د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

خبرونه

ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د ملګرو ملتو د مخدره توکو او جرم دفتر په خپل نوي راپور کې چې نن یې له رسنیو سره شریک کړی دی، ویلي دي چې په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی، خو د چرسو او اپینو په کارولو کې کمښت راغلی دی.

دا راپور چې د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام په مالي مرسته چمتو شوی، څرګندوي چې تر دوه زره درویشتم کال پورې په افغانستان کې شاوخوا اووه ویشت زره کسان په مخدر موادو کې ښکېل و، چې په دوی کې څه باندې دوه نیم زره ښځې او څه باندې دوه زره له پنځلس کلونو کم عمره ماشومان شامل دي.

په راپور کې راغلې دي چې نژدې نیمایي معتادین رسمي زده کړې نه لري، په پنځو کې یې یو کور نه لري او اکثر یې د مخدره موادو د رانیولو لپاره په غیر منظم کار یا جرمي فعالیتونو مصروف دي.

د امریکا دوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي: د ایران هستوي تاسیسات له منځه تللي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي

د امریکا دوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي وایي چې د ایران اټومي تاسیسات له منځه تللي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارد ویلي چې تازه استخباراتي معلومات ښيي چې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې "ویجاړ" شوي دي.

میرمن ګابارد دا څرګندونې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپرې کړي او زیاته کړې یې ده که ایران وغواړي دا درې تاسیسات نطنز، فردو او اصفهان بیا ورغوي، نو دا به "کلونه وخت ونیسي".

هغې پر هغو رسنیو هم نیوکه کړې چې د بریدونو د اغېزو ځینې افشا شوي معلومات یې خپاره کړي. د هغې په وینا، دا رسنۍ هڅه کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشرتابه تر سوال لاندې راولي.

بل لور ته، ځینو امریکايي رسنیو لکه سی‌ان‌ان او رویټرز راپور ورکړی چې د پنتاګون د دفاعي استخباراتو ادارې لومړنۍ ارزونه ښيي چې کیدای شي دې بریدونه د ایران هستوي پروګرام یوازې د څو میاشتو لپاره ځنډولی وي.

سپینې ماڼۍ دا راپورونه له دې وړاندې رد کړي وو.

ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې یاد تاسیسات له منځه تللي او ایران به هېڅکله هم هستوي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

له بلې خوا، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا CIA مشر هم جلا ویلي چې "باوري معلومات" ښيي چې د ایران هستوي تاسیسات د امریکا د بریدونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

جان رټکلیف په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دا معلومات دا ښيي چې "یوشمېر کلیدي هستوي تاسیسات نابود شوي او د هغوی بیا رغول به کلونه وخت ونیسي."

کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي

چارواکي وايي په کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي.

د پولیسو یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط دازادی اروپا راډیو/ مشال څانګې ته وویل چې په پیوار شرمه خېلو کې سهار مهال غبرګې چاودنې وشوې چې پکې ځايي خلکو ته مرګژوبله واوښتله. نوموړی وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا د ریموټ کنټرول بم چاودنې وې.

د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان هم مشال راډیو ته ویلي دي چې هغوی ته څلور ټپی کسان وروړل شوي وو چې د یوه حالت نازک وو او هغه د درملنې لپاره پېښور ته استول شوی دی.

په سیمه کې د پولیسو چارواکو وویل ، دم ګړۍ معلومات نه لري چې د برید تر شا به څوک لاس لري؟ خو پلټنې روانې دي.

کومې وسلوالې ډلې هم ددغه خبر تر لیکلو په دې اړه څه نه وو ویلي.

په کورمه کې د شیعه او سني ډلو او د مختلفو قبیلو ترمینځ خپلمنځي تربګنۍ هم موجودې دي چې کله کله پکې ولسي کسان وژل کېږي.

بقایي: د امریکایي الوتکو د بریدونو له امله د ایران اټومي تاسیسات سخت زیانمن شوي

اسماعیل بقایي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
اسماعیل بقایي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته "د پام وړ زیان" اړولی دی.

د الجزیرې خبرې شبکې د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند اسماعیل بقاني په وینا راپور ورکړ چې برید د ایران اټومي تاسیساتو ته "ډیر سخت زیان" اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکایي الوتکو د فردو، نطنز او اصفهان پر اټومي تاسیساتو درنه بمباري کړ ده.

دا لومړی ځل دی چې د ایران د حکومت یو چارواکي اعتراف کړی چې وروستیو بریدونو دومره زیان اړولی دی.

افغان لوبغاړي روح الله موسوي د سرو زرو میډال وګاټه

د موتای ټورنمنټ، تایلنډ- 2025
د موتای ټورنمنټ، تایلنډ- 2025

د موی تای افغان لوبغاړي سید روح الله موسوي د اسیایي لوبو په ترڅ کې د سرو زرو میډال وګاټه.

موسوي د شپیته کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په پایلوبه کې نن( د جون۲۵ ) خپل تایلنډي سیال ته ماتې ورکړه. ده تر دې مخکې په دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي ته شکست ورکړی و.

د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

د امریکا دفاع وزیر د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه افشا شوی راپور تایید کړ

د جون ۲۲- د اصفهان اټومي مرکز د امریکایي الوتکو تر بمبارۍ وروسته
د جون ۲۲- د اصفهان اټومي مرکز د امریکایي الوتکو تر بمبارۍ وروسته

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت د هغه حکومتي راپور افشا کیدل تایید کړل چې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د ایران دریو اټومي مرکزونو ته د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.

پیت هیګیسټ دا راپور ابتدایي او کم باوره وباله. یوشمیر رسنیو راپور ورکړی دی چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې د امریکایي الوتکو د سرطان د لومړۍ نیټې په بریدونو کې دومره زیان اوښتی چې ایران یې یوازې څو میاشتې له خپل اټومي پروګرامه شاته کړی دی.

دغه استخباراتي راپور د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غندلی دی، دوی دواړو مشرانو، ټرمپ او هیګیسټ نن په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته د ایران د درې اټومي مرکزونو د تخریباتو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر ټرمپ وویل، دې بریدونو د ایران اټومي پروګرام تر څو لسیزو پورې شاته غورځولی دی.

په پنځو میاشتو کې ۱۲۰۰۰۰۰ افغانان ایران او پاکستان ته تللي

UNHCR and IOM
UNHCR and IOM

د ملګرو ملتو د کډوالو عالي کمشنري( یو این ایچ سي ار) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د جنوري له لومړۍ نیټې د مې تر یو دیرشمې، شاوخوا دولس لکه افغانان په قانوني او غیرقانوني ډول ایران او پاکستان ته کډوال شوې دي.

د راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ( د جون ۲۴ مه) خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې اووه لکه دوه ویشت زره افغانان پاکستان او څلور لکه پنځوس زره ایران ته تللي دي.

( یو این ایچ سي ار) بهر ته د دې کسانو د تګ علت، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز، ناامني او په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی یاد کړی دی.

دې سازمان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې باید د رامنځته شوي بحران د جرړو د ایستلو غم وخوړل شي.

مارکو روبیو: ایران به تر ډیرو د اټومي وسلو د جوړیدو توان پيدا نه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکایي الوتکو تر برید وروسته به ایران به تر ډیرو و نه توانیږي چې اټومي وسلې جوړې کړي.

مارکو روبیو چهارشنبه( جون پنځه ویشتمه) د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د پولیټیکو له ویبپاڼې سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله نسبتا محتاطه ارزونه وړاندې وکړه، چې ویلي یې و د امریکا په برید کې د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیسات یو مخ ویجاړ شوې دي.

ښاغلي روبیو زیاته کړه چې ایران نن ورځ د اټومي وسلو له جوړیدو د هغه وخت په پرتله چې ولسمشر ټرمپ زړور ګام واخیست او برید یې وکړ، ډیر لرې دی.

نوموړي بیا وویل چې د امریکا د جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته د پام وړ زیان اوښتی دی او امریکا په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کوله لټه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي استخباراتو ادارې د لومړني راپور له مخې، چې پرون د CNN لخوا افشا شو، د سرطان د لومړۍ نیټې د برید له امله د ایران اټومي هڅې څو میاشتې شاته لویدلې دي، خو روبیو دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا راپورونه بشپړ تصویر نه وړاندې کوي.

تمه ده چې د امریکا استخباراتي ادارې به په راتلونکو ورځو او اونیو کې په دې اړه نورې ارزونې وکړي.

د موی تای افغان لوبغاړی په پایلوبه کې له تایلنډي سره لوبیږي

 کال تایلنډ د موی تای لوبې- 2025
کال تایلنډ د موی تای لوبې- 2025

د افغانستان د موی تای لوبغاړی سید روح اله موسوي به د اسیایي اتلولۍ په پایلوبه کې له خپل تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شي.

د شپيه کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې به دا سیالي نن په ویتنام کې ترسره شي.

موسوي په خپلو تیرو دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي لوبغاړي ته ماتې ورکړه.

د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG