د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۱

نړۍ

امریکا د مخدره موادو له قاچاقیانو سره مبارزه سخته کړې

د امریکا لویه الوتکه وړونکې جنګي بیړۍ جرالډ فورډ
د امریکا لویه الوتکه وړونکې جنګي بیړۍ جرالډ فورډ

د امریکا یوه لویه الوتکه وړونکې بېړۍ د لاتینې امریکا اوبو ته روانه شوه.

د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې د مبارزې په لړ کې د امریکا د دفاع/جنګ وزیر پیټ هیګسټ الوتکې وړونکې جرالډ فورډ بېړۍ ته پرون امر ورکړی چې د لاتینې امریکا د اوبو په لور رهي شي.

امریکا واردمخه په کارائب سمندر کې اته جنګي بېړۍ، یوه اټومي اوبتله او څو اف۳۵ جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که څه هم د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې له کانګرسه د جګړې د اعلان اړتیا نه ویني خو دوی به هغه کسان ووژني چې هڅه کوي امریکا ته مخدره مواد دننه کړي.

څو ورځې کیږي چې امریکايي ځواکونه په دقیقو بریدونو سره هغه کښتۍ هدف ګرځوي او له منځه یې وړي چې د دوی په باور د مخدرو موادو د قاچاقیانو دي.

پرون هم د یوې بېړۍ په ویشتلو سره د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د مخدره موادو لږ تر لږه ۶ قاچاقبران یې وژلي دي.

ّپه ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي افغان کډوال، ساحل ته د رسېدو لپاره شپږ ساعته لمبا کړې

بودروم ته نږدې ساحل کې ترکي ګارډان او ژغورونکي
بودروم ته نږدې ساحل کې ترکي ګارډان او ژغورونکي

ربړي بېړۍ پرون جمعه د ترکیې سواحلو ته نږدې ډوبه شوه. د ترکیې د ساحلي ګارډ په خبره په دې پېښه کې د مړو شویو ۱۷ کسانو جسدونه یې له اوبو را ایستلي دي. یو یې قاچاقبر بلل شوی.

یو افغان مسافر او یو بل کس له دې پېښې ژوندي پاتې دي.

افغان مسافر ژغورونکو ته ویلي چې بېړۍ یواځې لس دقیقې وروسته له هغه ډوبه شوه چې اوبه ور ننوتې.

هغه ویلي چې تر ساحله پورې یې شپږ ساعته لمبا وکړه څو خپل ژوند وژغوري.

پېښه د ترکیې د جنوب لویدیځ سواحلو کې د بودروم ښار سواحلو ته څېرمه شوې ده.

دا سیمه د یونان له کاس ټاپو یواځې پنځه کیلومتره فاصله لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي د کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.

ترکیه، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، اوس مهال له ۲.۵ ملیون څخه د زیاتو کډوالو ته کوربه توب کوي، چې ډیری یې د سوریې او افغانستان څخه دي.

څوارلس تنه غیرقانوني کډوال د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي

د ترکیې په سواحلو کې یوه ډوبه شوې بېړۍ (آرشیف)
د ترکیې په سواحلو کې یوه ډوبه شوې بېړۍ (آرشیف)

د ترکيې چارواکي وايي چې د دې هېواد په جنوب کې، په سمندر کې د یوې ربړي کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې څوارلس کسان مړه شوي.

د موغله ولایت د والي دفتر نن وویل چې په دې کشتۍ کې ټول اتلس کسان سپاره وو. چارواکي وايي، د کشتۍ دوه سپرلۍ ژغورل شوي چې یو افغان هم پکې دی. د چارواکو په وینا دې افغان ځان په لامبو لامبو نژدې ټاپو ته رسولی و.

ویل شوي چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر اسراییل فشار زیات کړي څو د غزې اوربند رعایت کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي متحدایالات او نور هېوادونه باید پرې نه ږدي چې اسراییل د غزې د اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړي.

د هغه متن له مخې چې د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر رسنیو ته استولی دی اردوغان ویلي، نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول متحدایالات باید نورې هڅې وکړي څو دا یقیني کړي چې اسراییل د اوربند موافقه په بشپړ ډول رعایت کوي.

هغه ویلي چې اسراییل باید د بندیزونو یا دې هېواد ته د وسلو پر لېږد د بندیز له لارې دې ته مجبور کړل شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو غړې ترکیه چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له کلکو منتقدانو څخه ده، په غیرمستقمو خبرو کې له ګډون وروسته د اوربند د خبرو له منځګړو څخه هم وه.

په شمالي وزیرستان کې د حکومت پلوو ملېشو شپږ غړي وژل شوي او بیا سوځول شوي دي

پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې (آرشیف)
پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې (آرشیف)

د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د حکومت پلوو ملېشو یو مشر له خپلو پنځو ملګرو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د آزادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا پېښه د چارشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو له ډزو وروسته د ملېشو د دې قوماندان موټر ته اور ورته کړ او د شپږو واړو مړي یې وسوځول.

د دې حملې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو فرانسپرس خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي غوښتل له دې سړي څخه په زور پیسې واخلي خو هغه د پیسو له ورکولو ډډه کوله.

مشال راډیو راپور ورکوي چې شپږ واړه مړي پوره سوځېدلي او د هغو پېژندګلوي نه کېږي.

سیمه ایزو چارواکو شک څرګند کړی چې دا کسان ښايي پوځ ته د معلوماتو د ورکولو په تور وژل شوي وي.

مارکو روبیو د اسراییل له قلمرو سره د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو په اړه خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو خبرداری ورکړی چې د اسراییل له قلمرو سره د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو اړوند هرراز پرېکړه به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ پلان وګواښي.

د چارشنبې په ورځ د اسراییلو پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییل د قوانینو تطبیق ته اجازه ورکوي. دې اقدام ته د اسراییل له قلمرو سره د غزې د ضمیمه کولو په سترګه کتل کېږي.

روبیو پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، که څه هم د اسراییلو پارلمان یا کنیسې د دې پلان تصویب ته مثبتې رایې ورکړي خو د هغه په وینا ښاغلي ټرمپ دا خبره واضحه کړې چې متحدایالات اوس مهال د دې پلان ملاتړ نه کوي.

د لویدیځې غاړې په اشغال شویو سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ زره یهودان اوسېږي. ملګري ملتونه او د نړۍ ډېری هېوادونه یهودي میشت ځایونه غیرقانوني بولي.

د روسیې په یوه پوځي فابریکه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د روسیې په یوه فابریکه کې اورپېښه (آرشیف)
د روسیې په یوه فابریکه کې اورپېښه (آرشیف)

د روسیې د چلیابینسک ښار په یوه پوځي فابریکه کې د چاودنې له امله لږترلږه دولس کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د چیلیابینسک سیمې والي مخکې تایید کړې وه چې دا پېښه په کوپیاسک ښار کې شوې. الکسې تکسلر پرته له دې چې د فابریکې نوم واخلي، ویلي و، چې هلته لګېدلی اور مړ شوی دی.

ټکسلر زیاته کړه چې دا چاودنه په هېڅ صورت د بې پیلوټه الوتکو له فعالیتونو سره ارتباط نه لري. مخکې ویل شوي و، چې د دې فابریکې پرسر یوه بې پیلوټه الوتکه لیدل شوې ده.

کوپیاسک له اوکراین څخه شاوخوا دوه زره کیلومتره لرې د قزاقستان پولې ته نژدې پرته سیمه ده. له کله چې روسیې په اوکراین کې جګړه پیل کړې، کییف په زیاتیدونکي ډول د ډرونونو په کارولو سره د روسیې په خاوره کې دننه فابریکې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.

اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

اروپایي ټولنې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړچې د دې ټولنې غړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله پرمسکو د بندیزونو نولسمه بسته تصویبوي. ټاکل شوې چې دوی نن پنجشنبه دغه نوي بندیزونه اعلان کړي.

په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې د اوبلن ګازو پروارداتو بندیز لګول هم شامل دي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې له روسیې څخه د اوبلن ګازو پرپیر بندیز به په دوو مرحلو کې ترسره شي، له شپږو میاشتو وروسته پر لنډ مهاله قرارادادونو او د ۲۰۲۷ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه پر اوږد مهاله قراردادونو.

د روسیې په وړاندې د بندیزونو په نوې بسته کې همدارنګه پر روسي ډیپلوماټانو د سفرکولو او د تیلو لیږدونکو په نژدې ۱۲۰ کشتیو باندې محدودیت هم شامل دي. مسکو تراوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.

د اوکراین پرضد د روسیې جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پيل شوې ده.

په روسیه کې په یوه فابریکه کې چاودنې لږترږه نهه کسان وژلي

د روسیې د اورال غرنۍ سیمې په کوپیاسک ښارکې په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږترلږه نهه کسان مړه او پنځه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې د دې فابریکې پرسر یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون لیدل شوې خو دغه لومړني راپورونه تراوسه ندي تایید شوي. د چیلیبینسک د سیمې والي الکسې تکسلر پرټلګرام چینل په یوه بیان کې نده په ډاګه کړې چې دا څه ډول فابریکه وه چې پکې چاودنه شوې خو د راپورونو له مخې په دې فابریکه کې د روسیې د پوځ لپاره مهمات تولیدیږي. کوپیاسک له اوکراین څخه شاوخوا دوه زره کیلومتره لرې ده او دا سیمه قزاقستان پولې ته څیرمه پرته ده. له کله چې روسیې په اوکراین کې جګړه پیل کړې، کییف په زیاتیدونکي ډول د ډرونونو په کارولو سره د روسیې په خاوره کې دننه فابریکې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.

د عدالت نړیواله محکمه نن پریکړه کوي چې اسراییل غزې ته د نړیوالو مرستو د رسیدو په برخه کې کوم مسولیتونه لري

د ملګرو ملتونو لوړ پوړې محکمه به د چهارشنبې په ورځ د هغو ادارو په وړاندې د اسراییل د مکلفیتونو په اړه پریکړه وکړي چې په غزه کې فلسطینیانو ته بشري مرستې چمتو کوي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له نافذ شوي اوربند وروسته مرستندویه ادارو دې ځپل شوې سیمې ته د زیاتو مرستو د لیږدولو هڅې تیزې کړې دي.

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ICJ له قاضیانو څخه د "مشورتي نظر" غوښتنه شوې چې په غزه کې د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره د اسراییل مسولیت واضح کړي.

ملګرو ملتونو له ICJ څخه وغوښتل چې بې له خنډه د فلسطینیانو د بقا لپاره د اړینو بیړنیو اړتیاو چمتو کولو او اسانه کولو د یقیني کولو په ګډون د اسراییل مسولیتونه، د یوه اشغالګرځواک په توګه د ملګرو ملتونو او نورو ادارو په وړاندې روښانه کړي.

د ICJ دا مشورتي نظر به اجرایي بڼه نه لري خو د محکمې په باورهغه له قانوني او د اخلاقي اعتبار له پلوه دروند وزن لري.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د عدالت نړیوالې محکمې یو بل مشورتي نظر هم ورکړی و چې پکې ویل شوي وو په فلسطیني سیمو کې د اسراییل اشغال "غیرقانوني" دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د عدالت نړیوالې محکمې قاضیان همدارنګه هغه ادعاوې هم اروزی چې د جنوبي افریقا لخوا دې محکمې ته وړاندې شوې او وایي، اسراییل په غزه کې په خپلو کړنو سره د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون ترپښولاندې کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG