د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د افغانستان او امریکا د کرنې چارو په اړه د ګډې شورا کنفرانس جوړ شو


ښاغلی رحیمي وايي، د کرنې په سکتور کې سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده، په ځانګړي توګه د خړوبولو په برخه کې، موږ په ملیونو هکټاره ځمکه لرو، چې کر په کې نه کېږي.
ښاغلی رحیمي وايي، د کرنې په سکتور کې سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده، په ځانګړي توګه د خړوبولو په برخه کې، موږ په ملیونو هکټاره ځمکه لرو، چې کر په کې نه کېږي.
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي هڅه کوي، چې په دې کنفرانس کې امریکایي همکارانو ته د کرنې د برخې لومړیتوبونه په ډاګه او مرستې یې راجلب کړي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د یکشنبې په ورځ د افغانستان او امریکا د کرنېزو چارو د ګډې شورا په کنفرانس کې وویل، چې دوی په پام کې لري، چې د کرنې له برخې سره د امریکا د متحده ایالتونو مرستې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ولګول شي.

نوموړي همدا راز وویل، چې په دې کنفرانس کې به په ولایتونو کې د دوی د ریاستونو موجودې اړتیاوې او ستونزې را برسیره کړي.

"د کرنې په سکتور کې سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده، په ځانګړي توګه د خړوبولو په برخه کې، موږ په ملیونو هکټاره ځمکه لرو، چې کر په کې نه کېږي.

زموږ له امریکا څخه لومړی غوښتنه دا ده او لومړیتوب ورکو، چې د شاړو ځمکو په خړبولو کې مرسته راسره وکړی. دوهم دا چې زموږ محصولات چې په بهر کې و پلورلای شو یو څو لویو پروګرامونو ته اړتیا لرو ترڅو وکړای شو چې دا محصولا په ښه توګه تولید کړو."

د افغانستان او امریکا د کرنې د برخې د ګډې شورا په کنفرانس کې د امریکا د کرنې وزارت د مرستیالې ترڅنګ، د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو استازو او د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو د کرنې ریسانو هم ګډون کړی او هڅه کوي، چې د افغانستان د کرنې د سیستم د پراختیا لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي.

د امریکا د کرنې د وازرت مرستیالې، دارسي ویټر وویل، که څه هم په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د دوی نږدی شپیته تنه مسلکې کسان په کار بوخت دي خو دوی هڅه کوي، چې له دې برخې سره ډیره همکاري وکړي.

"موږ په ولایتونوکې د کرنې د نوي تکنالوژۍ په جوړولو کې همکارۍ ته تیار یو او همدا راز چمتو یو چې بهر ته د افغاني زراعتي محصولاتو د صادراتو په برخه کې مرسته وکړو.

موږ په ټولیز ډول په هره برخه کې په ریښتني توګه همکاری کوو او همدا راز په ولایتونو او کابل کې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره مرسته کوو.

موږ همکارۍ ته چمتو یو او زموږ همکاري به دوام وکړي."

که څه هم افغان چارواکو د کابل په نړیوال کنفرانس کې د کرنې د ودی لپاره د درې میلیارد او اوه سوه میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه کړي وه. خو نړیوالې ټولنې بیا یواځې په راتلونکو څلورو کلونو کې د یو میلیارد ډالرو د ورکړی ژمنه وکړه.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې دوی به د دې ګډې شورا په کنفرانس کې همدا راز د کرنې له برخې سره د نړیوالو مرستو او ژمنو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې کنفرانس به د ټولو ولایتونو د کرنې رییسان په خپلو ولایتونو کې شته اړتیاوې په ګوته کړې.

د لغمان ولایت د کرنې رييس محمد اسماعیل دولت زی د خپل ولایت د بزګرانو ستونزې داسې په نښه کړې.

"تاسو پوییږئ، چې لغان ولایت یو زراعتي ولایت دی، هلته کافي اوبه دي، خو د اوبو خوړ سیستم سم نه دی، زموږ بزګران داوبو خوړ په سیستم کې ستونزې لري او مرستې ته اړتیا لري.

دویمه اساسي خبره د میکانیزه وسایلو نشتوالی دی. د لغمان ولایت بزګران اصلاح شویو تخونو او کیمیاوي سرو ته ډېر زیات اړتیا لري."

د افغانستان او امریکا د کرنې د چارو د ګډی شورا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې د کرنې وزارت د بزګرانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اتو میلیون ډالرو په ارزښت د پور ورکولو پروګرام جوړ کړی.

په دې پروګرام کې به بزګرانو ته د کرنې د پراختیا لپاره واړه او غټ پورونه ورکول کېږي.

خو افغان بزګران د کرنې وزارت څخه د اوبو د لویو او کوچنیو بندو د جوړولو غوښتنه کوي، چې دا موضوع به په دې کنفرانس کې هم یاده شي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG