د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

مشعل: د بهرنیو تروریستانو مهمې هستې مو له منځه وړي


ښاغلی مشعل وايي، ملي امنيت د طاهر یلداش د القاعده شبکې دوه تنه غړي نیولي دي.
ښاغلی مشعل وايي، ملي امنيت د طاهر یلداش د القاعده شبکې دوه تنه غړي نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت چارواکو څرګنده کړه، چې سږکال په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله د بهرنیو تروریستانو په ځانګړی توګه د ځان ووژنکو شمیر زیات وو.

په داسې حال کې، چې د افغانستان په شمال کې لا هم د وسله والو مخالفینو فعالیتونه محسوس دي، د ملي امنیت ریاست وایي، چې په دغو سیمو کې یې د بهرنیو وسله والو ډلو مهمې هستې له منځه وړي.

د ملي امنیت د لوی ریاست ویاند، لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځواکونو د طاهر یولداش له ډلې سره تړلې ځینې بهرني اتباع نیولي، چې د ده په وینا د هیواد په شمال کې په ترورستي فعالیتونو بوخت وو.

د ښاغلي مشعل اشاره هغو اوکرایني او قرغزي وګړو ته وه، چې اوس اوس د ملي امنیت موظفینو له خوا نیول شوي.

ده د نیول شویو کسانو په اړه د نورو معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل:

یلداش

"د ملي امنیت د ریاست موظفینو دوه اوکرایني اتباع له خپلو دوه افغان همکارانو سره، چې د ازبکستان د اسلامي نهضت غړي دي، چې دا د طاهر یلداش د القاعده شبکې سره عضویت لري، په کابل کې نیولي دي.

په کندز کې چې په وروستیو کې امنیت خراب و، د دې ازبک، قرغزی او نور د القاعده شبکې د غړو لاس په کې و، له دوی سره دوه افغانان د نصیر احمد او نصار احمد په نوم نیول شوي کسان، د ازبکستان د اسلامي نهضت فعاله غړي وو، چې شمالي وزیرستان ته یې د بهرنیو تروریستانو د انتقال مسولیت درلود.

د دوی دنده دا وه، چې تروریستان به یې له منځني اسیا څخه افغانستان او له دې ځایه به یې شمالي او جنوبي وزیرستان ته وړل او همدا راز برعکس له هغې ځایه به یې دا ډول معامله کوله."

د ملي امنیت ریاست د طاهر یولداش د ډلې د دغو کسانو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې د بهرنیو وسله والو د فعالیت په اړه راپورونه خپریدل.

د طاهر یلداش د القاعده شبکې زیاتره غړي، چې تر ډیره د هیواد په شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي، د منځني اسیا له هیوادونو سره تړاو لري.
سږ کال په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو شمیر، چې په کې ایراني، چینایي، ازبک او پاکستاني ترهګر شامل دي زیات وو


د ملي امنیت د ریاست ویاند په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د تیرو کلونو په پرتله سږ کال په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو شمیر، چې په کې ایراني، چینایي، ازبک او پاکستاني ترهګر شامل دي زیات وو.

د ملي امنیت ریاست د خپلو لاس ته راوړنو ترڅنګ د وسله والو طالبانو په لیکو کې اختلافاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا اختلافات تر ډیره د سولې د روانو هڅو او د پوځي مقاومت د زیاتیدو له کبله رامنځ ته شوي.

د مشعل په وینا د دوی راپورنه ښیې، چې دا اختلافات تر ډیره د طالب مشرانو او د دوی د جنګیالیو ترمنځ لیدلې کیږي او د طالبانو جنګیالي د مشرانو فرمانونه نه مني.

د افغانستان د ملي امنیت چارواکي وایي، چې طالبانو اوس مهال د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او غواړي د القاعده شبکې په مټ تروریستي فعالیتونه ترسره کړي ترڅو خپل حضور پیاوړی وښیي.

مخنیوی

چارواکي وایي، چې دوی د القاعده شبکې په مټ په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ځان وژونکو حملو د مخنیوی لپاره خپلې چارې ګړندۍ کړي دي.

خو د امنیتی ځواکونو له ډاډ ګیرنې سره سره بیا هم په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي د خلکو اندیښنې یې هم زیاتې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG