د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په کندهار او زابل کې ترافيکي پېښو ٦٣ تنه ته مړه او ټپيان کړه


په زابل او کندهار ولايتونو کې په دوجلاجلا ترافيکي پېښو کې لس تنه ووژل شوه او ٥٣ تنه نور ټپيان شو.

لومړۍ پېښه تېره ورځ د کندهار ښار شمال ختيځ لور ته د کندهار کابل پر لويه لاره د دامان ولسوالۍ په سيمه کې وشوه، د کندهار د ترافيکو مسوولين وايي، چې يوه ټونس موټر د تيز سرعت له امله چپه شوی او په کې سپاره درې تنې ښځې او يو شپږ کلن هلک مړ شوی او د درېو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان دي.

د چارواکو په خبره د پېښې ټپيان په کندهار کې د ملي اردو نظامي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

دغه راز نن سهار د زابل ولايت په مرکز کلات کې د يوه ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه مړه او ٤٨ تنه نور ټپيان شو.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي ازادۍ راډيو ته وويل، چې چپه شوی موټر د احمدشا ابدالي د تراسپورټ اړونده وو او د کابل څخه کندهار ولايت ته روان وو، چې د تيز سرعت له امله د مرکز کلات په کلا سنګي سيمه کې چپه شو:

(د احمدشاه ابدالي د شرکت اړونده يو ٣٠٣ موټر نن سهار د مرکز کلات په کلا سنګي سيمه کې د تيز سرعت له امله چپه شوي شپږ تنه شهيدان لري او تر څلويښتو ډير ټپيان شوي او مړي او ټپيان د کلات روغتون ته را انتقال شوي.)

د يادولو وړ ده چې د کندهار _کابل لويه لار د وسايطو د چلوونکو د بې غورۍ له امله تل د ترافيکي پېښو شاهده وي چې په دغه پېښو کې سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

څو ورځې مخکې د کندهار د ترانسپورټ رياست او د ترافيکو مدريت اعلان وکړ چې له دې وروسته به د ترانسپورټي شرکتونو هغه موټرو ودروي چې چلوونکي يي لايسنس ونه لري او يا هم د زيات سرعت څخه کار اخلي.

د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان ازادۍ راډيو ته په يوې ځانګړې مرکه ويلي وو، چې د دې کار څخه يي مقصد دادی چې په ترافيکي پېښو کې کموالی راشي.

راپور: محمدصادق رښتينى،کندهار
XS
SM
MD
LG