خبرونه
ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.
ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.
د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.
په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.
د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو.
په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې.
د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.
افغانستان ته د ستنېدونکو بې ساري څپه، طالب چارواکي له کوربه هېوادونو غوښتنې لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، کوربه هېوادونه باید افغان کډوالو ته د خپلو حسابونو د تصفیې او املاکو د خرڅلاو یا لېږد لپاره وخت ورکړي.
متقي دغه څرګندونې پرون شنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له لوی کمشنر فلیپو ګراندي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.
وړاندې تر دې له ایران او پاکستانه ایستل شویو یوشمیر افغانانو ویلي، د کور توکي او جایدادونه ترې پاته دي او د نیولو پر مهال یې پولیس غږ نه اوري.
متقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی حکومت تر خپلې وسې د اخراج شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو په خبره یې " دا چې ستونزې ډیرې زیاتې دي، د نړیوالو ادارو مرستو ته اړتیا لېدل کیږي".
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال افغانستان ته تللی چې دغه هېواد ته له ایران او پاکستانه د کډوالو څپه ورماته ده او د مرستې رسونې سیستم یې تر فشار لاندې راوستلی دی.
د شپږیزې لیګ دویمه ورځ، له غرمې مخکې بند امیر او مس عینک سیالي کوي

د افغانستان د کریکټ په شپږیزه لیګ کې نن یکشنبه په دویمه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي.
لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده.
له غرمې وروسته دویمه لوبه د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده.
د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.
دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.
په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.
په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانسپرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خانیونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.
یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."
د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.
له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.
په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي.
د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی.
د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده.
د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.
د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه.
د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز وايي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې سوریې ۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې د جنوب د نښتو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي له راپور سره هممهاله، د دې هېواد ولسمشر احمد شرع د شنبې په سهار په سویدا ولایت کې د اوربند د اعلان خبر ورکړ.
اسراییل او سوریې پر اوربند سلا وکړه

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک اعلان وکړ چې اسرائیل او سوریه پر اوربند موافقه کړې ده.
ښاغلي باراک نن سهار (۲۸ چنګاښ) وختي په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې د اسرائیل صدراعظم او د سوریې ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ملاتړ، پر یوه اوربند سلا شوي، چې د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیانو له خوا یې هرکلی شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، له دروزیانو، بدویانو او سنیانو غواړي چې خپلې وسلې کېږدي، له نورو اقلیتونو سره یو ځای د یوې متحدې سوریې د جوړولو لپاره کار وکړي، او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي.
تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي او نه هم د اسرائیل او سوریې چارواکو رسماً څه ویلي دي.
له بلې خوا رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړی چې د سوریې حکومت داسې انګېرلې وه چې د سوېدا سیمې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره یې د امریکا او اسرائیل شنه اشاره ترلاسه کړې ده.