو سر مخ وي.

ځکه له یوې خوا د ناوړه دودیزو بندیزونو له امله نارینه د خپلې کورنۍ ښځمنو ته اجازه نه ورکوي چې په تېره د زړه ګراف او ټلویزیوني معاینو په څېر لابراتواري معاینې یې نارینه تر سره کړي او له بلې خوا د شرم او حیا له مخې ښځې نشي کولای په اسانه نارینه لابراتواریستانو ته ورشي او خپلې معاینې بشپړې کړي.

دا پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG