د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

غضنفر: ټولو ولایتونو کې د ښځو لپاره پارکونه او تفریح ځایونه جوړوو


د ښځو چارو وزارت سرپرسته وزیره حسن بانو غضنفر
د ښځو چارو وزارت سرپرسته وزیره حسن بانو غضنفر
د افغانستان په مركز او ولايتونو كې د ښځو له ډېرو شكايتونو نه وروسته د ښځو چارو وزارت په پام كې لري چې د ښځو لپاره ډېر تفريحي ځايونه او پاركونه جوړكړي.

د افغانستان د ښڅو چارو وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر د پنجشنبې په ورځ په باغ شهرارا د ښځو د بڼ د نوم د اړولو په هدف جوړه شوي غونډه كې وويل، چې د ښځو چارو وزارت به په نږدې راتلونكي كې د افغانستان په څلوردېرش ولايتونو كې د ښځو لپاره پراخ تفريحي ځايونه او پاركونه جوړ كړي:

"تر اوسه پورې د هېواد په ۱۶ ولايتونو كې د ښځولپاره پاركونه او تفريحي ځايونه جوړ شوي خو موږ غواړو د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې د ښځو لپاره دغه ډول تفريحي پاركونه جوړ كړو، كه څه هم په هره ولسوالۍ كې يو بڼ او په هر ولايت كې ۳ پاركونه لرو، خو راتلونكي پلانونه مو دا دي، كه موږ وكولى شو، چې ډېرې مرستې راجلبې كړو، په هماغه اندازه به د ښځو لپاره تفريحي ځايونه جوړ كړو."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د سرپرستې په خبره هڅه كيږي، چې د دغو پاركونو د جوړولو لپاره له مرسته كوونكو هېوادونو او نړيوالو موسسو څخه لازمې مرستې ترلاسه شي.

كه څه هم په كابل او ځينو نورولايتونو كې د ښځو لپاره تفريحي سيمې ځانګړې شوي دي، خو ښځې شكايت كوي، چې د تفريح لپاره ځانګړې شوې پاركونه او سيمې كمي دي.

د كابل ښار يوې اوسيدونكې فوزيې، په دې اړه ازادي راديو ته وويل:

"دلته ډېرې ښځې د تفریح لپاره راځي، ځای ووړ دی او کیدای شي دا ځی وسعت ومومي."

په افغانستان كې د جګړو له امله، ډېر شمېر تفريحي ځايونه او پاركونه له منځه تللي، دولتي چارواكي وايي، چې د دې هېواد په مركز كابل او ولايتونو كې ډيرې زرغونې او تفريحي سيمې د زورواكا له خوا په زوره نيول شوي ، چې لوړ پوړييزې ودانۍ يې په كې جوړې كړي دي.

خو د ښځو چارو وزارت وايي، چې د يوشمېر ملي او نړيوالو موسسو په مرسته او همكارى هڅه كوي چې د ښځو د تفريح لپاره په كابل او ولايتونو كې ډيرې تفريحي ځايونه او پاركونه جوړكړي.
XS
SM
MD
LG