د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

په فلکور موسیقۍ کې د ښځو له ونډې سترګې نشي پټېدای



د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د ستونزو د څېړنې لپاره د سارک غونډه

د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د ستونزو د څېړنې په مقصد د اسیا د جنوب د سیمه ییزو همکارېو د سازمان یا سارک پنځمه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

پژواک اژانس خبر ورکوي، چې د سارک سازمان په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه.

د د ې وزارت سر پرستې وزېرې حسن بانو غضنفر په افغانستان کې د ښځو په وړاندې زور زیاتی د اندېښنې وړ وباله زیاته یې کړه، چې ناوړه دودونه، بې سوادي او بې وزلي د دغو تاوتریخوالو لوی عوامل دي.

د سارک سازمان د دارالانشا رییس حسن شفاو وویل، چې د سارک سازمان له جوړېدو تر اوسه د ښځو او ماشومانو مسایلو ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې یې اغیزمن ګامونه اوچت کړي دي.

پاکستان، بنګله دیش، نیپال، بوتان، سریلانکا، مالدیب او افغانستان د سارک سازمان غړي هېوادونه دي.

افغانستان په کال ۱۳۸۶ کې د سارک سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.


د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


په امریکا کې ۴افغان میرمنو پیلوټي ولوسته

د امریکا په تکساس کې څلور افغان میرمنو پوځي پیلوټي ولوسته او هیله یې څرګنده کړه، چې نورې افغان میرمنې به هم دې مسلک ته وهڅول شي.

امریکایي ډګروال (ایریک ایکسل بنک) تېره اوونۍ ازادۍ راډیو ته وویل، دغو میرمنو په حقیقت کې تاریخ جوړ کړ.

ډګروال ایکسل بنک چې د تکساس په لیکلنډ کې د هوایي پوځي اډې د روزنې د برخې مسوول دی زیاتوي چې دا افغان میرمنې به په راتلونکو څو میاشتو کې په انګریزي ژبه لوړ تحصیلات وکړي.

اوس مهال د افغانستان په هوایي ځواکونو کې یوازې یوه پیلوټه شته.

د تکساس په لیکلنډ هوایي ډګر کې د نورو اسلامي هېوادو میرمنې هم روزل شوې دي.

په غزني کې ښځو ته کتابتون

په غزني كې تېره اوونۍ ښځو لپاره ځانګړى کتابتون پرانېستل شو.

پژواک خبري اژانس خبر ورکوي، دغه کتابتون چې یوزرو څلور سوه ټوکه بېلابېل سیاسي، ادبي او معلوماتی کتابونه لري د غزني د ښځو چارو په رياست کې د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې يوناما په مرسته پرانیستل شوی دی.

د غزني د ښځو چارو رییسه شکریه ولي وایي، چې د يوناما دفتر د کتابونو تر څنګ د الماريو، ميزونو، څوکيو او د ورځپاڼو لپاره د ويترين د جوړولو مرسته هم كړې ده.

د چنګاښ په اوولسمه په ګردېز کې هم په لومړي ځل د نجونو لپاره د يوناما په مرسته د دې ولايت د ښځو چارو په رياست کې د ښځو لپاره ځانګړى کتابتون جوړاو ګټې اخيستنې ته چمتو شوی و.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


د فلکور موسیقي

په افغاني موسیقي په تېره فلکلور موسیقۍ کې د ښځو له پراخې ونډې هېڅوک هم سترګې نشي پټولای.

د پېړیو پېړیو زړې لنډۍ او ډېر زاړه طرزونه چې نن تر موږه را رسېدلي همدې ښځو له یوه نسله وبل ته په خپلو سندرو کې خوندي ساتلې دي.

تراوسه هم د افغانستان زیاتره کوژدې او ودونه د دریا له ښکلي غږ سره د ښځو په فلکوریکو سندرو تاوده دي او داسې افغانې ښځې به لږې وي چې په ښادیو کې یې سندرې نه وي بللې.

خو په رسمي او ثبتي بڼه د ښځو سندرغاړو شمېر لږ دی.

له نن څخه شپېته کاله وړاندې مېرمن پروین لومړنۍ سندرغاړې وه چې دودیز بندیزونه یې مات کړه او د راډیو افغانستان په سټډیوګانو کې یې خپله سندره ثبت کړه او خلکو ته واورول شوه.

له مېرمن پروین وروسته په لسګونو ښځو دا جراات وکړ، چې را میدان ته شي او په راډيو افغانستان او بیا وروسته په تلویزون کې سندرې وبولي .

خو له بده مرغه دغه لړۍ له خنډ سره مخ شوه او داسې وخت راغی چې په افغانستان کې د ښځې د غږ اورېدل حرام وبلل شول، سندرې خو یې پر ځای پرېږده.

په وروستیو څو کلونو کې ښځې یو ځل بیا د موسیقۍ د هنر په برخه کې راڅرګندې شوې دغه راز د نوېو ښځینه سندرغاړو د روزنې لپاره د موسیقۍ د اساساتو د زده کړې کورسونو ته جذب شوې چې ګڼې نوې سندرغاړې د موسیقۍ د همدې کورسونو او د ځينو خصوصي ټلویزیونونو د هڅونې له برکته د موسیقۍ هنر ته راغلې او اوس سندرې بولي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې هنري استعدادونه په ماشومتوب کې پېژندل کېږي او تر روزنې لاندې نیول کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند د موسیقۍ ملي انستیتوت چې پخوا د موسیقۍ مکتب و، یو له هغو اکاډیمیکو هنري مرکزونو څخه دی چې د موسیقۍ د هنر په برخه کې ماشوم استعدادونه روزي، په دغه انستیتوت کې چې له یو نیم کاله یې فعالیت پیل کړی د نارینه زده کوونکو تر څنګ شاوخوا پنځه دېرش نجونې هم د موسیقۍ الات او سندرې بلل زده کوي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست وایي، دوي ژمن دي چې پرته له هر ډول تبعیض څخه د موسیقۍ په برخه کې ښځینه او نارینه کادرونه وروزي ښاغلی سر مست زیاتوي:

(موږ تېر کال د زده کوونکو جذبول پیل کړل او سږ کال مو دوهمه دوره جذب کړل.

په دې دوو دورو کې پنځه دېرش نجونې زده کوونکې هم شاملې شوي چې د کورنیو او بهرنیو استادانو له خوا د بېلابېلو افغاني او نړېوالو الاتو په برخه کې له څلورم تر څوارلسم ټولګي پورې روزل کېږي او دغه راز عمومي زده کړې هم کوي .

زموږ په زده کوونکو کې داسې نجونې شته، چې کولای شي د نړۍ په کچه ښې هنرمندانې شي او افغانستان ته نوم وګټي لکه زموږ یوه دولس کلنه زده کوونکې ده چې د ویلون یو نیم کلنه دوره یې په درې میاشتو کې بشپړه کړې او استادان یې استعداد ته افرین وایي.)

لکه څنګه مو چې د ښاغلي سر مست په خبرو کې واورېدلو دې انستیتوت ته زده کوونکي له څلورم ټولګي جذبېږي او تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې کوي نو د دې انستیتوت اکثره زده کوونکي په تېره نجونې وړې دي او زیاتره یې هم له روزنتون څخه جذب شوې دي.

د ننګرهار د درې نور ولسوالۍ نهه کلنه اوسېدونکې عزیزه، چې اوس په روزنتون کې اوسي او د موسیقۍ په ملي انستیتوت کې پیانو زده کوي وایي، چې د دوي استادان بهرنیان دي او دوي د نټ او تمرین په اساس زده کړې کوي .

د جلال اباد اوسېدونکې سپنا، چې کورنۍ یې په جګړو کې له منځه تللې ده او په روزنتون کې اوسي په دې انستیتوت د پیانو او اواز په برخه کې زده کړې کوي.

اته کلنه سپنا دومره وړه ده، چې د لویې پیانو له شاوخوا په سختۍ لیدل کېدای شوه خو په څلورو میاشتو کې یې ښه پیانو زده کړې ده، سپنا وایي چې دې تر اوسه پنخه کنسرتونه هم ورکړي دي .

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست وايي، چې د دې انستیتوت د زده کړو نصاب د انګلستان د موسیقۍ د زده کړې د نصاب په اساس جوړ شوی او د لندن د موسیقۍ له ملي کالج سره رسمي ارتباط لري.

دا چې په دې انستیتوت کې په کومو شرایطو نجونې منل کېږي ښاغلی سرمست وایي:

(موږ د نجونو د منلو لپاره کوم خاص شرط نه لرو، البته موږ له څلورم ټولګي هغه زده کوونکي منو، چې ښې نومرې ولري او د موسیقۍ په برخه کې د استعداد د تثبیت له یوې ازموینې بریالي تېر شي.

موږ تېر کال د خپلو نوېو زده کوونکو پنځوس سلنه بې سرپرسته او بېوزلو ماشومانو ته ځانګړې کړې وه، ګڼې نجونې هم له دې لارې جذب شوې خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې اوس هم موسیقۍ ښه نه ایسول کېږي نو ګڼو دغو نجونو د کورنیو فشارونو له امله خپلې زده کړې پرېښودې، د نجونو په برخه کې له دې ستونزې سره پخوا هم مخ و او اوس هم مخ یو. )

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي .

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG