د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۹

خبرونه

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ کېږي

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبې) د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت مازدیګر پیلیږي.

د لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې. له همدې کبله د بنګله دېش لوبډله به نن په قوي مورال میدان ته راووځي.

د افغانستان د کرکټ د شل اوره لوبډلې کیپتان راشد خان په ځانګړي ډول په فیلډینګ یا ډګرساتنه کې د افغان لوبغاړو تېروتنې پر بنګله دېش د درې واړو لوبو د بایللو د اصلي عامل په توګه یادې کړې دي.

په کندهار کې پر نوري فایبر انټرنېټ تازه محدودیت

نوري فایبر انټرنېټ طالبانو بند کړی وو
نوري فایبر انټرنېټ طالبانو بند کړی وو

په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ محدود شوی دی.
د کندهار ځینو اوسیدونکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دوی د کورونو وای فای کار نه کوي.
تر دې مخکې دوشنبه ناوخته په کندز کې هم نوري فایبر انټرنېټ بند شوی وو چې وروسته بیا د سه شنبې په ورځ بېرته وصل شو.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي اړیکې بندې کړې وې.

د فزیک د نوبل چایزه درو ساینسپوهانو ته ورمدل شوه

د ۲۰۲۵ کال د فزیک نوبل جایزه درو ساینسپوهانو جان کلارک، میشل دیووره، او جان مارتینیس ترلاسه کړه.

د نوبل د جایزو د اعلامیې له مخې، دوی دا جایزه «په یوه برېښنايي مدار کې د میکروسکوپي کوانټومي تونل‌ یا لغم او د انرژۍ د کموالي یا (کووانټیزېشن) د موندنې» لپاره ترلاسه کړې ده.

د فزیک د نوبل جایزه د سویډن د علومو د سلطنتي اکاډمۍ له‌خوا ورکول کېږي او مجموعي ارزښت یې ۱۱ میلیون سویډني کرونه یا شاوخوا ۱.۲ میلیون ډالره دی.

که د سږ کال په شان څو تنه ګټونکي وي، نو دا جایزه د هغوی ترمنځ وېشل کېږي.

د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې پرانیستل شوه

غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.

لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.

په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.

پاکستان وايي، د افغانستان د ثبات ننګه کوي خو په دې هیواد کې له ترهګرو اندېښنه لري

صادق خان
صادق خان

پاکستان د سې شنبې په ورځ له چین، روسیې او ایران سره یوځای په مسکو کې د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د افغانستان له «ثابت او سوله‌ییز» حالت څخه د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او په دې هېواد کې یې د «ترهګرو د موجودیت» په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني رسنیو نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، چې دا مهال په روسیه کې دی، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې ناستې د جزییاتو په اړه لیکلي:

«ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د یوه با ثباته، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ په اړه خپله ژمنه تکرار کړه، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرني مداخلې پاک هېواد وي.»

پاکستان تور پورې کوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

مالیزیا او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

مالیزیا او پاکستان پرون، دوشنبې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او د دغه هېواد د سولې او ثبات په برخه کې یې د خپلې ژمنتیا پخلی کړی دی.

دغه ګډ دریځ د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د مالیزیا د صدراعظم انور ابراهیم ترمنځ له کتنې وروسته څرګند شو.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روان اکتوبر له پنځمې تر اوومې نېټې پورې مالیزیا ته په رسمي سفر نتللی و.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وشي او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو مخه ونیول شي.

هغوی همداراز د افغان ولس د اساسي حقونو د خوندیتوب او د هېواد د باثباته او ټولګډونه راتلونکې د رامنځته کولو د هڅو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، ایران ته د افغانانو د وراوښتو هڅې ډېرې شوي

د ایران د رضوي خراسان ولایت د سرحدي ساتونکو قوماندان، مجید شجاع، ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د هغو افغان اتباعو هڅې دوه برابره شوې دي چې غواړي په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي.

شجاع ایراني رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۴۰ زره افغان اتباع د رضوي خراسان ولایت له پولو د اوښتو په ترڅ نیول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې ۱۹ زره تنه و.

د نوموړي په وینا، ټول نیول شوي کسان پېژندل شوي، او سمدستي له سرحد څخه بېرته اړول شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د رضوي خراسان ولایت چارواکو وویل چې سږ کال تراوسه پورې له دې ولایته ۸۰ سلنه غیرقانوني افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د فرانسې د صدر اعظم استعفا، دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ شدید کړی

د فرانسې ولسمشر او صدر اعظم
د فرانسې ولسمشر او صدر اعظم

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د صدر اعظم سباستین لکورنو تر استعفا وروسته هغه ته دوه ورځې مهلت ورکړ چې د حکومت د بشپړ سقوط مخنیوی وکړي.

لکورنو د کار له پیله نژدې میاشت وروسته استعفا وکړه، هغه اقدام چې فرانسه کې یې سیاسي ناورین شدید کړ.

د هغه له استعفا سره د پاریس د ونډو کچه لویدلې او د ایرو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی.

د فرانسې الیزه ماڼۍ اعلان کړی چې له لکورنو یې غوښتي تر چهارشنبې پورې د هېواد د ثبات د تضمین لپاره خپل پروګرام وړاندې کړي.

په همدې حال کې ښي اړخي افراطي ګوند " ملي اجتماع" د ژر تر ژره پارلماني ټاکنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان او بنګله دیش کریکټ ټیمونه سبا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف
د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه سبا چهارشنبه د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت ماښام مهال پیلیږي.

د لوبلړۍ دویمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او دریمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبډلې بنګله دیش ته شل اوریزه لوبلړۍ صفر د درې په وړاندې بایلوده.

د کریکټ مینه والو په اسیا جام او بیا بنګله دیش سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د لوبېدو پر څرنګوالي پراخې نیوکې وکړې او وروسته د کریکټ ستوري او د شل اوریزو لوبو کپټان راشد خان ومنله چې لوبډلې یې ښه لوبه ونه کړه.

پر اسراییل د حماس د برید دوه کاله پوره شول، ټرمپ هیله من دی چې د سولې پلان یې ژر عملي کیږي

له اسراییله یوشمېر برمته شوي کسان، ارشیف
له اسراییله یوشمېر برمته شوي کسان، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ډاډه دی چې د غزې د سولې پلان به یې ژر عملي شي.

هغه پرون دوشنبه ( د تلې ۱۵مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته دا خبره داسې مهال وکړه چې د غزې د جګړې ښکېلو ډلو پرون مصر کې د همدې پلان په اړه غیر مستقیمې خبرې پيل کړي.

لویدیځ اژانسونه لیکي چې د مصر خبرې به نن سه شنبه هم دوام ولري.

دغه خبرې د پاته نژدې ۵۰ اسراییلی برمته شویو او دغه راز د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په هدف پیل شوي.

سولې ته د رسیدو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې نن د اکتوبر ۷مه، پر اسراییل د حماس د برید ټیک دوه کاله پوره شول، هغه برید چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

د حماس، چې اروپایي ټولنه او امریکا یې ترهګره ډله بولي، له همدغه برید وروسته د غزې جګړه پېل شوه چې لسګونه زره کسان په کې ووژل او ټپيان شول او غزه نژدې له خاورو سره خاورې شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG