د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

كابل كې معلولينو لپاره د سون موادو يوه توليدي پروژه پرانيستل شوه


د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیاله ثریا پرلېکا کابل کې د معیوبینو لپاره تولیداتي پروژه پرانیسته
د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیاله ثریا پرلېکا کابل کې د معیوبینو لپاره تولیداتي پروژه پرانیسته

د پروژې مالي لګښت په كاناډا كې ميشت يوه افغان په غاړه اخيستي چې لسګونو معلولينو ته به په كې د كار زمينه برابره شي.

د كار او ټولنيزو چارو د وزارت مرستيالى ثريا پرليكا د شنبې په ورځ د دې پروژې د پرانيستلو پرمهال وويل چي، دوى د خپلو ستراتيژيكو پلانونو له مخي هڅى پيل كړي دي چې دهېواد معلولينو ته په دولتي او غير دولتي موسسو او نورو توليدي فابريكو كې، د دوى دپوهې او توان سره سم د كار كولو زمينې برابرې كړي . دې وويل:
څو تنه افغان معیوبین په نوې پروژه کې د سون مواد تولیدوي.


"موږ هڅه پيل كړې ده چې په خصوصي سكتور كې شاوخوا نهه لكو معلولينو ته د كار زمينه برابره شي، سره له دې چې خصوصي سكتور په دې برخه كې لازم اقدام نه دي كړي خو بياهم خبرې ورسره روانې دي او هيله ده چې په دې هلكه خپل پلانونه پراخ اوګړندي كړي."

د كار او ټولنيزو د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د دولت د پرېكړې سره سم په ټولو دولتي ادارو كې دېرش فيصده معلولينن په دندو بوخت دي، همدارنګه ملګرو ملتو پورې تړلې ځيني موسسې هم وايي چې په وروستيو څو كلونو كې دهېواد معلولينو ته په ډيرو موسسو كې د كار كولو زمينې برابرې شوي دي.

په كابل كې د سون د موادو د توليدوونكې پروژې مرستندوى محمد يقين افغاني وويل، چې له دې پروژې څخه يي هدف دا دى چې د هېواد له معلولينو سره يې مرسته كړې وي:

"دا يو كوچنى اقدام دى، دا د سون موادو د جوړولو يوه وړه دستګاده، زموږ هدف دا دی چې خلكو او په تېره معلولينو ته په كې د كار كولو زمينه برابره شي."

كوم معلولين چي په دې پروژه كې ورته د كار زمينه برابره شوې، خوښ و او ازادي راديو ته يې وويل:

"زما نوم عيسی دى، كله دلته مواد تيارشي، بيا خرڅيږي، نوي فيصده يې موږ ته راكول كيږي، دا چې د كار خاوند شوم خوښ يم."

هېواد كې كابو دېرش كلنو جنګونو كې څه باندې دوه ميليونوه خلك وژل شوي. همدارنګه يې د معلولينو شمېر هم له لكونو څخه زياتيږي، چې اكثره يې له بېكارۍ او اقتصادي ستونزو څخه شكايت كوي.

همدا معلولين داهم وايي، د دوى شمېر زيات دى او په داسې وړو پروژو د دوى ستونزې نه هوارېږي، دوى له دولت او بهرنيو موسسو څخه غواړي چي د دوى لپاره دې ډيرې پروژى پيل كړي.
XS
SM
MD
LG