د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

په ننګرهار کې میرمنوته پارک پرانیستل شو


په جلال اباد ښار کې لومړى ځل ښځينه وو ته ځانګړى تفريحي پارک جوړ او د شنبې په ورځ پرانیستل شو. دا پارک د ننګرهار د ولايتي ادارې په هڅه د ننګرهار د خصوصي سکتور د يوه سوداګر په ځاني لګښت جوړ شوى.

پارک بهسودو پله ته څېرمه په څه ناڅه ٢٠ جريبه ځمکه کې ودان شوى، چې په تقريحي وسايلو سربېره د ښځينه وو د لاسي کار د خرڅلاو مارکېټ او ځينې نورې اسانتياوې هم لري.

د ننګرهار د ښځو چارو ريئسې انيسه عمراني وويل: له ډېر وخت را هيسې د ننګرهار ولايت ښځينه وو د يوه ځانګړي پارک د لرلو هيله پاللـه. خداى تعالا د ښځو د اهيله پوره کړه ننګرهار والي ګل اغاشېرزي رواهڅېده او د خصوصي سکتور له يوه سوداګر سره يې د ښځينه وو د پارک تړو وکړ.

الحمدالله نن دا پارک پوره او پرانیستل کېږي، دلته به د پارک ساتونکي او پلورونکي ټول ښځينه کارکوونکي وي.

په پارک کې ښځينه وو ته سواد زده کړې بېلابېل کورسونه لکه: د قرانکريم زده کړه، کمپيوټر زده کړه، انګليسي ژبې زده کړه او د ورزش بېلابېل وسايل اماده شوي هيله ده چې ښځې له دغه نېکمرغه شېبې نه ګټه واخلي.

د جلال اباد ښار هغه ښځينه چې له تقريحي ځايونو سره مينه لري د پارک جوړېدو ته خوشاله دي. د روڼا په نوم يوې يې وويل:

پخوا به مې چې په تلويزيون کې د هرات يا کابل ښځې په پارکونو کې ليدلې؛ نو له ماسره به هم دا هيله وه چې کاشکې په جلال اباد کې هم دغسې پارک جوړشي ترڅو موږ وکړاى شو د تفريح لپاره ورته ورشو، خو د شکر ځاى دى چې هغه ارمان مو پوره شو.

يوه بله لېلوما سربېره پر دې چې په جلال اباد ښار کې پارک جوړشوى اندېښمنه وه او ويل يې: د ښځينه وو لپاره به تر دې ډېر پارکونه جوړ شي؛ خو چاته چې په کور کې اجازه نه وي؛ نو هغه خوارانې به د پارک له چکر نه څه خوند واخلي.

دې وويل: هغه کورنۍ چې خپلې مېرمنې يې له تفريح ځايونونه منع کړي بايد هيله يې پوره کړي او دغسې د ښځينه وو پارکونو ته دتلو اجازه ورکړي.

تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې د ننګرهار ولايت ښځينه په کومو شرايطو دغه پارک ته ورتلاى شي؛ خو چارواکي وايي د دغه پارک کارکوونکي او پلورنکي ټول ښځينه دي.

راپور- محمد داود وفا، جلال اباد
XS
SM
MD
LG