د طالبانو دوه کاله، د ازادۍ راډیو ځانګړې خپرونه
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل شینواری پر افغان سیاستوالو نیوکه لري، چې په کور دننه د نظام د سقوط اصلي لامل دوی وو. زموږ له همکارې فریده سیال سره، د نوموړي مرکه دلته ووینئ:
د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر د پخواني ځانګړي استازې محمد عمر داودزي سره فریدې سیال په یوه مرکه کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د تېر جمهوري نظام د سقوط پر عواملو او د طالبانو د حکومت پر راتلونکې خبرې کړې دي. دا مرکه دلته اورېدلی شئ:
افغان همجنس خوښوونکي دردونکې کیسې لري. دوی تل تبعیض، شکنجې او ان وژلو سره مخ شوي، خو د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې تر ټولو سختې شېبې زغمي. طالبان دوی مجرمان بولي او سزا ورکوي. په دې راپور کې د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې د همجنس خوښوونکو وضعیت ته کتنه شوې.
د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام عدلي او قضایي کارکوونکي د طالبانو په واکمنۍ کې له ګواښونو شکایت لري. د دوی ځينو تبعیدي ټولنو بیا ویلي چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لسګونه دغه کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او ان وژلي. ګلاب الدین غبار په دې راپور کې د یوې پخوانۍ ښځينه څارنوالې ژوند انځور کړی.
که څه هم دغې مذهبي اقلیت لسګونه کاله د تبعیض، ناوړه چلند او د تروریستي هدفي بریدونو څخه شکایت کړی، خو د دوی یو شمېر وايي، د طالبانو د واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې له پخوا ډېر د سختدریځو اسلامي ډلو تر فشارونو او ګواښونو لاندې دي.