د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ښه نوم د ماشوم حق دی


لکه څنګه چې مور پلار په اولادونو باندې حق لري همدا سې اولادونه هم په هغوي ډیر حقونه لري چې پرځای کول یي ضرور دي، خو له بده مرغه په ځینو کورنیو کې یوازې مور پلارپه دې تمه وي چې حقوق یي ادا شي دې ته یې پام نه وي چې بچي هم په هغوي ځیني حقونه لري، چې یو یي د ښه نوم انتخاب دی.

د پکتیا اوسیدونکی امان بیا وایي، چې که په ماشوم باندې سم نوم کینه ښودل شي، نو کله چې غټیږي، بیرون وځي، ښوونځې کې شاملیږي،د همزولو له خوا ډیر زورول کیږي.

د دیني مسایلو کار پوه محمدیاسن بیا د اسلام له نظره وایي، چې مور پلار او د کورنۍ نور مشران دي په ماشوم داسې نوم کیږدي چې ښه مانا ولري.

ښایې تاسو هم داسې نارینه لیدلي وي، چې له واده وروسته د کورنۍ مسولیت په پوره توګه په غاړه نه اخلي، وخت نا وخت بهر وي، دا یي هیر وي چې په کور کې میرمن او بچي لري.

ډیر نارینه بیا د خپلې کورنۍ مسولیت په ښه توګه ادا کوي، ځکه پوهیږي چې که داسې ونه کړي نو ګڼې ستونزې پیښیدلای شي.

او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.

دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG