د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ولوالجي: په هېواد کې تر اتو لکو زیات معلولین شته


د افغانستان د معلولینو او معیوبینو وزارت ویاند اسد الله وال والجي
د افغانستان د معلولینو او معیوبینو وزارت ویاند اسد الله وال والجي
د افغانستان په زرګونو معلولين وايي، چې دوى كورنه لري، كار ورته نه پيداكيږي او دولت او بهرنيو موسسو ورسره هم داسې مرسته نه ده كړې. چې د دوى ستونزې دې كمى كړي.

دوى وايي، د هېواد په دېرش كلنو جنګونو كې معلول شوي دي او نه شي كولى، چې د روغو په څېر كار وكړي او د دوى كورنۍ ته يوه مړى ډوډى وګټي. يوه تن معلول زبير د ده ستونزې او غوښتنې داسې بيان كړې:

"زه د كابل په چهلستون كې راكټ ووهلم او اوس مې لاس كار نه كوي، معلول يم، دولت او موسسو راسره لازمه مرسته نه ده كړې. له دولت څخه هيله ده، چې موږ ته د كار او زده كړو زمينه برابره كړي."

د يوشمطر كورنيو او بهرنيو موسسو څيړنو ښودلى ده، چې د دې هېواد په كابو دېرش كلنو جنګونو كې څه باندې اته لكه خلك معلول شوي دي او اوسنى حالات هم د دى ډاډ نه شي وركولى، چې ګواكې نور به معلول نه شي.

د هېواد معلولين د كور نه لرل ترټولو لويه ستونزه ګڼى او له دولت څخه غواړي، چې يوه يوه نمره ځمكه دې وركړي، يوتن معلول طاووس دغه ستونزه داسې په ګوته كړه:

"د چا چې دواړه پښې نه اوسي هغه به څه كار وكړي او ځان ته به څه پيدا كړي، د كال تنخوا مو د يوې مياشتې هم نه كيږي، نو كوربه څنګه جوړ كړو."
د زبیر پلاستیکي دی او له دولت څخه غواړي، چې دوی ته د د کار او زده کړې زمنیه برابره کړي

خو د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د هېواد د معلولينو د ژوند د ښه كېدو لپاره يې يولړ پروګرامونه ترتيب كړي، چې په پلي كېدو يې هم لاس پورې شوى دى.

د دې وزارت وياند اسداله وال والجي ازادي راډيو ته وويل، د وزيرانو د شورا د پرېكړى سره سم سږكال درې فيصده معلولينو ته دا حق وركړل شوى، چي په دولتي ادارو كې كاروكړي.

سربېره پردې په پام كې ده، چې په لومړي سر كې پنځه فيصده معلولينو ته يوه يوه نمره ځمكه وركړل شي.

وال والجى دا هم وويل، په ناحيو كې يې دوی ته د مرستو رسولو شوراګاني هم جوړې كړي دي:

" په هره ناحيه كې وزارت د يوې شورا د جوړېدو پلانونه جوړكړي، اساسنامه يې بشپړه شوې او عدليى وزارت هم منظوركړې ده.

وروسته له دې به مستحقين د همدې شورا دريیس او غړو له خوا تثبيتيږي او مرستې به په دقيقه توګه وركول كيږي."

دولتي مقامات دا هم وايي، د تلې د مياشتي راهيسې د معلولينو ماشتني تنخوا
له درې سوو څخه اته سوو ته لوړه شوې ده.

خو سره له دې بياهم معلولين وايي، چې د دوى د شميرې په نسبت روانې مرستې كمي دي. دوی دا هم وايي، د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې اوس هم داسې معلولين شته، چې دولتي مربوطو ادارو لا تراوسه نه دي موندلي.

خان محمد ( سيند )
XS
SM
MD
LG