د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۵

خبرونه

اروپایي چارواکو د اوکراین د سولې په بهیر کې د روسیې په ښه نیت شک څرګند کړی

ارشیف
ارشیف

اروپایي چارواکو او د اوکراین ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر نیت شک څرګند کړی دی.

دوی پرون دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په دې اړه داسې مهال جرګه شول چې د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشره غوښتي چې روسیې ته د سولې په بدل کې دونتڅک سیمه وسپاري.

فایننشل ټایمز ادعا کړې چې ټرمپ تیره جمعه په سپینه ماڼۍ کې له خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلنسکي سره د خبرو پر مهال له هغه دغه غوښتنه کړې ده، خو خپله ټرمپ پرون خبریالانو ویلي، داسې کومه مسله د ده او زلنسکي ترمنځ نه ده مطرح شوې.

د اروپایي کمیسیون مرستیالې کایا کالاس د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ترپرونۍ غونډې وروسته ویلي" روسیه یرغلګره او اوکراین قرباني دی او په خبره یې پر قرباني هېواد فشار اچول سم کار نه دی."

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د امریکا، روسیې او اوکراین مشران راتلونکو څو اونیو کې په هنګري کې د اوکراین د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګووا ژیکون نن دوشنبې په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوست ګاونډیان دي او تل به یودبل ګاونډیان وي. هغه وویل، چین "د زړه له تله هیله لري" چې پاکستان او افغانستان "خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دواړو هیوادونو او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یوه تلپاتې اوربند ته ورسیږي. "

هغه زیاته کړه: "چین چمتو دی چې د دواړو هیوادونو په پرمختګ او پراختیا کې رغنده رول ولوبوي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په هوکړه کې د ترکیې او قطر د منځګړیتوب د هڅو ستاینه وکړه.

تردې مخکې د عربستان، قطراو ترکیې په ګډون یوشمیرنورو هیوادونو هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.

د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې د خبرو په نتیجه کې په یوه اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د خبرو بل دور به د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې ترسره کړي.

د غزې له اوربنده لومړنۍ لویه سرغړونه، دوه اسراییلي سرتیري او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت
غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت

د اسراییل پوځ وایي، د دوی د دوو پوځیانو له وژلو او بیا پر غزه د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته بیرته د غزې اوربند پېل شوی دی.

د رویټرز په وینا دغلته د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند پرون یکشنبه هغه مهال مات شو چې وسله والو دوه اسراییلي سرتیري ووژل او بیا اسراییل پر غزې هوایي بریدونو سره ۲۶ فلسطینان له منځه یوړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن د حماس مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهیږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.

غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته نن دوشنبه د مرستو رسول هم له سره پېل شوي دي.

له پاکستان سره د نانندریو په اوج کې، برادر له ګاونډیو وغوښتل چې له( تقابله) ډډه وکړي

ملابرادر او د ترکمنستان مشر قربانقلي بردي محمدوف
ملابرادر او د ترکمنستان مشر قربانقلي بردي محمدوف

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې " د تقابل او غیر اصولي" کړنو پر ځای دې پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه کړي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په هرات کې د ترکمنستان له یوه سیاستوال او پخواني ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د لیدو پر مهال وکړې.

د ښاغلي برادر دفتر ویلي چې د دغې پروژې نل لیکه د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره بشپړه شوې ده.

دغه پروژه د منځنۍ اسیا ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.

برادر دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له تازه هوایي بریدونو وروسته خړې پړې دي.

که څه هم د دواړو هېوادونو دفاعي او امنیتي استازو وړمه ورځ دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه، خو وضعیت لا هم عادي نه دی او د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.

زلنسکي: چمتو یم چې بوداپست کې له ټرمپ او پوتین سره د سولې خبرو ته کېنم

د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران
د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، دی " چمتو " دی چې بوداپست کې له ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین سره د سولې خبرو ته کیني.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین تیره اونۍ تر ټیلفوني خبرو وروسته هوکړه وکړه چې راتلونکو اونیو کې به د اوکراین جګړې په اړه هنګري کې مخامخ سره کیني.

زلنسکي پرون د اکتوبر ۱۹مه له ( ان.بي.سي) سره په مرکه کې دا هم ویلي " ډاډه نه دی چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د جګړې پای ته رسولو ته چمتو و اوسي.

هغه زیاته کړې، د جګړې د پای ته رسولو په موخه باید پر مسکو باندې فشارونه زیات شي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کیږي چې روسیه او اوکراین لا هم یو د بل پر اهدافو بریدونه کوي.

د ایران قضايي قوې یو تن د "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

ایران کې یو اعدام شوی کس
ایران کې یو اعدام شوی کس

د قم ولایت لوی څارنوال کاظم موسوي د یکشنبې په ورځ د تورن کس د هویت له افشا کولو پرته وویل چې دا سړی د شنبې په ورځ د اسراییلو د استخباراتي ادارې "موساد ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شو.

د موسوي په وینا، تورن د تېر کال په دسمبر کې موساد ته د محرمو معلوماتو د لیږلو په تور ونیول شو.

د ایران قضايي قوې د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور څو کسان اعدام کړي دي.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې ایران سږ کال اعدامونه زیات کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې ایراني چارواکو له اسراییلو سره تر دولس ورځنۍ جګړې وروسته د "ملي امنیت" د ګواښ په پلمه د اعدام سزاوې زیاتې کړي دي.

یمن کې حوثيانو د ملګرو ملتونو شل کارکوونکي نیولي دي

یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره
یمن کې د ملګرو ملتونو یو موټر له عسکرو سره

په یمن کې د ملګرو ملتونو دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی شل کارکوونکي د حوثي یاغیانو له خوا نیول شوي دي.

په دې ډله کې پنځه یمنیان او ۱۵ نور یې د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي دي.

حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د یمن په صنعا کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ودانۍ برید وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې راپور ورکړی چې د یونیسف استازی پیټر هاکنز د نیول شویو کسانو په ډله کې و.

د سرچینو په وینا، په بندیانو کې د خوړو نړیوال پروګرام، یونیسف او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ یا اوچا د دفتر غړي شامل دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د حوثي یاغیانو لخوا د ملګرو ملتونو د کارمندانو توقیف په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د دوی د خوشې کولو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو تر پیښې وروسته د یمن په شمالي سیمه صعده کې خپل فعالیتونه وځنډول.

افغانستان او زمبابوې نن ټیسټ لوبه پیلوي

افغانستان د زمبابوې سره ټیسټ لوبه کوي
افغانستان د زمبابوې سره ټیسټ لوبه کوي

افغانستان او زیمبابوې به نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۰مه، په یوه ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د زمبابوې په هرارې کې د افغانستان په وخت د غرمې دولس نیمې پیل شي او تر جمعې ورځې پلان شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وویل چې راشد خان به په ټیسټ لوبه کې نه وي، خو ټینګار یې وکړ چې خان به د دواړو ټیمونو ترمنځ په شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي.

له ټیسټ وروسته، افغانستان او زمبابوې د اکتوبر په ۲۹، ۳۱ او د نومبر په ۲مه درې شل اوریزې لوبې کوي.

ملا یعقوب وايي دوی اوربند ته ژمن دي

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي دوی د اوربند هوکړې ته ځان ژمن بولي.

مجاهد د یکشنبې ناوخته الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره وکړه.

هغه وویل چې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب د اوربند د اوسنۍ هوکړې په تړاو په ترکیه کې ناسته لري.

مجاهد زیاته کړه چې د ترکیې په ناسته کې به د دې هوکړې د عملي کولو او ورته د ژمن پاتې کېدو په اړه لا زیات بحث وشي.

د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکي د شنبې په ورځ په دوحه کې تر تفصیلي بحثونو وروسته په اوربند سلا شول او پرېکړه یې وکړه چې د اکتوبر په ۲۵مه بل دور خبرې په استانبول کې ترسره کړي.

طالبان او پاکستاني چارواکي راتلونکې شنبه استانبول کې ناسته لري

دوحه کې پر اوربند توافق وشو
دوحه کې پر اوربند توافق وشو

په قطر کې د طالبانو او پاکستان چارواکو په سمدستي اوربند موافقه کړې او تمه ده راتلونکی پړاو خبرې په استانبول کې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل بیان کې ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې.

ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.

د قطر په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پاکستان د پلاوي مشري خواجه محمد آصف کوله.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله ایکس پاڼه په بیان کې بیا لیکلي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG