د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

"اروپا ته قاچاق کیدونکي افغانان موږ ته غټه ستونزه ده"


په ترکیه کې د افغانستان د سفارت چارواکي اروپا ته د دې هېواد له لارې د افغانانو قاچاقي تګ یوه لویه ستونزه بولي او وایي، چې د مخنیوي لپاره یي باید لازم اقدامات وشي.

په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستیال همایون کامګار ازادۍ راډیو ته وویل، چې هرکال د دوي له خوا د لسګونوهغو افغانانو مړي خپل هېواد ته لیږل کیږي چې یوازې د ترکېې په پولو کې د سرحدي پولیسو په ډزو او قاچاق کوونکو له خوا وژل کیږي او یاهم د لوږې او تندې له امله په غرونو او دښتو کې ساه ورکوي.

د ښاغلي کامګار په خبره ډیر شمېر افغانان چې د ایران، ترکیې او یونان له لارو په قاچاقي ډول اروپا ته ځي په بحر کې ډوبیږي چې جسدونه یي هم نه تر لاسه کیږي:

"موږ د عبوري مهاجرو په برخه کې تل ستونزې لرو، د نړېوالو قاچاق کوونکو او مافیا په واسطه د ډیرو پیسو په بدل کې له افغانستان، ایران او پاکستان څخه افغانان چې څوارلس او پنځلس کلن ماشومان هم په کې وي قاچاق کیږي.

د ترکیې په پولو کې ډیر کله قاچاق کوونکي دوي پریږدي چې یا له لوږې نه مړه کیږي یا هم له یخنۍ څخه.

دغه راز یو شمېر نور یي په بحر کې ډوبیږي هرکال موږ لسګونه مړي خپل هېواد ته استوو".

ده څرګنده کړه، چې پر ترکیې سربیره هر کال لسګونه تنه نور افغانان د ایران او یونان په اړوندو سیمو کې هم یا د پولیسو له خوا وژل کیږي او یا هم قاچاق کوونکي یې د ځان د ژغورني لپاره په بحر کې ډوبوي.

د اسد په نوم یوه افغان ځوان چې په قاچاقي ډول یې د ایران، ترکیې او یونان له لارو اروپا ته د تګ هڅه کړې وه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ټول عمر کې یې دومره او دا ډول ستونزې نه وې لیدلې.

ده په لاره کې د لیدلو ستونزو او ناخوالو په اړه وویل:

"په ډیرو سیمو کې پلیو لاره ده ، ساعتونه مزل په پښو کیږي، قاچاق کوونکي ټول غره دي سړی ساتي بیا کورنۍ ته ټیلیفونونه کوي چې پیسې راوړه یوازې وژنې دي نه ترڅو خپلې پیسې ترلاسه کړي.

د ځمکې لاندې ځایونه یې جوړ کړي د غوجلې په څیر هلته خلک ساتي، لویې خطرې دي چې پولیس دې وویني ډزې کوي هرو مرو یو یا دوه کسه په کې لګیږي.

موږ په لاره کې داسې مړي ولیدل چې یوه میاشت یا شل شپې پرې تیرې وې، د انسانانو هډوکي او ککرې مو ولیدلې.

وړې کښتې دي چې یا سورۍ شي او یا هم په طوفان کې ډوبیږي، خبرو ته دې هم قاچاق کوونکي نه پریږدي".

په انقره کې د افغانستان د سفارت مرستیال همایون کامګار څرګنده کړه کوم افغانان چې د ترکیې په اړوندو سیمو کې د پولیسو له خوا ونیول شي د یوې لنډې مودې لپاره په خوندي ځایونو کې وي او بیا بیرته افغانستان ته استول کیږي.

ښاغلی کامګار وایي، چې دا مهال کابو پنځوس زره افغان مهاجر په نوموړي هېواد کې اوسیږي چې شاه خوا پنځلس زرو تنو ته یې د ترکیې د حکومت له خوا د اوسیدو قانوني اسناد ورکړل شوي او پاتې برخه یې یوازې له ملګروملتونو سره ثبت دي.

ده له غیر قانوني افغان مهاجرو سره هم د ترکیي د پولیسو چلند ښه او مناسب وباله خو غوښتنه یې وکړه چې اروپا ته د قاچاقي تګ د مخنیوي هڅې باید ډیرې شي او د دې کار لپاره باید د سیمې هېوادونه هماهنګي اوهمکاري زیاته کړي:

"د سیمې هغه هېوادونه چې په دې مسالې کې ښکیل دي باید یو بل ته لاس ورکړي او ددې قاچاق کوونکو مخه ونیسي.

له دې پرته موږ ښکلي ځوانان اروپا ته د رسېدو په لاره کې له لاسه ورکړل.

د افغانستان خلک هم باید د دې قاچاق کوونکو له خوا تیر ونه ایستل شي او خپل ځوانان او اولادونه د دوي په لاس کې ورنه کړي ځکه چې ډیرې خطرناکې لارې دي".

همایون کامګار اروپا ته د ایران اوترکیې له لارو په قاچاقي توګه د تلونکو افغانانو کلنی شمېر څرګند نه کړ خو ویل کیږي چې هرکال زرګونه تنه افغانان چې له ځینو سره کورنۍ او ماشومان هم وي د ډیرو سختیو او ناخوالو په ګاللوسره له همدې لارو ځانونه اروپایي هېوادونو ته رسوي.

په افغانستان کې د نا امنیو، بې کارۍ او د ژوند د ناسمو شرایطو له امله ډیر شمېر افغان ځوانان هڅه کوي چې د پاکستان، ایران، ترکیې او یونان له لارو په قاچاقي ډول ځانونه اروپا ته ورسوي، که څه هم په دې لارو کې د مړینې او ډول ډول سختیو راپورونه خپاره شوي خو ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې دا قاچاقي تګ لا زیات شوی دی.

راپورونه وایي، چې په یونان، ایټالیا او نورو اروپایي هېوادونو کې هم په قاچاقي ډول رسیدلي افغانان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او دغو ناخوالو ته په کتو سره ډیر شمېر یي اروپا ته په ورتګ هم پښیمانه شوي دي.
XS
SM
MD
LG