خبرونه
د زلزله ځپلو د دایمي ملاتړ لپاره د پیسو غوښتنه، راتلونکې سړه هوا یې ژوند ته ګواښ دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، کونړ کې د شاوخوا ۱۳۴ زره زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره پیسو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت مشرې میهیونګ پارک ( Mihyung Park) اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي، زلزله ځپلي اوس له سرپنا پرته شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
د هغې په خبره دوی له خیمو ورهاخوا کورونو ته اړتیا لري، ځکه غرنیو سیمو کې څو اونۍ وروسته د ژمي ساړه پیلیږي.
د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د اړتیا وړ پيسې له ۸ تر ۱۶ میلیونه ډالرو پورې یادیږي، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد یا کوم بنسټ نه دي ویلي چې دغه پیسې به ورکوي.
د طالبانو حکومت او نړیوالو موسسو ویلي چې زلزله ځپلو ته یې بیړنۍ مرستې لکه خواړه، خیمې، کمپلې او داسې نور اړین مواد رسولي، خو داسې بریښي چې د تلپاتې ملاتړ لپاره یې لا بودجه نشته.
په کونړ کې د اګست په ۳۱مه زلزلې څه باندې ۲۲۰۰ کسان ووژل او له ۳۶۰۰ ډیر نور یې ژوبل کړل.
ای او ایم وایي، د زلزلې له کبله شاوخوا ۷ زره کورونه ویجاړ شوي او په خبره یې ټولټال نژدې نیم میلیون کسان متاثره شوي دي.
یوناما: افغان ښځینه کارکوونکې دفترونو ته د تګ له نوي بندیز سره مخ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ بندیز " د نړیوالو قوانینو سرغړونه" ده.
دغه سازمان پرون ( پنجنشنبه د سنبلې ۲۰مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د دوی کاري محیط ته د ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو پر لاسرسي محدودیتونه باید پای ته ورسیږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د سپتمبر په ۷مه په کابل کې د دوی دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د تګ مخه نیولې ده.
دوی ویلي چې د طالبانو د حکومت دغه محدودیت په کتبي او یا هم شفاهي ډول په افغانستان کې د دوی ټولو دفترونو ته رسول شوی دی.
یوناما ویلي چې د دغه کار د اجرا کولو لپاره د دوی د کابل، هرات او مزار شریف د دفترونو مخې ته د طالبانو مسول کسان ولاړ وي.
وړاندې راغلي چې دغه ډول اقدامات له زلزله ځپلو او دغه راز ایران او پاکستانه ایستل شویو کسانو سره د دوی بشري مرستې متاثره کوي.
که څه هم طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو یوناما وایي، دا بندیز د دوی او د طالبانو د حکومت له پخوانیو هوکړو سره په ټکر کې دی.
د پاکستان پوځ وايي خیبر پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي

د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر په ۱۱مه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د سېپټېمبر پر نهمه او ۱۰مه په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې ترسره شوي دي.
د بیان له مخې د پاکستان پوځ د مومندو په ګلونو سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴ وسلوال وژلي دي. پوځ وايي د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې یې څلور او په بنو کې یو وسلوال په عملیاتو کې وژلی دی. پوځ د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
پوځ په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "خوارج او د هند لاس پوڅي" بولي. خو بل پلو د هند حکومت په وار وار د پاکستان تورونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم په قبایلي او ورڅېرمه پرتو نږدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د ادعاوو سپیناوی نه شي کولی او کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د قبایلي ضلعو خلکو وخت په وخت د احتجاجونو او پرلتونو له لارې د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پام وکړي.
د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چی پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د قطر په مرستو بار الوتکه کابل ته ورسیده

د قطر یوه الوتکه چې روغتیایي مرستې یې لیږدولې نن کابل ته ورسیده.
دا د قطر د هغو مرستو لړۍ ده چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اګست د یو دیرشمې نیټې له زلزله ځپلیو سره کوي.
د کابل هوایي ډګر ته د قطر له ننۍ مرستې سره دا په مرستو بار لسمه قطري الوتکه ده چې افغانستان ته رسیدلې ده.
په ننۍ رسیدلې مرسته کې درمل، سیرم او د ژوند ژغورنې لپاره نور ضروري دارو درمل او وسایل شامل دي چې د افغانستان په ختیځ کې او تر ډیره په کونړ کې به روغیتایي مرکزونو او کلینکونو ته وسپارل شي.
په دوحه کې د اسلامي او عربي هیوادو سرمشریزه

قطر خبر ورکړ چې د عربي او اسلامي هیوادو مشران یې یوې غونډې ته وربللي دي.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پلازمینه دوحه کې پر قطر د اسراییل د برید مساله وڅیړل شي.
اسراییل د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه بمباري وکړه.
د حماس په وینا، په دوحه کې د سې شنبې د ورځې د اسراییلو بريد د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی، خو د دوی د یوه مهم مشر خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.
بنګله دیش او هانګ کانګ د اسیا د کریکټ د شلو اوریزو لوبو جام لپاره نن لوبه کوي

د اسیا د کریکټ د شل اوریزو لوبو د جام سیالیو کې، نن بنګله دیش او هانګ کانګ لوبه کوي.
دا د دې جام دریمه لوبه ده.
پرون ، د هند د کرکټ ټیم وتوانید چې کوربه ټیم، متحده عربي اماراتو ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.
د جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې، افغان ټیم د هانګ کانګ ټیم ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د دغو سیالیو په B ګروپ کې ، بنګله دیش، سریلانکا او هانګ کانګ سره دی.
په A ګروپ کې، متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان لوبیږي.
د آسیا جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.
قطر د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه داسرائیلو د صدرا عظم څرګندونې رد کړې

قطر نن په یوې شدید اللحنه اعلامیه کې ددغه هیواد لخوا د حماس د دفتر د کوربتوب په اړه د اسرائیلو د صدراعظم څرګندونې "بی باکانه" وبللې رد کړې .
له دغو توندو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، اسرائیل په دوحه کې د حماس ډلې په دفتر هوايي برید کې ددغې ډلې د مشرانو د وژلو هڅه وکړه.
حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږي.
داسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ قطر ته خبرداری ورکړ چې د حماس ډلې مشران یا اخراج کړي یایې عدالت ته وسپاري او که دوحه دا کار ونه کړي نو خپله اسرائیل به یې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دغه څرګندونې ددغه هیواد په دولتي حاکمیت باندې د راتلونکو تیريو لپاره یو څرګند ګواښ وباله او وغندلې .
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې نتانیاهو ښه پوهیږي چې په قطر کې د حماس دفتر د منځګړیتوب د هغو زیارونو په ترځ کې چې د متحدو ایالاتو او اسرائیلو لخوا یي غوښتنه شوې شتون لري.
اعلامیې زیاته کړه چې مذاکرات چې نړیوال ملاتړ یې درلوده تل د امریکايي او اسرائیلي پلاوو په حضور کې په رسمي او شفاف ډول ترسره شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ ملاتړی رسنیز فعال چارلي کرک په ډزو ووژل شو

سیاسي او رسنیز فعال او د ولسمشر ټرمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل شو.
ښاغلی کرک د چهارشنبې په ورځ، د یوتا ویلی پوهنتون کې د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو او ټرمپ یو ساعت وروسته د هغه د مړینې اعلان وکړ.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشیل" کې ولیکل، "لوی او افسانوي چارلي کرک مړ شو."
ټرمپ ولیکل، "په متحدو ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په پرتله د ځوانانو په زړونو او ذهنونو ښه نه پوهیده."
۳۱ کلن چارلي کرک د ټرننګ پواینټ په نامه د ځوانانو د یوه سازمان له موسسینو څخه وو.
ټرننګ پواینټ چې په متحدو ایالاتو کې د ځوانانو ترټولو لوی محافظه کار سازمان دی دتیر کال په انتخاباتو کې یې د ټرمپ د ملاتړ لپاره مهم رول ولوباوه .
د مشکوک کس د هویت او د کرک د وژنې د انګیزې په اړه جزئیات لاهم روښانه ندي.
د امریکا فدرالي پولیسو FBI پیل کې وویل چې دوی یو مشکوک کس نیولی دی، مګر وروسته څرګنده شوه چې دغه کس په پیښه کې لاس نه درلوده .
د پولیسو لخوا تحقیقات روان دي.
د طالبانو حکومت په غور ولایت کې د هیلي کوپټرې د نسکوریدو خبر تایید کړ

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د یوې هیلي کوپټرې د غورځېدو خبر تایید کړ.
د فاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې په ایکسپاڼه خپره کړه وویل چې د چهارشنبې په ماښام د طالبانو د هوايي ځواک یوه چورلکه چې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په لور روانه وه، د الوتنې پر مهال د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له غره سره ولګیده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چورلکې د طالبانو یو شمېر چارواکي لېږدول، چې ټول یې له پېښې ژوندي پاتې شول او هیڅوک ټپیان نه دي.
مخکې له دې، سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې هیلي کوپټر کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د غور والي حیات الله مبارک او څو نور چارواکي سپاره وو.
د سرچینو په وینا دوی د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې د سربو د معدن له لیدنې وروسته د فیروزکوه ښار ته د ستنېدو په حال کې وو چې هیلي کوپتر ولوېده.
سرچینو زیاته کړه چې د چورلکې درې پیلوټان او دوه د عملې غړي ټپیان شوي، خو نور مسافر ټپیان شوي نه دي.