د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

نړۍ

د روسيې يوې محکمې د جرمونو د نړيوالې محکمې د قاضي هيکل بن محفوظ د نيونې حکم صادر کړی

د جرمونو نړيوالې محکمې ودانۍ
د جرمونو نړيوالې محکمې ودانۍ

د مسکو یوې محکمې د حبس د غیرقانوني حکم په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC د قاضي هیکل بن محفوظ د نیولو حکم صادر کړی دی.

محکمې پرون وویل، بن محفوظ تورن دی چې د روسیې د دفاع د پخواني وزیر سیرګي شویکو او د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز والیري ګراسیموف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.

محفوظ او په ICC کې د ده همکارانو روساریو سلواتور آیتالا Rosario Salvatore Aitala او سیرجیوجیراردو اوګالد ګودېنزیس Sergio Gerardo Ugalde Godinez د روان کال په جولای میاشت کې د هغو جرمونو په خاطر چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله ترسره شوي دي، د شویګو او ګراسیموف د نیولو حکم صادر کړ.

د ICC قاضیان وايي چې، شویګو او ګراسیموف د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو په توغندویي حملو کې لاس درلود.

پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي

ير غزه د اسراييلو بريد
ير غزه د اسراييلو بريد

فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي چې، په غزه کې د اسراییلو په یوه نوي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې، په خان یونس سیمه کې پر یوه رستوران د اسراییل بېګاني برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژلي او د د العوده روغتون چارواکو ویلي دي چې د نُصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییلو بلې حملې کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.

دا حمله داسې مهال کېږي چې، اتو نړیوالو مرستندویو ټولنو نن په یوه راپور کې وویل، اسراییل جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د پرېښودو په اړه د متحدایالتونو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

په غزه کې بشري وضعیت د تېرو ۱۳ میاشتو پرتله اوس خورا ډېر خراب دی.

شمالي کوريا او روسيې د ستراتېژيکي ملګرتيا يوه موافقه لاسليک کړه

د شمالي کوريا او روسيې مشران
د شمالي کوريا او روسيې مشران

شمالي کوریا له روسیې سره د ستراتیژیکې ملګرتیا هغه موافقه تصویب کړه چې له‌‌مخې یې د دې هېواد ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوکراین پرضد په جګړه کې برخه اخیستلای شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن د دې موافقې چې په تېره جون میاشت کې د مسکو او پیونګ‌‌‌یانګ ترمنځ لاسلیک شوه، د تصویب خبر ورکړ.

په خبر کې راغلي دي چې، د دې موافقې مواد به هغه مهال پوره عملي شي چې دواړه خواوې یې لاسلیک شوې کاپي یو-بل ته وسپاري.

د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس یون‌هپ Yonhap راپور ورکړی چې، د روسیې ولسمشر دا سند مخکې لاسلیک کړی دی.

د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پرځای کېدو چې امریکا، ناټو، جنوبي کوریا او د اوکراین استخباراتو تایید کړي، داسې اندېښنې رامنځته کړې دي چې دا به د اسیا-پاسیفیک سیمه بې‌‌‌ثباته او د اوکراین جګړه به نور هم پراخه کړي.

د غزې په شمال کې د اسراييل ۴ سرتېري وژل شوي

غزه کې اسراييلي ځواکونه
غزه کې اسراييلي ځواکونه

د اسراییلو پوځ وايي چې، ۴ سرتېري یې د غزې د تړانګې په شمال کې وژل شوي دي.

د پوځ په بیان کې راغلي دي چې، څلور واړه سرتېري پرون د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

له‌‌دې سره د تېرکال په اکتوبر میاشت کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو ټول شمېر ۳۷۶ ته ورسېد.

اسراييل له حزب‌الله سره د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی

د اسراييل پوځ
د اسراييل پوځ

د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر وايي، د لبنان له حزب‌الله ډلې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هڅو کې مشخص پرمختګ شوی.

جدعون سار پرون خبریالانو ته وویل چې اسراییل له متحدایالاتو سره په ګډه کار کوي او په‌‌دې برخه کې مشخص پرمختګ شوی.

خو هغه زیاته کړه چې په هرراز نوې موافقه کې باید داسې اجرايي مېکانېزم شامل وي چې، د اسراییل سرحد ته نژدې د حزب‌‌الله د پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو مخه ونیسي.

حزب‌الله چې متحدایالات یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني ویلي چې، د سولې کوم وړاندیز یې نه‌دی ترلاسه کړی او زیاتوي چې که اړتیا وي، نو له اسراییلو سره اوږدې جګړې ته چمتو ده.

د ولسمشر جوبایډن ادارې له څو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د اسراییل او حزب‌‌الله ترمنځ سوله وکړي او داسې راپورونه هم وو چې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی اموس هوشتاین ښايي په راتلونکو ورځو کې بیا سیمې ته ستون شي.

د اوکراين پر کريوي ريه ښار د روسيې په بريد کې يوه مور له خپلو درې ماشومانو سره وژل شوې

د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې په توغندويي حمله
د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې په توغندويي حمله

د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې په توغندويي حملو کې یوه مور له خپلو درېیو ماشومانو سره وژل شوې ده.

د اوکراین د دې مرکزي ښار والي اولیکساندر ویلکول نن سهار د دې پېښې خبر ورکړ.

د والي په وینا د قربانیانو مړي د ژغورنې ډلو د هغې ودانۍ له کډوالو څخه راوایستل چې د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې ویجاړه شوې ده.

له بلې خوا د اوکراین یوه بې‌پیلوټه الوتکه له سرحد څخه ۱۰۰ کیلومتره وړاندې د روسیې د بېلګورد سیمې په ستاري اوسکول ښار کې د تېلو پر یوه زېرمه لګېدلې ده.

د دې سیمې والي پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي دي چې، د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه‌شته.

خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوايي مدافعې ځواکونو یې د اوکراین ۱۳ بې‌پیلوټه الوتکې له هغې ډلې ۹ په بېلګورد، ۲ په بیریانسک او ۲ په کورسک کې نسکورې کړې.

د ډونالډټرمپ د خپل نوي حکومت د ملي امنيت سلاکار هم اعلان کړ

د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز
د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ لپاره مایکل والتز نوماند کړی دی.

دا خبره له‌دې مسلې ځینو باخبره منابعو رسنیو، له هغې ډلې د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

مایکل والتز د امریکا د خاصو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده.

دی به لومړنی پخوانی پوځي وي چې په یوه مهم دولتي پوست کې مقرریږي.

والتز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ په اداره کې کار پیلوي.

هغه چې دمګړۍ د امریکا د استازیو جرګې غړی دی، د افغانستان د جګړې په رابطه یې د جنګیالي ډپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.

عرب او د اسلامي هېوادونو مشرانو اسراییلو ته د وسلو پر صادراتو د بندیز غوښتنه وکړه

يو اسراييلي پوځي، انځور - ارشيف
يو اسراييلي پوځي، انځور - ارشيف

د عرب‌لیګ او د اسلامي همکاریو د سازمان مشران پرون په سعودي عربستان کې سره ټول شوي وو.

دوی د سیمې په روانو جګړو په تېره بیا د غزې په کړکېچ باندې تمرکز درلود.

دغو مشرانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې، اسراییلو ته د وسلو او مهماتو صادرات بند کړي.

په غزې د اسراییلو د تازه بریدونو له امله د غزې د هوايي چلند د معلوماتو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.

اخوا له غزې د تازه راپورونو له‌مخې نن سه‌‌‌شنبه پر غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.

دا خبره د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د ملکي دفاعي ادارې ویاند محمد باسل د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

د هغه په خبره ګڼ‌شمېر نور کسان هم د اسراییلو د سهار وختي بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بري وروسته د بیټ کاین ارزښت پرله‌پسې په لوړېدو دی.

د کال په پیل کې د دې مجازي پیسو ټیټه بیه ۳۸زره او ۵۰۵ ډالره و، خو اوس د هغه مهال پرتله دوه برابره شوی دی.

ډونالډټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې، متحدایالتونه به د نړۍ د مجازي پیسو په مرکز بدلوي او د بيټ‌کاین یوه ملي خزانه به رامنځته کوي.

جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه اوکراين ته د توپ د يو ميليون مرميو د سپارلو ژمنه پوره کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي، دا ټولنه اوکراین ته د توپ د یو میلیون مرمیو د سپارلو د ژمنې پوره کولو ته نژدې شوې ده.

بوریل چې په کییف کې دی، نن اروپايي پراودا خبري شبکې ته وویل، اروپايي ټولنې تر اوسه اوکراین ته د توپونو ۹۸۰ زره مرمۍ سپارلي دي.

بوریل وویل، موږ دا اندازه مرمۍ باید د سږني کال تر پسرلي پورې سپارلي وای، خو په‌‌دې کار بریالي نه‌شولو، خو هغه ټینګار وکړ چې د یو میلیون مرمیو د سپارلو پر ژمنه مو تقریبا عمل کړی دی.

په عین حال کې د روان کال په فبروري میاشت کې د چک جمهوریت د جلا نوښت په ترڅ کې له اروپايي ټولنې بهر نورو هېوادو اوکراین ته د توپ د پنځه لکه مرمیو د ورکولو ژمنه هم کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG