نړۍ
بنیامین نتنیاهو: پر اسراييل د ايران بل بريد به د تهران اقتصاد فلج کړي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، پر دوی د ایران بل برید به د اسلامي جمهوریت اقتصاد فلج کړي او میلیاردونه ډالره زیان به وکړي.
نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ایرانیانو ته دویم مستقیم پيغام دی او پرون خپور شوی ویلي، پر اسراییل د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې برید باندې تهران دوه اعشاریه درې میلیارده ډالر ولګول، خو په خبره یې اسراییل ته یې زیان ډېر کم و.
ایران د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه په لبنان کې د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو پراخ توغندیز برید وکړ، چې اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د دغه برید غچ واخیست.
حزبالله چې یوه سیاسي-پوځي ډله ده، د لبنان پر جنوب واکمنه ده.
امریکا دغه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله ویلي، د نتنیاهو نوی ويډیویي پیغام پهدې معنا دی چې که ایران پر اسراییل بل برید وکړي، اسراییل به جدي ځواب ورکړي.
ایران تر اوسه رسما پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ډونالډټرمپ د فاکس نيوز د يوې خپرونې چلوونکی د دفاع وزير په توګه نومولی
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د فاکس نیوز مجري پیت هګسېت د خپلې کابینې د دفاع د وزیر په توګه نومولی دی.
هګسېت دغه راز د امریکا د ګارد یو پخوانی سرتیری دی چې، په افغانستان، عراق او په کیوبا کې يې د ګوانتانامو په خلیج کې دنده ترسره کړې.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور لهمخې د نړۍ د یوه لوی او پياوړي پوځ د مشر په توګه د هغه نومونې په واشنګټن کې ډېر خلک له حیرانۍ او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.
د هګسېت ټاکل به چې د فاکس نیوز د یوې خپرونکې چلونکی دی، کولای شي د امریکا په پوځ کې د پراخو بدلونونو لامل شي.
دغه پوست ته د رسېدو په هدف هغه د سنا د تایید رایو ته اړتیا لري.
نوموړي په جګړه کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راوستلې او د هغو ښځینه پوځي پرسونل د بښنې ملاتړ یې کړی دی، چې په جنګي جنایتونو تورنې دي.
ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ايلن ماسک د يوې نوې ادارې مشر نومولی
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک پر یوې داسې څوکۍ ګمارلی چې هدف یې د یوه ګټور دولت جوړېدل دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې ماسک او د جمهوري غوښتونکو یو پخوانی نوماند ویوک راماسوامي به د هغې تازه جوړې شوې ادارې مشري پر غاړه ولري چې ټرمپ ورته په خپلو خبرو کې اشاره کړې ده.
د ټرمپ په وینا دا به داسې اداره وي چې د حکومت له محدودو بهر به فعالیت کوي او هدف به یې د بیروکراسۍ لهمنځه وړل او د بېځایه لګښتونو کمول وي.
دغه پوسټ د سنا تایید ته هم اړتیا نهلري.
ایلن ماسک د ټرمپ د انتخاباتي منډو-ترړو پر مهال له هغه سره میلیونونه ډالره مرسته وکړه.
ماسک دا مهال د اکس یا پخواني ټویټر، ټسلا شرکت او سپیس اکس فضایي شرکت خاوند دی.
ايران پر لسګونه ښځو د جنسي تيري په تور يو کس نن اعدام کړ
ایران نن د محمد علي سلامت په نوم هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ چې، پر لسګونه ښځو په جنسي تیري محکوم و.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله ویلي، دغه ۴۳ کلن کس چې یو درملتون او ورزشي جیم یې درلود، پرون سهشنبه د همدان ښار په یوه هدیره کې زندۍ شو.
د راپور لهمخې شاوخوا دوه سوه ښځو اعدام شوی کس تورن کړی و چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې جنسي تیری پرې کړی دی.
وړاندې راغلي چې سلامت خپل جرم منلی و.
د ملګروملتونو کارپوهانو تېره سپتمبر میاشت وویل، د ایران د نړۍ په کچه لومړنی هېواد دی چې ډېر اعدامونه پهکې کېږي.
جنسي تیری او زنا د هغو جرمونو له ډلې دي، چې مجرم یې په ایران کې د مرګ له سزا سره مخامخ کېږي.
د پاکستان په ګلګېت کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي
د پاکستان په ګلګېټ بلتستان کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان چې یوه واده ته روان وو، مړه شوي دي.
سیمهيیز چارواکي وايي، بس ټولې ۲۷ تنه سپرلې لرلې چې ۱۲ تنه یې لاهم لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی.
د چارواکو په وینا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې، ډرېور د ډېر ګړندیتوب له کبله د بس اداره له لاسه ورکړه.
د جیونیوز د راپور لهمخې دا بس چکوال ولسوالۍ ته روان و، چې له یوه پله څخه سیند ته وغورځېد.
په تېره اګست میاشت کې د پاکستان په شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ کې د بسونو د ټکر پېښو ۳۴ کسان ووژل.
د اسراییل پوځ پرون د بیروت جنوبي سيمې په هوايي حملو کې په نښه کړې
ویل شوي چې دا د لبنان د حزبالله ډلې پر ضد د اسراییلو تر ټولو پراخ پوځي عملیات وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه هوايي حمل وشوې.
د اسراییلو پوځ ویلي دي، مخکې یې پر ټولنیزو شبکو د دې سیمو ملکي اوسېدونکو ته د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی و.
اسراییلي پوځ ویلي دي، پهدې حملو کې یې د بیروت په ضاحیه ناحیه کې د حزبالله د توغندیو ډېری مرکزونه ویجاړ کړي دي.
حزبالله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري، د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي.
متحدایالات حزبالله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور فهرست کې شامله کړې ده.
بلخوا د اسراییلو د شمال په نهاریه سیمه کې پرون دوه کسان پر یوې ودانۍ د برید پرمهال ووژل شول.
حزبالله وروسته ادعا وکړه چې دا ودانۍ یې د بېپیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلې ده.
د عدالت نړيوالې محکمې د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سيمې د دعوې د څېړلو خبر ورکړی
د عدالت نړیوالې محکمې ICJ پرون سهشنبې وویل، دا محکمه صلاحیت لري چې پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې د ارمنستان او د اذربایجان حقوقي دعوه وڅېړي.
يادې محکمې په یوه بیان کې وویل، د دې محکمې اوولس کسیز قضايي پلاوي په یوه خوله پرېکړه وکړه، محکمه صلاحیت لري پهدې اړه هغه قضیه وڅېړي چې په ۲۰۲۱ کال کې ورسره ثبت شوې ده.
هاګ مېشتې دې محکمې په مخکېنيو دوو دعواو کې کې د ارمنستان په ګټه فیصله کړې، خو درېیمه یې رد کړې وه.
ارمنستان په خپله قضیه کې استدلال کړی چې اذربایجان د نژادي تبعیض د ټولو ډولونو د لهمنځه وړلو لپاره له نړیوال کنوانسیون څخه سرغړونه کړې او په سیمه کې نژادي تصفیه مخته وړي، خو باکو دغه تورونه رد کړي او د ایریوان پر ضد یې دعوا کړې او هغه یې د کرکې په خپرولو او د توکمپالنې پر تبلیغاتو تورن کړی دی.
دغه قضیه د اذربایجان اړوند د ناګورنو قره باغ پر هغې غرنۍ سیمې متمرکزه ده چې، اکثره اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي او دواړو هېوادونو د ۱۹۹۰ لسیزې تر۲۰۲۰ کال پورې پرې د کنټرول لپاره څو ځلې جګړې کړي دي.
باکو د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د یوه چټک یو ورځني یرغل په نتیجه کې نژدې د دې سیمې ټول شاوخوا سل زره ارمن ټبره اوسېدونکي اړکړل چې له سیمې ووځي.
د روسيې يوې محکمې د جرمونو د نړيوالې محکمې د قاضي هيکل بن محفوظ د نيونې حکم صادر کړی
د مسکو یوې محکمې د حبس د غیرقانوني حکم په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC د قاضي هیکل بن محفوظ د نیولو حکم صادر کړی دی.
محکمې پرون وویل، بن محفوظ تورن دی چې د روسیې د دفاع د پخواني وزیر سیرګي شویکو او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز والیري ګراسیموف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
محفوظ او په ICC کې د ده همکارانو روساریو سلواتور آیتالا Rosario Salvatore Aitala او سیرجیوجیراردو اوګالد ګودېنزیس Sergio Gerardo Ugalde Godinez د روان کال په جولای میاشت کې د هغو جرمونو په خاطر چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله ترسره شوي دي، د شویګو او ګراسیموف د نیولو حکم صادر کړ.
د ICC قاضیان وايي چې، شویګو او ګراسیموف د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو په توغندویي حملو کې لاس درلود.
پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي چې، په غزه کې د اسراییلو په یوه نوي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې، په خان یونس سیمه کې پر یوه رستوران د اسراییل بېګاني برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژلي او د د العوده روغتون چارواکو ویلي دي چې د نُصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییلو بلې حملې کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.
دا حمله داسې مهال کېږي چې، اتو نړیوالو مرستندویو ټولنو نن په یوه راپور کې وویل، اسراییل جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د پرېښودو په اړه د متحدایالتونو غوښتنه له پامه غورځولې ده.
په غزه کې بشري وضعیت د تېرو ۱۳ میاشتو پرتله اوس خورا ډېر خراب دی.