د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

ښځې په هنرونو کې هم زده کړه کوي - د لړم ٢مه


د غلام محمد میمنګي هنرستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. په دغه هنرستان کې دمګړۍ درې هنري څانګې خطاطي، نقاشي او میناتوري فعالې دي او دغه راز د خیاطۍ او کورشنیل اوبدنې په حرفو کې زده کوونکي روزي چې د زلمو تر څنګ ګڼې نجونې او مېرمنې هم په مختلفو څانګو کې پکې زده کړې کوي.

د غلام محمد میمنګي د هنرستان مسولین وایي چې په سلو کې څلوېښت زده کوونکي یې نجونې دي چې د ورځې دوه ساعته یوه ورځ تر منځ راځي او وړیا زده کړه کوي.

ګڼې هغه نجونې چې په ماشومتوب کې په ښوونځي کې ندي شاملې شوي په لوینه د لیک لوست د زده کړې ارمان لري خو دغه شمېر نجونو او ښځو ته د افغانستان په ولایتونو کې څه چې په مرکز کې هم د سواد زده کړې مرکزونو ته لاسرسی نه لري. خو په دې وروستیو کلونو کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافع ټولنو د خپلو نورو کارونو تر څنګ د سواد زده کړې د کورسونو د جوړولو ځینې وړې هڅې هم پیل کړي دي چې یوه له دغو ټولنو د افغان ښځو اجتماع ده چې د کابل په ځینو سیمو او په کندهار، ننګرهار او پروان ولایتونو کې ښځو ته د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي دي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG