د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

په کابل د بي بي مهرو تفریحي پارک جوړ شو


په کابل کې د بی بی مهرو تفریحي پارک د وزیر محمد اکبرخان مینه په غونډۍ جوړ شوی
په کابل کې د بی بی مهرو تفریحي پارک د وزیر محمد اکبرخان مینه په غونډۍ جوړ شوی

د بي بي مهرو تفريحي پارك چې د جوړېدو كار يې تېر كال پيل شوى و، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. دغه پارك د امريكا متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا جوړ شوى او له ټولو تفريحي امكاناتو څخه برخمن دى. په همدې حال كې كابل ښاروال هم د دغه پارك د پرانيستنې پر مهال د جاپان له خوا په نږدې راتلونكي كې د سولې په نوم د يوه لوى پارك د جوړولو خبر وركړ.

په كابل كې د تفريحي پاركونو د جوړولو په لړ كې په وزير اكبرخان سيمه كې هم د بي بي مهرو په نامه يوپارك جوړ اود سې شنبې په ورځ پرانستل شو.

دغه پارك د وزيراكبرخان په غونډۍ كې موقعيت لري، چې ۶۵ هكتاره مساحت او ۲۳ زره نيالګي او د ګلانو بوټي په كې اېښودل شوي، دغه پارك د امريكا د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا د يوميليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د امريكا د پراختيايي ادارې مشر ويلم فريج وويل، چې دغه پارك نه يوازې ۴۰۰۰ افغانانو ته د ۴۰ ورځو لپاره د كار زمينه برابره كړې، بلكې افغانانو ته پر تفريح سربېره د كابل ښار د ښكلا لپاره هم مهم بلل كيږي:

"د دغه پارك جوړېدل د كابل اوسيدونكو په ژوند مثبت اغېز كولى شي او د كابل له طبيعي انځورونو څخه د خوند اخيستلو لپاره هم يو ډاډمن چاپېريال د اوسيدونكو لپاره جوړېدى شي."

كابل ښار اوس مهال ككړ چاپېريال لري او ورځ تر بلې يې د ككړ چاپېريال له امله خلك شكايتونه كوي او وايي، چې دوى د تفريح لپاره ښه او ښكلي پاركونه نه لري.

خو كابل ښاروال محمد يونس نواندېش وايي، چې د كابل د سرسبزۍ او ښكلا لپاره هڅې دوام لري او ډيرژر به په كابل ښار كې د ځينو نورو هېوادونو په مرسته هم يوشمېر پاركونه جوړ شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، پر لسو پاركونو سربېره، چې د نړيوالې ټولنې له خوا به تر راتلونكي يوه كاله جوړيږي، جاپان ژمن دى، چې د سولې د كنفرانسونو لپاره هم يولوى پارك جوړكړي:

"د هيرو شيما د ښاروال پيغام پرون ماته راورسېد. هغوى مينوال دي، چې په كابل ښار كې د سولې پارك په نامه پارك جوړ كړي، چې په دې پارك كې به د كنفرانسونو او غونډو لپاره ودانۍ جوړې شي او د سولې اړوند موضوعګانې چې په كابل كې جوړيږي، په همدې پارك كې به جوړيږي. موږ بشپړ چمتووالى ورته لرو او د هغوى طرحې او همكارۍ ته هركلى وايو."

ښاغلي نواندېش زياته كړه، چې كابل ښار د ۳ نيم ميليونه نفوس په درلودلو سره، ۶۰۰ زره هكتاره شنې سيمو ته اړتيا لري، چې د امريكا متحده ايالتونو د دغې پروژې لپاره د ۴۰ ميليونه ډالرو د مرستې ژمنه كړې ده.

يو شمېر خلك هم د داسې پاركونو جوړولو ته هر كلى وايي، خو زياتوي، چې د داسې پاركونو له جوړولو وروسته ساتنې ته يي بايد ډېره پاملرنه وشي.

دوى دا هم وايي، چې په تېرو كلونو كې د شته پاركونو ساتنې ته نه پاملرنه، د دې لامل شوی، چې شته پاركونه په كثافت دانيو بدل شي او د كابل ښار ښكلا له منځه ولاړه شي.
XS
SM
MD
LG