خبرونه
یونیسف: د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلي له سختې یخنۍ سره مخ دي
د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف وايي د افغانستان په شمال کې د نومبر د دریمې نیټې د۶،۳ درجې زلزلې څخه نږدې دوه اونۍ وروسته د ویجاړۍ ریښتینې کچه څرګنده شوې ده.
یونیسف په یوه راپورکې ویلي چې په اغیزمنوسیمو کې، ۸۷۴ کورونه ویجاړ شوي او ۲۱۵۳ نور زیانمن شوي، چې زرګونه کسان اوس له سختې یخنۍ سره مخ دي او پر لنډمهاله سرپناوو تکیه کوي یا ګاونډیانو ورته ځای ورکړی دی.
د یونیسف په وینا، د ارزونې له مخې په ۲۶ ټولنو کې ورځنی ژوند ګډوډ شوی، ښوونځي او د زده کړې ځایونه، چې شمیریې ۹۱ ته رسیږي، زیانمن شوي دي؛ د اوبو ۱۸ سرچینې نور د کارولو وړ ندي؛ او همدارنګه د حفظ الصحې شرایط په چټکۍ سره خراب شوي، چې ډیری ټولنې د صابون او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
یونیسف دغه راز ویلي رواني ستونزې په ماشومانو او دهغوی په پالونکو کې مخ په زیاتیدو دي.
د دغې زلزلې د زیانونو په اړه د ګډې ارزونې نتیجه ښیي چې په شپږو ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۱۱۷۲ ټپیان شوي، او ۳۰۲۷ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
د ایران او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د سیمه ییزو مسایلو په تیره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل پرلارو چارو خبرې وکړې.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژآنس د راپورله مخې په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نومبرپه ۱۷ خپورکړې ویل شوي چې دواړو وزیرانو په دغو ټیلفوني خبروکې پردې ټینګاروکړچې د کابل اواسلام آباد ترمنځ سیاسي اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له خپل روسي سیال سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې شخړې په اړه خبرې کوي چې څه موده مخکې یې د دغو دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته نه ونه وایي او زیاته یې کړه چې ایران یې یو ورور او دوست ګاونډی دی.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري
دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.
ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.
بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.
دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.
برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.
له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.
بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.
تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.
د پاک-افغان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره لارې خلاصې کړي
دې خونې بیګا په یوه بیان کې ویلي چې زرګونه لارۍ د پاکستان په بنادرو او تمځایونو کې ولاړې دي او د ورځې لږ تر لږه ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پرې مالیې او نور مصارف راځي.
په بیان کې زیاته شوې چې د لارو د تړل کېدو او د تجارت د درېدو په سبب ډېر تاوان پاکستانیانو ته اوړي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د افغان سوداګرو لږ تر لږه ۱۲زره کانټینره اموال په کراچۍ او نورو بندرونو کې ایسار دي.
د اکتوبر له دولسمې را وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ درنې نښتې وشوې د تورخم او چمن په ګډون ټولې عبوري لارې د ترانزیت او سوداګرۍ په مخ وتړل شوې.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره د دواړو غاړو سوداګرو ته تاوان رسېدلی دی.
د اماراتو هوايي شرکت ۶۵ نوې لویې الوتکې اخلي
د اماراتو هوايي شرکت غواړي ۶۵ نوې لویې بویینګ ۹-۷۷۷ ډوله مسافروړونکې الوتکې وپیري.
دا پریکړه نن د دوبۍ د هوايي نندارتون په پرانیسته کې اعلان شوه.
د دغه تړون ارزښت ۳۸ میلیارد ډالره بلل شوی.
دا تړون به د نړۍ په کچه د لویو مسافروړونکو الوتکو په پېرلو کې د اماراتو د هوایي شرکت دریځ لا پیاوړی کړي.
بوینګ شرکت هم موافقه کړې چې د لویو مسافروړونکو الوتکو د جوړولو امکانات سنجوي.
یوې محکمې د بنګله دیش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه په مرګ محکومه کړه
پر هغې د "بشریت ضد جرمونو" تور لګول شوی.
۷۸ کلنه شیخ حسینه چې اوس هند ته پناه وړې د محکمې دې محاکمې ته له ورستنېدو ډډه وکړه.
محاکمه د هغو تورونو د څېړلو لپاره وه چې ویل کېږي شیخ حسینې د زده کوونکو په مشرۍ د پاڅونوالو پر ضد د ځپونکو اقداماتو امر ورکړی وو.
په بنګله دېش کې د مرګ سزا د اعدام په واسطه ترسره کیږي.
افغان لوبغاړو د اسلامي پیوستون له لوبو د نقرې او برنزو دوه مډالونه ګټلي
د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضايي وتوانېد د عربستان، ازبکستان او آذربایجان لوبغاړي مات او د سپینو زرو/نقرې مډال وګټي.
محسن رضايي په فاینل کې د طلا په سر له ایراني لوبغاړي سره مخ وو خو د راپورونو له مخې د ورپېښې ناروغۍ په سبب سم ونه لوبېد او لوبه یې وبایلوده.
اخوا په ووشو کې بیا جعفر سلطاني د سعودي عربستان او یمن لوبغاړي مات کړل او د برنزو مډال یې وګاټه.
تر هغه مخکې د افغانستان د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له لوبو د سرو زرو/طلا مډال ګټلی وو.
افغانستان دا وار د اسلامي پیوستون سیالیو ته چې نږدې شپیته هېوادونه پکې برخه لري اویا لوبغاړي استولي.
راپورونه: ایراني ځواکونو سیستان بلوچستان کې لږ تر لږه ۷ افغان پناه غوښتونکي وژلي
د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حاش وش رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ د سیستان بلوچستان اړوند سراوان سیمه کې شوې ده.
په بیان کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي.
سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.
حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته ور اوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي.
د ایران د بشري حقونو دغه سازمان په خپله انسټاګرام د یادې پېښې اړوند ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې مړي/وینې ښکاري خو ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د راپورونو له مخې ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژلي او ټپيان کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځ بالکان هېوادونو د سفر په لړ کې نن مونتي نیګرو او سربیا ته ځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د یکشنبې په ورځ د شپږو لویدیځ بالکان هیوادونو په سفر کې سارایوو ته ورسید چې له اروپایي ټولنې سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړي.
د جرمني خبري اژانس ویلي، وادفول د بوسنیا هرزګوینا له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د اروپا په زړه کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده او د بوسنیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی نن دوشنبې مونټینیګرو او البانیا ته سفر وکړي او ماښام سربیا ته الوتنه وکړي.
وادفول تر سفر مخکې له بالکان هېوادونو وغوښتل چې نور اصلاحات هم عملي کړي.
عراقچي: ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د یورانېمو پخول درولي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې پر دوی د اسراییل او امریکا د جون میاشتې تر ویجاړونکو بریدونو وروسته، هیڅ ځای کې یورانیم نه پخوي.
عراقچي پرون یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) یوې غونډې ته وویل، ایران که څه هم ځان ته د دې کار حق ورکوي، خو په وینا یې دا کار نه کوي او ټولې اټومي بټۍ یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څار لاندې دي.
اسراییل او متحده ایالتونو په تېره جون میاشت کې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د پام وړ زیان یې ور واړوه.
په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې د سپوږمکۍ انځورونه یې څیړلي وایي، د ایران په دریو ویجاړو شویو بټیو اصفهان، نطنز او فوردو کې ډېر کم فعالیت ترسترګو کیږي.
دغو څيړونکو ویلي، یوازې نطنز اټومي بټۍ ته نژدې پیکاکس غره کې د رغونې چارې پيل کړي دي.