د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په زابل کې د کندهار په څير عمليات کيږي


د افغانستان په جنوب کې چارواکي وايي، چې د دغه حوزې په يوه بل نا ارامه ولايت زابل کې به د کندهار د عملياتو په څير هلته پراخ عمليات پيل شي.

د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قومندان مل پاسوال محمدسالم احساس وايي، دوي پلان لري چې د زابل په ولايت کې ډير ژر د کندهار د تصفيوي عملياتو په څير هلته پراخ عمليات وکړي .

ښاغلي احساس که څه هم په نسبي ډول د زابل امنيت ښه بولي خو زياته يي کړه، چې خاک افغان ولسوالۍ د دولت د وسلوالو مخالفينو په واک ده او د زابل په يو شمېر نورو هغه سيمو کې چې دا مهال په کې د دولت وسلوال مخالفين فعاليتونه کوي ډير ژر د دولت د کنټرول لاندې راولي:

(تاسې په جريان کې ياست چې په کندهار کې زموږ تصفيوي عمليات روان دي دلته هم که خدای کول ډير ژر عمليات وشي دا ولسوالۍ د مخالفينو په کڼترول کې ده زموږ پلان د دې ولسوالۍ او نور سيمو لپاره شته.)

زابل د کندهار کابل پر لويه لار پروت نا ارامه ولايت دی چې لس رسمي او يوه غير رسمي ولسوالۍ لري د دغه ولايت ډيرو ولسواليو ته په غرنيو سيمو کې غزيدلې لارې خامه او اوسيدونکي يي ښار ته د تګ پرمهال د ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.

راپور- محمدصادق رښتينى،کندهار
XS
SM
MD
LG