خبرونه
مارکو روبیو: ایران به تر ډیرو د اټومي وسلو د جوړیدو توان پيدا نه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکایي الوتکو تر برید وروسته به ایران به تر ډیرو و نه توانیږي چې اټومي وسلې جوړې کړي.
مارکو روبیو چهارشنبه( جون پنځه ویشتمه) د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د پولیټیکو له ویبپاڼې سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله نسبتا محتاطه ارزونه وړاندې وکړه، چې ویلي یې و د امریکا په برید کې د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیسات یو مخ ویجاړ شوې دي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه چې ایران نن ورځ د اټومي وسلو له جوړیدو د هغه وخت په پرتله چې ولسمشر ټرمپ زړور ګام واخیست او برید یې وکړ، ډیر لرې دی.
نوموړي بیا وویل چې د امریکا د جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته د پام وړ زیان اوښتی دی او امریکا په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کوله لټه کوي.
د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي استخباراتو ادارې د لومړني راپور له مخې، چې پرون د CNN لخوا افشا شو، د سرطان د لومړۍ نیټې د برید له امله د ایران اټومي هڅې څو میاشتې شاته لویدلې دي، خو روبیو دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا راپورونه بشپړ تصویر نه وړاندې کوي.
تمه ده چې د امریکا استخباراتي ادارې به په راتلونکو ورځو او اونیو کې په دې اړه نورې ارزونې وکړي.
د موی تای افغان لوبغاړی په پایلوبه کې له تایلنډي سره لوبیږي

د افغانستان د موی تای لوبغاړی سید روح اله موسوي به د اسیایي اتلولۍ په پایلوبه کې له خپل تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شي.
د شپيه کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې به دا سیالي نن په ویتنام کې ترسره شي.
موسوي په خپلو تیرو دوو لوبو کې یوه فلیپیني او یوه ویتنامي لوبغاړي ته ماتې ورکړه.
د موی تای دا اتلولي د ویتنام په کوربتوب تیره اونۍ د جمعې په ورځ (جون شلمه) د څلویښت هیوادونو د لوبغاړو ترمنځ پیل شوه چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.
چین کې د سیلابونو له امله لسګونه زرو کسانو خپل کورونه پریښي دي

د چین په جنوب لویدیځ کې د سختو سیلابونو له امله له ۸۰،۰۰۰ څخه زیات خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی چې د ژغورنې کارکوونکي په سیمه کې دي.
چین د اقلیم له پلوه د سخت اوړي تجربه کوي.
پدې اونۍ کې، په بیجینګ کې چینایي چارواکو د کال دترټولو ګرمې ورځې خبرداری ورکړ.
تیره اونۍ د سخت باران له امله لسګونه زره خلک د هونان له مرکزي ولایت څخه ایستل شوي وو.
دایران او اسراییل ترمینځ اوربند ټینګ دی او ددواړه هیوادونو فضا آرامه ښکاري

دایران او اسراییل ترمینځ د امریکا په منځګړیتوب دشوي اوربند په دوهمه ورځ نن اوربند ټینګ دی او ددواړه هیوادونو فضا ارامه ښکاري.
اسراییلي چارواکو نن ګهیځ مهال په ولسي خلکو باندې د جګړې اړوند ډیری محدودیتونه لیرې کړل.
تردې څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دواړو هیوادونو دپیل په ساعتونو کې داوربند د ماتولو له امله توند انتقاد وکړ او د ارامۍ غوښتنه یې وکړه.
د اسراییلو پوځ وویل چې د محدودیتونود کمولو پریکړه د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته شوې ده.
دغه اقدام په اسراییلو کې ښوونځيو ته اجازه ورکوي چې ټولګي دشاګردانو په مخ پرانیزي او دغه راز خلکو ته دغونډو اجازه هم ورکوي.
بلخوا ، د ایران ولسشمر مسعود پزشکیان وویل چې هیواد یې چمتو دی چې د اوربند په ټینګیدو سره عادي ژوند ته راستون شي.
پزشکیان، په تلویزیوني وینا کې وویل، "له نن ورځې څخه، حکومت او اړوند ادارې به بیارغونه پیل کړي او عادي حالت به بیرته راولي."
د ناټو سرمنشي؛ اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي

د ناټو سازمان سرمنشي مارک روته وايي، "اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي".
هغه وړاندې وویل،" د برلین دیوال له ماتیدو وروسته موږ په ارامه ژوند نه دی کړی او اوسهال په ډیره خطرناکه دوره کې یوو".
روته دا خبرې د ناټو سازمان د مشرانو د ناستې له پیل وړاندې نن سه شنبې په هالنډ کې کړي دي.
نن د ناټو مشران د دوه ورځیني تاریخي ناستې لپاره راټول شوي دي.
تمه ده د دې سازمان غړي هېوادونه د خپلو ناخالصو تولیداتو پنځه سلنه امنیتي چارو ته ځانګړې کړي، څو په ګډه وتوانیږي د بهرنیو خطرونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړی.
اسپانیا بیا دا غوښتنه غیرمنطقي بللې او ویلي دي چې نشي کولی دې موخې ته ځان ورسوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې نه باید د دې سازمان د مصارفو ډیر برخه په غاړه واخلي.
له دې ناستې وړاندې بریټانیايې، فرانسې او جرمني په ګډه توافق کړی چې د خپلو ناخالصو پنځوس سلنه د ناټو سازمان د بودیجې لپاره ځانګړي کړي.
د امریکا د استازو جرګې غړو له طالبانو سره د مالي مرستو د بندیدو لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې له طالبانو سره د مالي مرستو د بندیدو لایحه تصویب کړه.
د کانګرس غړي ټم برچېټ د دې لایحې د تصویب وړاندیز د ۲۰۲۴کال په جنورۍ میاشت کې کړی وو.
هغه پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، دا لایحه "نور د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د "ترهګرو"لپاره نشته"، تر نامه لاندې تصویب شوه.
د برچېټ په ټکو، " امریکا تراوسه له کابل سره تر ۵میلیاردو ډالرو زیاته نقدي مرسته کړې او دا د بهرنیو چارو وزارت مسولیت دی چې ډاډ ترلاسه کړې چې مرسته شوي پیسې د طالبانو سرپرست حکومت ته نه ځي".
که چیرته دا لایحه د امریکا سنا هم تایید کړي، له هغې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د تایید لپاره ورځي.
د برچېټ دا لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي څو طالبانو سره د هر ډول مالي مرستو لپاره یوه پالیسي رامنځته کړي.
له وړاندې په ځلونو امریکايي چارواکو د طالبانو لاس ته د امریکا د بشري مرستو د رسیدو په اړه انديښنه څرګنده کړې وه.
خو طالبانو په ځلونو ویلي، افغانستان سره بشري مرستې یوازې مستحقو کسانو ته رسیږي.
د ایران د اټومي ادارې مشر؛ پلان لرو چې د یورانیم د غني کولو په پروسه کې ځنډ رامنځته نشي

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وايي، "پلان لرو چې د یورانیم غني کولو پروسه کې ځنډ رامنځته نشي".
محمد اسلامي نن سه شنبه ویلي، "د امریکا د بریدونو له کبله اټومي تاسیساتو ته رسیدلي زیانونه مې بررسي کړي او پلان لرو چې د یورانیم په غني کیدو کې خنډ او ځنډ رامنځته نشي".
اسلامي په دې اړه چې د امریکا د بمباریو له کبله د ایران اټومي تاسیساتو ته څومره زیان رسیدلی جزیات ور نه کړل.
امریکا متحده ایالاتونو له اسراییلو سره په ګډه د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د ایران درې اټومي تاسیسات "فوردو، نطنز او اصفهان" وویشتل، خو دې تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه لا تراوسه جزیات خپاره شوي نه دي.
اسراییلو ۱۲ورځې وړاندې پر ایران برید وکړ او وویل، " نه پریږدې چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی" ومومي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې په ۱۳مه ورځ د قطر په منځګړیتوب د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند اعلان وکړ.
ایران او اسراییلو اوربند تایید کړی او بریدونه نن سهار درول شوي دي.
د سهار له څلور بجو راهیسې پر تهران بریدونه بند شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څرګنده کړه چې د تهران په وخت د سهار تر څلورو بجو عملیات روان وو.
عباس عراقچي وروسته تر دې دا خبره په ایکسپاڼه کې ولیکله چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند اعلان وکړ.
په پلازمینه تهران کې یوشمیر خلکو رسنیو ته ویلي دي چې اوس په دې ښار کې د چاودنو او د دافع هوا د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه په خپله خواله رسنۍ، سوشل تروت کې ولیکل چې د اسراییل او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی.
یوناما: نوې طرحه مو به مو له نړیوال نظم سره د افغانستان تدریجي ادغام ته لار پرانیزي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی( یوناما) یوه نوې طرحه وړاندې کوي چې هدف یې له نړیوال نظم سره د افغانستان تدریجي ادغام ته لاره هواره شي.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل چې ملګرو ملتو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو منظم چوکاټ چمتو کړی دی چې کولی شي د بشري حقونو، د ښځو د وضعیت او د نړیوالو مکلفیتونو په برخو کې اغیزمنو تعاملاتو ته لاره هواره شي.
د یوناما مشرې ټینګار وکړ چې دا نوښت د ځانګړیو کاري ډلو د تشکیلاتو له لارې د بشري حقونو د حفاظت، د قانون د حاکمیت او د ښځو د حقونو په څیر پر مهمو موضوعاتو تمرکز کوي او هدف یې دا نه دی چې اوسني وضعیت ته مشروعیت ورکړي.
اغلې اوتنبایوا بیا وویل چې په راتلونکو ورځو کې به په دوحه کې غونډې وشي چې هلته به د دغې طرحې جزییات شریک شي.
د یوناما مشرې دا هم وویل چې د بشري حقونو په وضعیت کې له پام وړ پرمختګونو پرته، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د محدودیتونو له لرې کولو پرته، نړیوالې ټولنې ته د افغانستان بیرته ستنیدل ممکن نه دي.