د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د معیوبینو د ستونزو دڅېړنې یوه غونډه پیل شوه


د كابل په درې ورځني كنفرانس كې به د افغانستان د معلولينو ستونزې وڅيړل شي
د كابل په درې ورځني كنفرانس كې به د افغانستان د معلولينو ستونزې وڅيړل شي

د جنوبي اسيا د معلولينو د پياوړي كولو د ټولنې چارواكي وايي، د كابل په درې ورځني كنفرانس كې به د افغانستان د معلولينو ستونزې وڅيړل شي او د هوارولو لپاره به يې لارې چارې ولټول شي.

دا د دې ټولنې پنځم كفرانس دې، چې د افغانستان د يو شمېر دولتي ادارو په مرسته د اروپايي ټولنې په همكارۍ په كابل كې جوړ شوى.

په افغانسان كې د جنوبي اسيا د معلولينو د پياوړي كولو د ټولنې يوه مسئول راضي خان همدرد د ياد شوي كنفرانس د جوړېدو هدف داسې بيان كړ:

"د دغه كنفرانس يوازينى هدف دا دی، چې څنګه وكولاى شو ټولنه په ځان بسيا شي او د معلولينو لپاره خدمت وكړي او معلولين ته په ټولنه كې
افغان معلول
ځاى وركړي.

هغه منفي فكر، چې د معلولينو د تواناييو په اړه او په ټولنه كې د دوى د ګډون په اړه يي لري له منځه يوړل شي."





د افغانستان د معلولينو او معيوبينو چارو وزيره امنه افضلي وايي، چې په افغانستان كې د معلولو ماشومانو او ښځو وضيعت د اندېښنې وړ دى.

هغه مني، چې په تېرو څو كلونو كې په افغانستان كې د معيوبينو او معلولينو د ژوند ښه كولو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

افضلي هيله وښوده، چې په ياد شوي كنفرانس كې به معلولينو ته د كار د موندلو لارې چارې هم ولټول شي:

"موږ بايد د معلولينو ظرفيتونه كشف كړو او د دې ظرفيتونو، استعدادونو او توانایيو ته په كتو دوى ته د كار زمينه برابره كړو."

خو يو شمېر معلولين بيا وايي، چې له دوى سره تل دې ته ورته ژمنې شوې دي، خو د هغو د عملي كولو په برخه كې بيا څه نه دي شوي.



د افغانستان په تېرو څو لسيزو جګړو كې ډيرخلك معلول شوي دي، چې دقيق شمېر يې نه دى معلوم خو افغان چارواكي اټكل كوي، چې دوه عشاريه اوه فيصده افغان معلول دي.

افغان معلولين زیاتره په ناوړه اقتصادي شرايطو كې ژوند كوي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دوى له افغان دولت او خيريه موسسو څخه غواړي، چې د ستونزو په هوارولو كې يې لا جدي او عملي ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG