د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

کندهار:په یوه ترافیکي پیښه کې ٨ تنه مړه شول


د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دولس نور زخمیان شو.

د کندهار د ترافیکو مدیر سمونمل محمودالله خان وایي، دغه پېښه نن ترغرمې مخکې د کندهار کابل پر لویه لار د دامان په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې یو ۳۰۳ موټر چې د کندهار څخه کابل ته پر لاره وو د یوه پلانکوج موټر سره چې د کابل څخه کندهار ته روان وو، ټکر وکړ.

د محمد الله خان په خبره په پېښه کې د پلانکوچ موټر اته تنه سپرلي وژل شوي او دولس نور زخمیان شوي دي.

د ترافیکو د مدیر په خبره په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي:

(( یو پلانکوچ موټر کابل – کندهارپه لاره روان وو او یو ۳۰۳موټر د کندهاره کابل ته روان وو د دامان ولسوالۍ د اخوند صاحب د زیارت سره یي ټکر کړی، چې په نتیجه کې د پلانکوچ موټر اته تنه سپرلي وژل شوي او دولس نور زخمیان دي.))

د کابل کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې چارواکي یي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطی بولي.

څو ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د یوه ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له امله یو شمېر کسان مړه او زخمیان شوي وو.

محمدصادق رښتینی،کندهار
XS
SM
MD
LG