د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره - لومړۍ برخه


اوس اوس هغه نظریه چې وايي، استبدادي نظامونه یوازې او یوازې په پوځي هڅو او یا له بهره په پوځي اقداماتو سره نسکورېدای شي په ټوله نړۍ کې له سوال سره مخامخ شوې ده.

افغانانو په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې د تشدد ډېر سخت شرایط تجربه کړل. د تشدد دا بهیر په داسې یو ټولنه کې پېښ شو چې خلک یې د عدم تشدد د مبارزې له دیني او تاریخي ریښو سره تړلي دي.

د ځانګړو تفصیلي راپورونو په دې لړۍ کې په افغانستان، د هند په نیمه وچه او نړۍ کې د عدم تشدد د فلسفې څېړنه کېږي.
د عدم تشدد له لارې مبارزه سره له دې چې په تاریخ کې له پېړیو پېړیو راهیسې ریښې او ډېر پلویان لري، په وروستیو څو لسیزو کې هم پېښو ښودلې چې دې ډول مبارزې نه یوازې په مذاهبو او سوله غوښتونکو نهضتونو کې ریښې موندلي، بلکې داستبداد پرضد ترټولو ځواکمنه سیاسي وسیله ګڼل شوې ده.

قهرجنه مبارزه حتی که د عدالت لپاره هم وي په هغو خلکو کې وېره خوروي چې لايې له دې مبارزې سره د یوځای کېدو پرېکړه نه ده کړې او همدا حکومتونو ته دا امکان په لاس ورکوي چې د خلکو د مصوونیت پلمه مقاومت وځپي.

حتی لاریونونه او د مظاهرو پرمهال ورانوونکي اعمال د خلکو نظر د یوه غورځنګ پرضد اړولی شي، او ښايي همدا دلیل وي چې ځینې حکومتونه کله ناکله د ګډوډۍ او تاوتریخوالي د پارولو لپاره خپل اجنټان د مخالف غورځنګ په لیکو کې ځای پرځای کوي.

خو د بې وسلې او سوله ییز مقاومت پرضد د زور او قوې کارول د حکومت د مخالف غورځنګ لپاره د خلکو خواخوږي جلبولای شي.
دعدم تشدد غورځنګونه له حکومتي ځواک څخه د ځان په ګټه هم کار اخیستلای شي او هغه پوځي قوت چې د دې سوله ییز مقاومت د ځپلو دنده ورکړل شوې ده، په اغېزمن ډول د ځان پلوي او بې وسلې کړي.

په معاصره زمانه کې عدم تشدد هغې فلسفې ته ویل کېږي چې له مخې یې خلک یا غورځنګونه د خپلو غوښتنو او حقونو لپاره مبارزه په سوله ییزو اقداماتو کوي نه د وسلې او وسله وال پاڅون په وسیله.

دعدم تشدد د مبارزې وسیلې اعتصابونه، سوله ییزې مظاهرې او مارشونه، کاربندي، غذایی اعتصابونه، له واکمن نظام سره همکاري نه کول، د ماليې له ورکولو سرغړونه او ډېر نور اقدامات دي چې د سوله ییز اعتراض په توګه پېژندل کېږي.

په هند کې د عدم خشونت د مبارزې مخکښان مهاتماګاندي او خان عبدالغفاخان، د امریکا د مدني حقونو مبارز مارتین لوټرکېنګ، په افریقا کې د اپارتاید ضد مبارز نلسن منډېلا زموږ د زمانې د عدم تشدد د مبارزې نامتو شخصیتونه دي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سوله ییزې مبارزې الهام بخښوونکي ګڼل کېږي.

د ایشین ایج په نوم په نوې ډېلي کې دخپرېدونکې ورځپاڼې سرمحرر انندسهای چې د افغانانو په اړه یې څېړنې کړي او د افغانستان په اړه کتاب یې په نژدې راتلونکي کې خپرېږي، په شلمه پېړۍ کې د عدم تشدد مبارزې د مخکښانو ونډه داسې په ګوته کوي:

((خان عبدالغفارخان، ګاندي او مارتین لوټرکېنګ هغه شخصیتونه دي چې په ډېرو دلایلو شلمه پېړۍ تعریفوي. د شلمې پېړۍ تعریفوونکي اصلاً ستر صدراعظمان، ولسمشران او پاچایان نه دي. شلمه پېړۍ د بشريت په تاریخ کې د تر ټولو زیات تشدد پېړۍ وه چې دوه نړیوالې جګړې او ګڼ شمېر نوې وړې او خونړۍ جګړې پکې وشوې، خو دوی هغه کسان و چې په دې جګړو کې یې د سولې خبرې وکړې، د خپل ژوند له ښندلو ونه وېرېدل او داسې وضعیت ته یې وردانګل چې هره شېبه یې د مرګ وېره وه خو دوی نه وېرېدل. دوی له خلکو او ټولنې سره مینه کوله. دوی خلکو ته یوازې دا ویل چې خپله وسله لېرې وغورځوه، ګاونډي ته دې په سترګو کې وګوره او ووایه چې آیا موږ ټول ورته شیانو ته اړتیا نلرو؟ او ځواب طبعاً مثبت و.))

ښاغلی سهای د ګاندي او پاچاخان د عدم تشدد له لارې د مقاومت وسیلې داسې په ګوته کوي:

((د خان عبدالغفارخان او ګاندي ځانګړتیا په دې کې ده چې دوی په مقاومت باور لاره خو د عدم تشدد په مقاومت. د دوی پیغام داو چې زه د دولتي دفتر په مخکې کېنم، چارواکو ته وایم، دا هغه څه دي چې خلک یې غواړي او ستاسو پالیسۍ سمې نه دي، لطفاً خپلې پالیسۍ اصلاح کړئ. که تاسو خپلې پالیسۍ بدلې نکړئ زه د لوږې اعتصاب کوم، همدلته کینم او نه ښورم. څوځلې داسې پېښ شول چې هم ګاندي او هم خان عبدالغفارخان د استعماري پولیسو له خوا ووهل شول، خو دوی ویل، تاسو موږ وهلای شئ خو د عدم تشدد پر مقاومت او زموږ پرشعار چې سوله ده، زموږ عقیده له موږ څخه نشئ اخیستلای.))

د نړۍ په معاصر تاریخ کې د هغو هېوادو شمېر کم نه دی چې خلکو یې د سوله ییزو اعتراضونو له لارې خپل استبدادي نظامونه نسکور کړي دي.

د هند خلکو ۶۳ کاله مخکې برتانوي استعمار اړ کړ چې د دوی له خاورې ووزي.

په متحدو ایالاتو کې تورپوستکو، د مدني حقونو د مخکښ مبارز مارتین لوترکېنګ په مشرۍ له اوږدې سوله ییزې مبارزې وروسته خپل حقونه ترلاسه کړل او تر نن ورځې له سپین پوستکو سره انډول حقوق لري.

په جنوبي افریقا کې هم په ۱۹۹۲ کال کې د سپین پوستکو له اوږدې مودې واکمنۍ وروسته، تورپوستکو د نلسن منډېلا په مشرۍ د عدم خشونت د مبارزې له لارې د نژادي توپیر یا اپارتايد پرځای په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ نظام ټینګ کړ.

د عدم خشونت مبارزې نورې بریالۍ تجربې د کمونیزم له سقوط وروسته په ختیځه اروپا کې وشوې. په پولنډ، پخوانۍ چکسلواکیا او د ختیځې اروپا په نورو هېوادونو کې خلکو د سوله ییزې مبارزې له لارې کمونیستي نظامونه نسکور کړل او پرځای یې په خپلو هېوادو کې ډیموکراسي ټينګه کړه.

د افغانستان اکثریت وګړي مسلمانان دي او دوی د خپلو کلکو دیني عقایدو له وجې په نړۍ کې زیات شهرت لري. عجیبه دا ده چې اسلام تل د تشدد پرځای د سولې سپارښتنه کوي خو له دې سره سره افغانانو د نړۍ تر بل هرملت زیات له تشدد څخه زیان لیدلی.
د دې علت څه دی؟ افغان مورخ پوهاند حسن کاکړ دې پوښتنې ته داسې ځواب وايي:

((متاسفانه د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې په اسلامي نړۍ کې داسې سیاسي فلسفې راووتې چې واقعاً پر تشدد بنا وې. افراطي اسلامیستان په بل عبارت د سیدقطب او مودودي پیروان چې فلسفه یې د کمونیستانو په څېر په تشدد ولاړه ده یا هغه کسان چې دوی یې اهل مومنه او عصبیه بولي خپل مطلب ته د رسېدو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخیستل مجاز بولي. دا او د وهابیت په څېر افراطي فکرونه او فلسفې له یوې خوا او بل تردې نژدې وختونو پورې کمونیستي افراطي فلسفې ټولنې ته راننوتې. چې دې د پخوا په پرتله په افغاني ټولنه کې د تشدد فلسفه نوره هم متشدده کړه. هماغه بقایا دي چې تر اوسه پورې یې ټولنه ناآرامه ساتلې ده.))

د نوييمې لسیزې په پیل کې د پخواني شوروي له ړنګېدو وروسته، د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادو کې کمونیستي یا د کمونیزم پلوي نظامونه ړنګ شول. په ډېر شمېر دې هېوادونو کې د خلکو په خوښه نظامونه رامینځ ته شول چې مثالونه یې د ختیځې اروپا په ډېر شمېر هېوادونو کې لیدلای شو، خو د افغانستان، منځنۍ آسیا او ځینو نورو هېوادونو خلک له دې نعمته بې برخې پاتې شول.

د پخواني شوروي اتحاد پرضد د افغانانو له څو کلونو وسله وال جهاد وروسته د ۱۹۹۲م کال په اپرېل میاشت کې د ډاکټر نجیب الله نظام نسکور شو، خو له دې سره د وسله والو ډلو ترمینځ د قدرت پرسر کورنۍ جګړې پیل شوې. په دې جګړو کې لسګونه زره کسان مړه او ټپیان شول، سلګونه زره کسان بهر ته مهاجر شول، په مرکز کابل او نورو لویو ښارونو کې دولتي او شخصي ملکیتونه ویجاړ شول، له بشري حقونو څخه د سرغړونو ګڼ موارد رامینځ ته شول، د خلکو د سراومال مصوونیت له مینځه ولاړ او داسې یو حالت راغی چې اغېزې یې ښايي د هېواد پر راتلونکي تر ډېر کلونو پورې پاتې وي.

خو د همدې کال په مارچ کې په جنوبي افریقا کې د نلسن منډېلا په مشرۍ غورځنګ د عدم خشونت مبارزې له لارې د اپارتایډ رژیم نسکور کړ، او په دې هېواد کې نوی اساسي قانون جوړ شو.

د جنوبي افریقا د خلکو او افغانانو ترمینځ کوم ستر توپیر د دې باعث شو چې هلته د خلکو مبارزې نتیجه یو بریالیتوب بلل کېږي او دلته د خلکو بې حسابه قرباني او سرښندنه یوه ناکامي. ولې افغانانو د خپلې مبارزې لپاره د جګړې لاره غوره کړه او د جنوبي افریقا خلکو د عدم تشدد لاره. آیا تشدد د دې هېواد د خلکو په وینه کې اخښلی دی؟ د امریکا د کليفورنیا ایالت په لاس انجلس پوهنتون کې افغانه څېړونکې نوشین اربابزاده دې پوښتنې ته چې آیا افغانان د نړۍ له نورو قومونو سره توپیر لري چې د تشدد لار یې غوره کړې ده، داسې ځواب وايي:

((افغانان له نورو قومونو سره هېڅ توپیرنلري. کله چې موږ له هېواده ووزو او هغو ټولنو ته ولاړ شو چې سوله پکې ده، زغم پکې دی، موږ هم زده کړه ترې کوو. دا یوه کلتوري مسئله ده چې له کور او کورني ژونده پیلېږي او هغه چلند چې میندې پلرونه یې له ماشومانو سره کوي.

تشدد له هغه ځایه پیلېږي، بیا ځي ښوونځي، پوهنتون او ټولنې ته ځي او تر هغه چې ماشوم ځوانېږي همدا معیار ورسره وي. دا تکرارېږي تر هغې اندازې چې په یوه مفکوره بدلېږي. څرګنده خبره ده چې موږ کولای شو، په ځان کې بدلون راولو او نورې سوله ییزې لارې خپلې کړو.))

په تاریخي لحاظ افغانان د نړۍ له څو محدودو ملتونو څخه دی چې د عدم تشدد د مبارزې مخکښ شخصیتونه لري. خان عبدالفغارخان یا پاچاخان د هندوستان د مهاتماګاندي، د جنوبي افریقا د نلسن منډېلا او د امریکا د تورپوستکو د مدني حقونو د مبارزې د مخکښ، مارتین لوترکېنګ ترڅنګ له څو محدودو کسانو څخه دی چې په نړۍ کې د عدم تشدد د فلسفې د مخکښو اتلانو په توګه پېژندل کېږي.

د ځانګړو تفصیلي راپورونو په بله لړۍ کې د هند په نیمه وچه کې د ګاندي او پاچاخان د عدم تشدد د فلسفې او مبارزې او د افغانانو لپاره د هغو پر نتایجو خبرې کوو.

په یاد ولرئ چې په دې لړۍ کې نور موضوعات هم لرو چې بحث پرې کوو. د پښتنو دودونه او نرخونه، په امریکا کې د مدني حقونو لپاره د تورپوستکو مبارزه، په جنوبي افریقا کې د نلسن منډېلا په مشرۍ د ملي کانګرس نهضت چې عدم تشدد په دې ټولو کې مهم اصل دی هغه موضوعات دي چې د دې لړۍ په راروانو برخو کې په تفصیل سره څېړل کېږي.
XS
SM
MD
LG