خبرونه
پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.
دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.
بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.
دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.
افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.
د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.
اریانا سعید د هالیوود د موسیقۍ جایزې ته ونومول شوه
آریانا سعید، چې یوه مشهوره افغانه هنرمنده ده، د هالیوډ د موسیقۍ د یوې معتبرې جایزې لپاره نومول شوې ده.
د هالیوډ د رسنیو د جایزو تنظیم کونکو (Hollywood Music in Media Awards) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اریانا سعید سندره "موږ پر امېد باور لرو" د سږ کال د جایزو لپاره نومول شوې ده.
دا سندره د اریانا سعید، جیف بیل او جواین بیل په ګډه لیکلې او اریانا سعید او د بروکلین ځوانانو د کورَس په نوم د موسیقۍ ډلې ترسره کړې ده.
د هالیوډ د رسنیو د موسیقۍ جایزې د نړۍ د غوره هنرمندانو د درناوي لپاره یوه کلنۍ غونډه ده.
د سږ کال د جایزو مراسم د نومبر په ۱۹مه نیټه ترسره کیږي.
له اریانا سعید سره به د نړۍ مشهور هنرمندان لکه د هند اې ار رحمان هم ګډون وکړي.
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.
دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.
په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.
افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.
د فرانسې چارواکي: هغه تورن کس چې پر خلکو یې موټر وروست، یو بنسټپال دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن وویل، هغه کس چې خپل موټر یې د فرانسې په لویدیځ کې پر خلکو وروست، په دې تورن دی چې بنسټ پاله دی.
لوران نونه زیاته کړه چې دغهَ پنځه دیرش کلن برید کوونکي د حملې پرمهال الله اکبر شعار ورکاوه، خو لاهم یو مخ څرګنده نه ده چې د چهارشنبې د ورځې دا برید دیني انګیزه لري که نه.
د اولرون په ټاپو کې د دې حملې له امله پنځه تنه ټپیان شوې دي چې د دوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.
د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.
په بنګله دیش کې د انتخاباتي کمپاین له پیلیدو سره سم برید شوی
د بنګله دیش چارواکو نن وویل چې وسله والو د یوې سیاسي ډلې پر غونډه برید کړی او یو تن یې وژلی دی.
فرانس پریس اژانس خبر ورکړ چې په دې حمله کې چې پرون وشوه د انتخاباتو د یوه نوماند په شمول دوه تنه ټپيان شوي هم دي.
دا برید وروسته تر دې وشو چې د چهارشنبې په ورځ انتخاباتي مبارزې پيل شوې.
په بنګله دیش کې پروسږکال له پراخو مظاهرو وروسته چې له امله یې د شیخ حسینې حکومت نسکوره شو، دا لومړي انتخابات دي چې ټاکل شوې ده د فبروري په میاشت کې ترسره شي.
په کنتاکي کې د باروړونکې الوتکې د لوېدو پیښه کې ۱۱ کسان مړه شوي
د امریکا په جنوبي ایالت کنتاکي کې د یوې بار وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته ورسېد.
څیړونکي وایي، پیښه د الوتکې په یوه انجن کې د اور لګېدو له کبله رامنځته شوې.
فرانس پریس وایي، د (مک دونیل دوګلاس MD-11) الوتکه هاوایي ته په لاره وه چې د سه شنبې په ورځ د لویس وایل ښار د محمد علي له نړیوال هوایي ډګره له پورته کېدو سملاسي وروسته ولوېده.
د پیښې څیړونکو په لویس وایل کې خبریالانو ته ویلي، موندنې یې ښيي چې د الوتکې چپ انجن د الوتنې پر مهال د الوتکې له وزر څخه جلا شوی دی.
د پیښې قربانیانو کې درې تنه عمله او نور هغه کسان شامل وو چې پر ځمکه د الوتکې د رالوېدو او اورلګېدنې له کبله مړه شول.