افغانستان
خوست کې د ژمن راډيو خپرونې بېرته پيل شوې
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د ژمن راډیو د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.
دې مرکز نن په یو بیان کې د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې، دې راډیو نن ماسپښین خپلې خپرونې بیا پیل کړې.
د خبرپاڼې لهمخې د خوست د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې وروسته له هغه د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکړه، چې د ژمن راډیو مسوولينو د موسیقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.
د خوست سیمهيیزو چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
حمدالله فطرت: پاکستان دې خپله د خپلو ستونزو د حل په لټه کې شي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلاماباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.
حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون لهخوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نهدی. پاکستان باید موږ ملامت نهکړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حللارې ولټوي."
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
په بلوچستان کې د وروستي خونړي برید په غبرګون کې ښاغلي اصف د شنبې په شپه جیونیوز ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې د بلوچستان لبریشن ارمي په کوټه کې د اورګاډي پر تمځای د شنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې د ګڼو پاکستاني پوځیانو په ګډون یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.
د طالبانو حکومت دغه برید غندلی دی.
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.
کرکټ؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې بنګلهدېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، بنګلهدېش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
مېلمه لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نن عظمتالله عمرزی تر نورو ښه وځلېد چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
دغه راز راشدخان او محمدنبي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
کرکټ؛ بنګلهدېش د درېیمې لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه
د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.
دغه سیالي د کابل پر وخت ۲:۳۰بجې پیليږي، پچه یې بنګلهدېش وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان د ۱۱ـ کسیزې لوبډلې په ترکیب کې هېڅ بدلون نهدی راغلی، خو د بنګلهدېش لوبډلمشر نجمالحسین شانټو چې د لوبلړۍ مخکښ منډه جوړونکی هم دی، د ټپونو له امله نهشي لوبېدای او پر ځای یې ناهید رانا غوره شوی دی.
کرکټ بورډ: افغان لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې پایلوبې ته پوره چمتووالی لري
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په وړاندې نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی. د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې لوبې هم ښې لوبې وې. لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې او دویمه د بنګلهدېش په بریا پای ته رسېدلې وه. په ټوله کې افغان لوبغاړو ښه لوبه کړې ده."
نننۍ لوبه چې درېیمه او وروستۍ ده، د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پيلېږي.
که هر هېواد نننۍ لوبه وګټي د روانې لوبلړۍ ګټونکی به وي.
هند کې د طالبانو قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی
د هند په ممبۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لانډې قونسلګرۍ د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکړ.
ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې، په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ویلي، چې په هند کې دېره افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړې اسانتیا نهلري.
په هند کې د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.
له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۲۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی، چې: "پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون یکشبنه اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځو له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.
سيف دِ چلډرن: د ژمي په راتلو افغانستان کې د ۱۸زره کورنيو لاسنيوی کوو
د ماشومانو د ساتنې مؤسسه یا سیف دِ چلډرن (Save the Children) وايي، د ژمي د پروګرام په چوکاټ کې غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او نقدي مرستو له لارې لارې د ۱۸زره کورنیو لاسنیوی وکړي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ د بشري چارو مسوولې چاریتي لوکایا په هغه ویډیو کې چې سیف دِ چلډرن پر خپله ایکسپاڼه پرون خپره کړې ویلي، دا مهال د ۲۰زره ماشومانو په ګډون یوازې ۶۰۰۰ کورنیو سره د دغه پروګرام له لارې مرسته کولی شي.
په دغه ويډيويي پېغام کې راغلي: "موږ د ژمي بستې او د جامو کیټونه لرو، دا هغه بستې دي، چې په ژمي کې مو چې اټکل کوو سخت به وي، د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو کړي دي. په دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د کورنیو د مرستې لپاره په ټوله کې یو ميلیارد ډالرو ته اړتیا ده. شاوخوا یو ميلیون او ۳سوه زره کسان دغو مرستو ته اړتیا لري."
د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په باب اندېښنې لا زیاتې شوې او ویل شوي، تر ډېره به ماشومان اغېزمن کړي، چې له لوږې او بېوزلۍ زیات کړېږي.
کرکټ؛ افغانستان او بنګلهدېش نن وروستۍ سیالي کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د نومبر په ۱۱مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کړي.
افغان کرکټ بورډ وايي چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ نیمې بجې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه یوه سیالي ګټلې ده او پهدې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.
د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر او بنګلهدېش په دویمې لوبې کې د ۶۸ منډو په توپیر سیالۍ ګټلې وې.
د ویلو ده چې تر دې لوبلړۍ وروسته به افغانستان د څو لوبلړیو د لوبولو په موخه د زمبابوې هېواد ته سفر کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو زابل کې د يوې نجلۍ د جبري واده د مخنيوي خبر ورکړی
د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت وايي، په زابل ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده.
دغه وزارت یکشنبه په خپله ایکسپاڼه دا خبره خپره کړې ده.
په بیان کې ادعا شوې چې، د ښځو د بشري حقونو د تامین په هدف د یاد وزارت محتسبینو تر دې دمه د سلګونو جبري ودونو او د بد ورکولو له پېښو مخنیوی کړی.
د بشري حقونو مدافع سازمانونو بیا تر دې مخکې په خپله د طالبانو حکومت ګرم بللی چې، د محدوونکو فرمانونو په صادرولو سره یې ښځې له سختیو سره مخامخ کړي او اړې کړې یې دي چې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.