د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۱

افغانستان

راپورونه: ایراني ځواکونو سیستان بلوچستان کې لږ تر لږه ۷ افغان پناه غوښتونکي وژلي

د ایران یوه سرحدي سیمه
د ایران یوه سرحدي سیمه

د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حاش وش رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ د سیستان بلوچستان اړوند سراوان سیمه کې شوې ده.

په بیان کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي.

سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.

حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته ور اوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان په خپله انسټاګرام د یادې پېښې اړوند ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې مړي/وینې ښکاري خو ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د راپورونو له مخې ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژلي او ټپيان کړي دي.

لغمان کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په لغمان کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قوماندانۍ د ویاند یونس یوسفزي له قوله ویلي چې پيښه نن سهار په قرغه یی ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له کبله شوې.

د هغه په وینا، په دې پیښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پيښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

د افغانستان کریکټ الف لوبډله سریلانکا ته تر ماتې ورکولو وروسته له بنګله دېش سره مخامخ کیږي

د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف
د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف

د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې سبا ( دوشنبه د لړم ۲۶مه) د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې تیره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.

سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پيل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې وکولای شوای چې په وروستي اور کې دغه هدف پوره او لوبه وګټي.

افغانستان د بدیلو تجارتي لارو په لټه کې منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې

دافغانستان او ازبکستان ترمینځ د حیرتانو بندر ، ارشیف
دافغانستان او ازبکستان ترمینځ د حیرتانو بندر ، ارشیف

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ اړیکې ترینګلې دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې تړل شوي ، د طالبانو حکومت چارواکي وايي افغانستان د پاکستان له لارې د خپلو سوداګري انتقالاتو د کمولو لپاره منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې.

د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رویترز خبري اژانس ته ویلي: "په تیرو شپږو میاشتو کې، زموږ سوداګري له ایران سره ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، چې له پاکستان سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو سوداګري تبادلې څخه لوړه ده."

هغه زیاتوي چې د ایران د چابهار بندر تاسیساتو څخه استفادې د اموالو په انتقال کې ځنډ کم کړی او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی چې که د پاکستان لارې وتړل شي نو بارونه به ونه دریږي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې صنعتګرو او سوداګرو ته د وینا پرمهال لدوی وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.

د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی

یو تاجکستانی عسکر
یو تاجکستانی عسکر

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس لیکلي تمه ده دا پلاوی چې پکې د تاجکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او امنیتي ادارو استازي شامل دي له طالب چارواکو سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ په امنیتي او اقتصادي مساییلو بحث وکړي.

د تاجکستان حکومت لا د دغه سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

باختر همداراز د طالب چارواکو په حواله لیکلي چې تمه کېږي له تاجکستاني چارواکو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت د فعالیت او نورو تخنیکي مساییلو په اړه هم بحث وشي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري نظام د استازي ظاهر اغبر له خوا مخته وړل کېږي چې په ښکاره د طالبانو د حکومت له سرسختو منتقدینو دی.

لومړی د طالبانو او تاجکستان تر منځ اړیکې نه وې خو وروسته په ځینو مساییلو کې اړیکې نیول شوي.

څه وخت مخکې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا تاجکستان ته تللی وو او له بیلابیلو چارواکو سره یې لیدلي.

محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون د سیالیو د موی تای اتل شو

افغان لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر
افغان لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر

افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له سیالیو د موی تای په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.

جهانګیر د څه باندې اویا کیلو وزن کې خپل ترکی سیال محمت علي مرج مات کړ.

د دوی سیالي بیګا په ریاض کې د اسلامي پیوستون د روانو لوبو په چوکاټ کې وشوه.

جهانګیر د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی چې د اسلامي پیوستون له سیالیو د سرو زرو مډال ګټي.

د اسلامي پیوستون د ۲۰۲۵ کال سیالۍ د شاوخوا ۵۷ هېوادونو تر منځ د نومبر له څلورمې پیل شوي چې تر ۲۱مې به دوام کوي.

افغانستان یواځې همدا یو د سرو زرو مډال ګټلی او په شلم مقام کې دی.

ترکیې ۱۰۵ مډالونه ګټلي چې یواځې ۵۸ یې د سرو زرو دي او لومړی مقام لري.

افغانستان دغو لوبو ته د بوکسنګ، تکواندو، والیبال، جودو او ځینو نورو برخو کې هم شاوخوا ۶۹ لوبغاړي استولي چې لا یې ښه نتیجه نه ده ورکړې.

طالبان وايي چې د ایران چاه بهار بندر ته یې پاملرنه ډېره شوې ده

د ایران چاه بهار بندر (آرشیف)
د ایران چاه بهار بندر (آرشیف)

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خنډونو د لیرې کولو لپاره یې د ایران چاه بهار بندر ته پاملرنه ډېره کړې ده.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده تېره ورځ وویل په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د سوداګرۍ کچه ۱،۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده په داسې حال کې چې په همدې موده کې له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۱،۱ میلیارد ډالره وه.

ښاغلي آخوندزاده ویلي چې د ایران ګمرکونه په مدرنو وسایلو سمبال دي او د افغانستان مالونو ته په بندري تعرفو کې ۳۰ سلنه او د مالونو د ساتنې په برخه کې ۷۵ سلنه تخفیف ورکوي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.

ام، اس اف: د چادري له جبري کولو وروسته د هرات روغتونونو ته د ښځینه ناروغانو مراجعه کمه شوې ده

(آرشیف)
(آرشیف)

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه ام- اس- اف- وايي، په هرات کې د ښځو لپاره د چادري له جبري کولو وروسته په دې ولایت کې د نوموړې ټولنې روغتونونو ته د ښځو د مراجعې کچه ټیټه شوې ده.

د هرات یوشمېر اوسېدونکو ښځو آزادۍ راډیو ته وویل چې له نژدې لسو ورځو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو ښځو او نجونو ته لارښوونه کړې چې له برقعې یا چادري پرته دې له کوره بهر نه وځي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پرون (د لړم ۲۳مه) په پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو دې ناڅاپي اعلان په ورځنیو چارو کې د ښځو پر ګډون یوبل محدودیت هم ورزیات کړ. بیان زیاتوي، دا پرېکړه هغه خنډونه نور هم زیاتوي چې نتیجه یې اساسي روغتیايي خدماتو ته د ښځو پر لاسرسي محدودیت دی.

په بیان کې راغلي دي چې له دې اعلان وروسته د نوامبر د پنځمې او اوومې ترمنځ د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې روغتونونو ته د ښځو د مراجعې په کچه کې ۲۸ سلنه کموالی راغلی دی.

طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته له زده کړو نیولې تر ورځني تګ راتګ پورې د ژوند په تقریبا ټولو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګولي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د هغې ډلې غړي یې نیولي دي چې د اسلام آباد په برید کې یې لاس درلود

په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍ مخې ته له چاودنې وروسته
په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍ مخې ته له چاودنې وروسته

د پاکستان حکومت وايي د هغې ډلې څلور غړي نیول شوي دي چې په اسلام آباد کې په وروستي برید کې یې لاس درلود او مرکز یې په افغانستان کې و.

په اسلام آباد کې د یوې محکمې د ودانۍمخې ته د سه شنبې ورځې برید چې پړه یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوې څانګې ومنله، ۱۲ کسان ووژل او ۲۷ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د دې ډلې درې غړي او د هغوی مشر په توقیف کې دي خو دا یادونه یې نه ده کړې چې دا کسان په کوم ځای کې نیول شوي دي. په بیان کې بریدګر د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عثمان عارف قاري بلل شوی او دا هم ویل شوي چې دې ډلې ته د حملې پرمهال له افغانستانه د هغو د مشرانو له لوري منظمه لارښوونه کېدله.

بیان زیاتوي چې د برید په اړه تحقیقات روان دي او تمه ده چې په دې اړه نور مسایل به وروسته روښانه او نور کسان به هم ونیول شي.

پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره اقدامات سخت کړي دي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د پاکستان په ځینو سیمو کې د وروستیو حملو په دوام چارواکو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو پرضد اقدامات سخت کړي دي.

د پنجاب ایالت پولیسو د افغان کډوالو د موندلو په بدل کې جایزې اعلان کړي او د راپورونو له مخې هرڅوک چې بې اسنادو افغان کډوال پولیسو ته په لاس ورکړي، نو لس زره روپۍ جایزه ترلاسه کوي. ویل کېږي پولیسو په لاهور ښار کې د افغان کډوالو پرضد جدي اقدامات پیل کړي دي.

په پاکستان کې دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې پولیسو په اسلام آباد کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې بې سنده افغان کډوال له خپلو کورونو څخه وباسي.

له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو لپاره اقدامات نژدې دوه کاله مخکې پیل شوي وو، خو وروسته له هغه نور هم جدي شول چې په پلازمېنه اسلام آباد کې د تېرې سه شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور تپیان شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG