خبرونه
د ملګروملتونو د ښځو څانګه:د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو پریکیدو وښودله چې د افغان ښځو لپاره اړیکه څومره مهمه ده
د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، په وروستیو کې په افغانستان کې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو پریکیدو وښودله چې د افغان ښځو لپاره اړیکه څومره مهمه ده ـ او کله چې دا اړیکه له لاسه ورکړل شي، نوهیله له منځه ځي او ځای یې انزوا نیسي.
د ملګروملتونو د ښځوڅانګې دغه څرګندونې پرون چهارشنبې پرخپله ایکسپاڼه د اکتوبر د ۲۹، د انټرنیټ نړیوالې ورځې ته په اشاره کړې دي. دې ادارې په یوه راپورکې چې د اوکتوبرپه ۱۶ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي: کله چې طالبانو انټرنیټ بندکړ، ښځو د خپل ژوند د بقا لپاره د زده کړې او له یوبل سره د مرستو فرصت له لاسه ورکړ. د راپورله مخې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو له بندیدو سره په افغانستان کې په ملیونونو ښځې او نجونې غلې شوې. دغه راز ویل شوي چې د هغو کسانو لپاره چې انټرنیټ ته یې لاسرسی درلود، بندیدو یې له بهرنۍ نړۍ سره وروستۍ اړیکه پرې کړه - هغه نازکه اړیکه چې د دوی د زده کړې، کار او هیلې یې ژوندۍ ساتلې وې. د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو په مخه د انټرنیټي او موبایل ټیلفوني خدماتو له بندیدو سره د نورو برخو ترڅنګ ښځو او نجونو هغه فرصت هم له لاسه ورکړچې انلاین یې زده کړې کولې.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوتسال لوبډله سبا له ایران سره پایلوبه کوي
تمه کیږي چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.
افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت.
افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.
د " افغانستان دوستانو" په نوم غونډه کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو
د " افغانستان دوستانو" په نوم غونډه کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو.
په ملګروملتونوکې د کاناډا ماموریت د سې شنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ غوښتونکي یو او د دې هیواد له خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر خپل قوي ملاتړبیا ټینګارکوو. »
په دې اړه چې دا غونډه کله جوړه شوې وه، څه ندي ویل شوي خو ویل شوې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ او په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د ړنګ شوي جمهوي نظام چارواکي نصیراحمد فایق هم ګډون کړی و.
پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنیدو وروسته له دې هیواد سره د نړیوالې ټولنې ډیری مرستې بندې شوي او د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې، کار او د تګ راتګ په آزادۍ سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د طالبانو له واک ته رسیدو څه باندې څلور کاله وروسته، له روسیې پرته د نړۍ بل هیڅ هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونوته درناوی او د یو ټول شموله حکومت جوړیدل د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو لپاره اساسي شرطونه ګڼل کیږي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون: د پاکستاني لوري د "غیرمنطقي غوښتنو " له امله د استانبول په خبرو کې پرمختګ ندی شوی
د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه چې وایي په استانبول کې خبرې ناکامه شوي، د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه څه ندي ویلي خو د دوی ترکنټرل لاندې ملي ټلویزیون وایي، د پاکستاني لوري د "غیرمنطقي غوښتنو " له امله پرمختګ ندی شوی.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ پرون سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو او هیڅ حللار ونه موندل شوه. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.
که څه هم د طالبانو چارواکو تراوسه د دې غونډې او پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي خو د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون چې د طالبانو سیاست منعکسوي، په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې د پاکستاني لوري د "غیر منطقي غوښتنو " له امله پرمختګ نه کوي.
ویل شوي چې په دې خبرو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي. د افغانستان پلاوي بیا ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو د افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان، یا د کوم بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.
د ترکیې په ګډون چې د دې خبرو کوربنه وه، تراوسه پوري هیڅ لوري ندي ویلي چې ایا دواړه پلاوي بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او که د خبرو د دوام په نیت بیاهم په استانبول کې دي.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې پریوبل د تورونو لګولو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي. پاکستان تورلګوي چې افغانستان هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه تورچې کابل تل ردکړی دی.
د کامرون اپوزیسیون: د انتخاباتو نتیجه د خلکو ریښیتني اراده نه تمثیلوي
په کامرون کې د اپوزیسیون مشرانو د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو نتیجه چې له مخې یې د ولسمشرپاول بیا حکومت تراوو نورو کلونو پورې غزول کیږي، ردکړه.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې دغو مشرانو ویلي چې دغه نتیجه د د دې هیواد چې اوس د بیلتون غوښتنې په لانجه کې ګیردی، د خلکو ریښتیني اراده نه تمثیولي.
په مرکزي افریقا کې پروت د دې هیواد د اساسي قانون شورا د دوشنبې په ورځ د لانجمنو انتخاباتو نتیجه اعلان کړه اود ۵۳ سلنه رایې په ګټلو سره یې ۹۲ کلن بیا بریالی اعلان کړ. له دغه اعلان وروسته د کامرون په څو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوي دي. د کامرون په سوداګریز مرکز دواله کې د اپوزیسیون د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې د دې ښار سړکونه بند شوي دي.
جنوبي کوریا دونالډ ټرمپ ته د سرو زرو تاج ډالۍ کړ
د جنوبي کوریا چارواکو د امریکا ولسمشر ته د لرغوني کوریا د پاچاهانو د سروزرو تاج ډالۍ وړاندې کړه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپل سیال، لی جائه میونګ سره ولیدل.
دا کتنه د ټرمپ د آسیا د سفر یوه برخه ده، چیرې چې تمه کیږي نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې د سوداګرۍ چارو په اړه خبرې وکړي.
د شیلا په نوم د کوریا د پاچاهانو د کورنۍ د سروزرو تاج په لرغوني ګیونګجو ښارکې د یولړمراسمو په ترڅ کې ټرمپ ته ورکړشو.
د شیلا شاهي کورنۍ د کوریا پرټاپو وزمې د ۹۳۵ او ۵۷ قبل المیلاد کلونو ترمنځ واکمنه وه.
د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیان کې وویل: "دا تاج په ټاپووزمه کې د سولې، ګډ ژوند او ګډې سوکالۍ سمبول دی."
ټرمپ یې په ځواب کې وویل،: "دا یو لوی ویاړ دی. زه غواړم همدا اوس دا تاج پرسرکړم."
پاکستاني چارواکي وایي، د استانبول خبرې ناکامه شوې
پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې ناکامه شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.
ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه.
له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.
خواحه اصف تېره شپه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی.
طالبانو تراوسه پورې د استانبول د خبرو د ماتې او د پاکستاني چارواکو د دغو نویو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې شنبې په ورځ آریانا نیوز، د افغانستان خصوصي رسنۍ ته د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف وروستي خبرداري ته په اشاره چې ویلي و، که دواړه لوري یوې هوکړې ته ونه رسیږي نو دا "خلاصې جګړې" ته لار هوارولی شي وویل: هر برید به داسې ځواب شي چې د ده په ټکو هغه به "پاکستان ته د عبرت درس او نورو ته پیغام" ورکړي.
ښاغلي قانع زیاته کړه: "دا سمه ده چې موږ اټومي وسلې نه لرو، خو نه ناټو او نه هم متحده ایالات توانیدلي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې سره سره دا هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي."
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې پریوبل د تورونو لګولو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي. پاکستان تورلګوي چې افغانستان هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه تورچې کابل تل ردکړی دی.
د پنجاب اعلي وزیرې د افغان کډولو خلاف د پرېکنده اقداماتو ام وکړ
د پاکستاني پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په خپل ایالت کې د بې اسناده استوګنو بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو، پر ضد د پرېکنده اقداماتو پرېکړه وکړه.
مریم نواز چارواکو ته امر وکړ چې د هغو کسانو خلاف سمدستي دوسیې ثبت کړي چې خپل کورونه، دوکانونه، فابریکې، هوټلونه یا د تېلو پمپونه غیرقانوني بهرنیانو ته په کرایه ورکوي. هغې ټینګار وکړ چې دا ډول ټول فعالیتونه باید په جدي ډول وڅارل شي او راپور یې ورکړل شي.
د مریم نواز تر مشرۍ لاندې د پنجاب ایالتي کابینې همداراز امر وکړ چې د جوماتونو له لارې دې د بې اسناده افغانانو د موندلو لپاره اعلانونه وشي.
د اوپن اې آی ارزښت ۵۰۰ میلیارد ډالره اټکل شو
د مایکروسافټ او اوپناېآی ترمنځ یوه مهمه هوکړه شوې چې له مخې یې د "ChatGPT" د مصنوعي ځیرکتیا جوړوونکې کمپنۍ کولای شي عامه سهامي شرکت ته خپل جوړښت واړوي او د اوپناېآی ارزښت شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره اټکل کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه هغه اساسي محدودیت پای ته رسوي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اوپناېآی د پانګونې په جذب کې خنډ و. دا محدودیت د مایکروسافټ د هغه تړون له کبله و چې له مخې یې د ټکنالوژۍ دې لوی شرکت ته اجازه ورکول شوې وه چې د اوپناېآی له ډېرو محصولاتو او څېړنو څخه د استعمال حق ولري، په بدل کې یې د کلوډ(Cloud) ګرانه خدمات ورکول.
د چټ جي پي ټي د شهرت له زیاتوالي سره، دغه محدودیتونه د دواړو شرکتونو ترمنځ د اصلي شخړې سبب شوي وو.
د دواړو لورو د اعلامیې له مخې، مایکروسافټ به د «اوپناېآی ګروپ» شاوخوا ۲۷ سلنه ونډه په خپل ملکیت کې ولري، چې ارزښت یې نژدې ۱۳۵ میلیارد ډالره اټکل شوی. د شرکت کنټرول به لا هم د اوپناېآی د غیرانتفاعي بنسټ په لاس کې وي.
مایکروسافټ تر دې دمه ۱۳.۸ میلیارد ډالره په اوپناېآی کې پانګونه کړې، او د دې نوې هوکړې له مخې یې نژدې ۱۰ چنده ګټه ترلاسه کړې ده. د مایکروسافټ د ونډو بیه هم ۲.۵ سلنه لوړه شوې، چې د دې شرکت د بازار ټول ارزښت یې یو ځل بیا تر څلور ټریلیونه ډالرو پورته رسولی دی.