د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

افغانستان

ټرمپ: طالبانو ته د پیسو لېږل د منلو نه دي او دا کار به نور نه کیږي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا منتخب ولسسشمر ډونالډ ټرمپ وایي، د طالبانو حکومت ته د میلیاردونه ډالرو لېږل د " نه منلو وړ" کار دی.

ټرمپ پرون سه شنبه په فلوریدا کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال دغې موضوع ته اشاره وکړه او وې ویل، اوسني ولسمشر جوبایډن د امریکا میلیاردونه ډالره شتمني له هېواده ایستلې ده.

هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ته د میلیونونه ډالرو لېږلو په اړه څه نظر لري، وویل:

" دا ان د منلو نه دي، میلیونونه هم نه، میلیاردونه ډالر دي چې مونږ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ورکړي دي. دا پیسې بایډن ورکړي دي، دا همغه سړی دی چې د امریکا د شتمني پنځوس- شپیته تریلیونه ډالره یې ایستلي دي، دا کار به نور نه کیږي، اوس مونږ د ښه قضاوت خاوند یو ملت یو."

خو د طالبانو حکومت د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، امریکا افغانستان ته ټولې لېږل شوې پیسې په خپلو اهدافو لګولي او د طالبانو حکومت ته یې هیڅ پیسې نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې ( سیګار) ویلي و چې امریکا په دریو کلونو کې افغانستان ته ۳ اعشاریه ۳۳ میلیارده ډالر لیږلي دي چې د طالبانو حکومت ته یې هم ګټه رسېدلې ده.

بغلان ولایت کې د ناپیژانده وسله والو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی

په بغلان ولایت کې د وسله والو په برید کې یو دیني عالم وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د بغلان ولایت د امینې قومندانۍ ویاند شیراحمد برهاني د افغانستان کورنیو رسینو سره په خبرو کې ویلي، "دا دیني عالمان د سه شنبې په ماښام له یوې مېلمستیا د کور پر لور روان وو، چې برید پرې وشو".

د برهاني په خبره، په برید کې د عبدالرزاق په نوم یو دې عالم وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.

د بغلان د امینې قومندان په دې اړه چې بریدکوونکې نیول شوي یا نه، څه نه دي ویلي.

که څه تراوسه د دغې برید مسولیت کوم چا یا کومې ډلې نه دی منلی، خو له وړاندې د بغلان په مرکز پلخمري کې د امام زمان په نوم په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې چې د شعیه عالمانو په ګډون په لسهاوو کسان په کې وژل شوي او ټپیان وو، داعش وسله والې ډلې منلی و.

د نجونو پر زده کړو بندیز، تازه طالبانو په بامیانو کې نجونو ته نوی ښوونځی جوړ کړی دی

که څه هم پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې شوې، خو تازه طالبانو د بامیانو ولایت د کهمرد ولسوالۍ په "دشت سفید" کلي کې د نجونو د یوه نوي ښوونځي د پرانستو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دا ښوونځی د ارغوشه خیریه بنسټ په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د باختر په راپور کې وړاندې راغلي، په دې ښوونځي کې له شپږم ټولګیو ښکته نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

طالبانو په افغانستان کې یوازې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو نه دي راګرځولي، بلکې دغې ډلې د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګوه او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون يې په ټولو غیردولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې يې ښځې له کاره راوګرځولې.

که څه هم پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو کورنۍ او نړیوال غبرګونونه پارولي، خو طالبانو په ځلونو د دغو غبرګونونو په ځواب کې ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه يې خوندي کړي دي.

سهیل شاهین په دوحه کې د افغان سفارت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دوحه کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو یوې سرچینې نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی شاهین به له دې وروسته دوحه کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، چارې سمبالوي.

شاهین تر دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و او محمد نعیم د افغانستان د سفارت سرپرستي کوله.

د طالبانو دغه سرچینه وایي، محمد نعیم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو د قطر په څیر یوشمېر هېوادونو د هغوی ډيپلوماتان منلي او د افغانستان سفارتونه یې ورسپارلي دي.

نورستان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپریدو بندیز ولګېد

افغانستان کې د انځور اخستو د منع یوه تابلو. ارشیف
افغانستان کې د انځور اخستو د منع یوه تابلو. ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د نورستان په مرکز پارون کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست سیمه ییزو چارواکو ته امرکړی چې د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول په رسمي ډول منع کړي.

دې مرکز چې له افغانستان څخه بهرفعالیت کوي نن سې شنبې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دغه محدودیت د پراخیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغه به د رسنیو د کاري بهیر او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې منفي اغیزې ولري.

د اعلامیې له مخې نورستان د افغانستان شپږم ولایت دی چې په تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پرخپریدو په کې بندیز لګول کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د روانې مرغومې میاشتې په لومړیو کې په یوه راپورکې افغانستان تیر ۲۰۲۴ کال د رسنیو لپاره ترټولو سخت کال بللی او ویلي ووچې په دې کال رسنۍ سختې ځپل شوې دي.

د دې بنسټ په خبره دې کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي.

همدارنګه ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۴م کال کې رسنیو ته اووه نوي دستورالعملونه صادرکړي چې له مخې یې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پرخپریدو بندیز هم شامل دی.

د بریتانیا یو شمېر قانون پوهانو له افغانستان سره د کریکټ لوبو د لغوه کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان او انګلستان د کریکټ لوبه، ارشیف
د افغانستان او انګلستان د کریکټ لوبه، ارشیف

د بریتانیا د پارلمان یوشمیرغړیو له انګلستان څخه غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان په وړاندې د کرکټ د چمپینز ټرافي لوبه بایکاټ کړي او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) باید د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په وړاندې دریځ ونیسي.

ټاکل شوې ده چې انګلستان د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې په یوه ګروپ کې له افغانستان سره لومړنۍ لوبه وکړي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې د دوشنبې په ورځ له ۱۶۰ څخه زیاتو سیاستوالو په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو څخه غوښتي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند په وړاندې غږ پورته کړي. په لیک کې زیاته شوې" موږ له ECB څخه هم غوښتنه کوو چې د فبروري په ۲۶مه د کرکټ د نړیوالې شورا ICCچیمپینز ټرافي ګروپ پړاو کې د افغانستان په وړاندې د راتلونکې لوبې بایکاټ په پام کې ونیسي ترڅو یو واضح پیغام ورکړي چې دا ډول ناوړه چلند به ونه زغمل شي."

د ECB اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ په ځواب کې د کرکټ د نړیوالې شورا له ټولو غړو هیوادونو څخه غوښتي چې د کرکټ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په اړه یو شان چلند غوره کړي.

انګلستان مخکې له افغانستان سره د ۲۰۲۳ کال د پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام او همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د شل اوریزو نړیوال جام کې مخامخ شوی و.

تیر کال، آسټرالیا په افغانستان کې د ښځو لپاره د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړې وه.

اوچا وايي، سږ کال نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو بحران لا هم جدي دی، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د نفوس نژدې درېیمه برخه جوړوي، خوراکي موادو او کرنیزو مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې د اوبو، او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره یوځای د خوراکي توکو سخت کمښت د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په دې کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي او ۱.۱ میلیونه ښځې د عاجلې تغذیې درملنې ته اړتیا ولري.

اوچا همداراز ویلي چې د افغانستان نازک اقتصاد، چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لا ډېر کمزوری شوی، بحران زیات کړی دی. د پرمختیایي بودجې محدودیت، بېکاري، د کورنیو پورونه، او پراخې بېوزلۍ د نفوس نژدې ۴۸ سلنه اغېزمن کړی، چې کورنۍ یې د اساسي توکو او خدماتو د پېرلو توان نه لري.

طالبانو ویلي، د خصوصي پوهنتونونو له استادانو ازموینه اخلي

طالبانو د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته ویلي چې له خپلو استادانو د هغوی د سویې او تخصص د معلومولو لپاره لیکلې او شفاهي ازموینې واخلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، دا ازموینې د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د استادانو د وړتیاوو د ارزولو لپاره ترسره کېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له رسمي لیک سره سم، چې پرون (دوشنبې) رسنیو ترلاسه کړ، دا ازموینې به د ځانګړې کمېټې له‌خوا څارل کېږي چې مشري به یې د طالبانو د "اسلامي تخصصاتو ریاست" ريیس کوي. په دې کمېټه کې به د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو ريیسان او د هر ولایت یو استاد هم شامل وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې لارښوونه کې روښانه شوې چې ازموینې به په اسلامي مضامینو تمرکز ولري، او د زده‌کړې مواد به د اسلامي تخصصاتو ریاست له‌خوا چمتو کېږي. د ازموینو پایلې به د استادانو د علمي سویې د ارزولو او د طالبانو له منظور شوو علمي معیارونو سره د مطابقت لپاره وکارول شي.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي، له افغانستانه د خپلو اوبو حق غواړي

کمال خان بند
کمال خان بند

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې تهران به له افغانستان سره له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د خپلو اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې موجودې وسیلې وکاروي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بقايي ټینګار وکړ چې دا موضوع له هغه وخته د ایران لپاره په لومړیتوب بدله شوې، چې افغانستان د بندونو جوړول پیل کړل.

بقایي پرون (دوشنبې) د افغانستان د بندونو د پروژو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت، د ملي ډیپلوماسۍ د مسوول په توګه، په پر له پسې ډول له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د ایران د اوبو د حق موضوع د یوې ټاکلې اجنډا په توګه تعقیب کړې ده.»

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د پاشدان بند کار بشپړېدو ته نژدې شوی دی. دا بند پر هریرود سین جوړیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG