د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

"په نس دې ماړه یو د اختر میوه نه غواړو"


د اختر په راتلو سره په هر کور کې بېلابېلې تیارۍ نیول کیږي، څوک نوې فرشونه، توشکې او پردې اخلي او څوک خو هم د خوراک لپاره ډول ډول توکي رانیسي.

خو ځینې کورنۍ بیا دومره وس نه لري، چې دا هر څه واخلي هغوي وایي، چې د سبا او بیګاه ډوډۍ ته حیران دي نو د اختر لپاره به ضروري شیان څنګه واخلي ؟

محمدنسیم چې د کابل په یوه چوک کې د مزدورۍ لپاره ولاړ وو، وایي په نس دې ماړه وي په اختر کې میوې نه غواړي.

هغه کسان چې یو کسب یې هم زده دي ډیر یې په دې نه شي توانیدلی، چې د اختر لپاره د کورنۍ غړو ته کالي او نور شیان واخلي د کندهار اوسیدونکی محمد داود وایي، چې سهار تر بیګاه ګلدوزي کوي بیا هم دومره پیسې نه شي پیدا کولای، چې په اختر کې د کورنۍ غوښتنې پوره کړي .

د لغمان اوسیدونکی مسعود وایي، کله چې په کور کې د اختر لپاره کوم څه ورنه غواړي او دی یې نه شي برابرولې ډیر ورته زوریږي خو هیڅ هم نه شي کولای.

ډیرو کسانو ته بیا د کورنۍ له لګښتونو سره د کور کرایه هم ور په غاړه وي، هغو ته نو بیا تر ټولو زیات د اختر لپاره د بېلابېلو شیانو رانیول ستونزمن وي .

د کابل اوسیدونکی مقصود بیا وایي، چې د هغوي په کلي کې بیا سیالي د دې سبب شوې چې په اخترو کې ډیر لګښت وکړي .

ځینې کسان سره له دې چې خپله دومره پیسې نه لري، چې په پوره توګه د کورنۍ ضروري شیان واخلي، بیا هم له هغو کسانو سره چې له دوي نه هم بې وزلي وي مرسته کوي.

ځینې کسان بیا چې پیسې نه لري، پور کوي خو له دوستانو نه کم لګښت ته غاړه نه ږدي، چې دا په خپله د کورنۍ اقتصاد ته لوی زیان دی.

د ننګرهار اوسیدونکی کیمیا وایي، چې پخوا یي ډیر لګښت کاوه خو اوس چې پیسې نه لري نو هغومره نه کوي .

او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.

دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG