د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

خبرونه

په خوست کې د طالبانو نوی افتتاح کړی بند ونړېد

په خوست ولایت کې د اوبو یو بند، چې تېره اونۍ د طالبانو چارواکو له خوا پرانیستل شو، د باران له امله ویجاړ شو.

د ليژه د اوبو زېرمه کولو بند د هغو شپږو پروژو څخه یوه ده چې تېره اونۍ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر لخوا پرانستل شوه. د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې دا پروژې په خوست ولایت کې د شا او خوا شل ملیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

په همدې حال کې د خوست ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ګربزو ولسوالۍ اړوند د لېژې بند د ماتېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.

د طالبانو تر کنترول لاندي د خوست ولایت ویاند، مستغفر ګربز، پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې بند د مې په ۲۷مه، د سې شنبې په ورځ د ناببره سیلابونو له امله ویجاړ شو.

د دې بند نړېدو د خلکو سخت انتقادونه راپارولي چې ګواکي بندونه باید داسي جوړ شي چې د اوبو د زیاتوالي، بارونونو او سېلاب زور یووړای شي.

یونېسف: افغانستان ته له ۱۰۰ ټنه زیات ژغورونکي درمل رسېدلي

عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې روانه اونۍ افغانستان ته له ۱۰۰ ټنو ډېر درمل وارد شوي دي.

یونېسف د سې‌شنبې په ورځ ناوخته ، په خپله ایکس پاڼه (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي چې دغه درمل افغانستان ته د ځانګړې الوتنې له لارې انتقال شوي دي.

د یونېسف په وینا، دا درمل به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو سره مرسته وکړي.

دا درمل د نړیوال بانک او یو شمېر نورو مؤسسو په مرسته برابر شوي دي.

افغانستان ته درملو دا مرستې په داسې حال کې رسیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپلو وروستیو راپورونو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله د لسګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری ورکړی و.

د ټرمپ اداره د هارورډ پوهنتون د ټولو پاتې فدرالي قراردادونو د لغوه کولو هڅه کوي

یو شمېرخلکو پرون د مې ۲۷مه د بوسټن په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو زده‌کوونکو د ملاتړ په لاریون کې شعارونه پورته کړي.
یو شمېرخلکو پرون د مې ۲۷مه د بوسټن په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو زده‌کوونکو د ملاتړ په لاریون کې شعارونه پورته کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د متحده ایالاتو ټولو فدرالي ادارو ته یوه لیک استولی، چې له مخې یې اراده لري هارورډ پوهنتون سره د فدرالي حکومت ټول پاتې قراردادونه له لغوه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لیک د امریکا د عامه خدماتو ادارې د سې‌شنبې په ورځ ټولو فدرالي ادارو ته لېږلی او هغو ته یې امر کړی چې له هارورډ سره خپلې قراردادونه وڅېړي، او یا یې لغوه کړي او یا په کې بدلون راولي.

د امریکا یوه رسمي چارواکي د دې قراردادونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره اټکل کړی دی.

په بوستن کې یوه فدرالي قاضي د جمعې په ورځ، ، د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا د بهرنيو زده‌کوونکو د نوم‌ليکنې د لغوه کولو موقتي مخه ونیوله.

سره له دې، د ټرمپ ادارې خپلو بهرنیو ماموریتونو ته امر کړی چې د زده‌کړو او تبادلې د ویزو لپاره د نوو ملاقاتونو د تنظیم بهیر ودرول شي.

د سې‌شنبې په ورځ، سلګونه معترضان چې زده‌کوونکي او د هارورډ پوهنتون استادان هم پکې شامل وو، په دغه پوهنتون کې راټول شوي وو ترڅو له بهرنيو زده‌کوونکو خپل ملاتړ وښيي او د ټرمپ د بودیجې د کمښت پر وړاندې اعتراض وکړي.


د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دوبۍ کې د طالبانو د حکومت د قونسل باورلیک منلی

دوبۍ کې د طالبانو د حکومت له‌خوا ټاکل شوی افغان قونسل عبدالرحمن فدا
دوبۍ کې د طالبانو د حکومت له‌خوا ټاکل شوی افغان قونسل عبدالرحمن فدا

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر مسوول په دوبۍ کې د طالبانو د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی.

یاد وزارت دا خبره د مې په ۲۷مه، سې‌شنبه کړې ده او ویلي یې دي چې عبدالرحمان فدا د افغانستان لپاره د طالبانو د قونسلګرۍ د سرقونسل په توګه د دوبۍ او شمالي اماراتو لپاره د اعتبارنامه سپارلې ده.

شاوخوا څلور کاله کېږي چې طالبان په افغانستان واک ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې، یو شمېر ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دوی ډیپلوماتان یې منلي دي.

سراج‌الدین حقاني له پخوانیو انتقادونو وروسته دا ځل د طالبانو د مشر ستاینه کړې

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، چې په وروستیو کې په عامه غونډو کې ډېر نه ښکاره کېده، د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې راڅرګند شو او د طالبانو د مشر هبت‌الله اخونزاده ویناګانې یې د دوی لپاره د روزنې او لارښوونې سرچینه وبلله.

یادې څرګندونې هغه په کابل کې د طالبانو د وزارتونو د ریسانو لپاره د "اصلاحاتو او ظرفیت‌ جوړونې" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

حقاني تر دې وړاندې په خپلو څو ویناګانو کې د طالبانو پر مشر نېوکې کړې وې او په غیری مستقیمه توګه یې نوموړی د واک پر انحصار تورن کړی و.

حقاني د تېر کال د قوس میاشتې په وروستیو کې د یوې مدرسې د فراغت غونډې پر مهال وویل: "دا فکر مه کوه چې زه نن او وروسته ځواکمن یم، که څوک زما خبرې ومني ښه، که نه، نو ګواکې اسمان ځمکې ته راځي؛ نه، ته د خدای پر وړاندې مسوول یې، خدای به درڅخه پوښتنه کوي."

تر دې مخکې په څو عامه غونډو کې د طالبانو پر مشرتابه د حقاني غیرې مستقیمو انتقادونو دا باور رامنځ ته کړی و چې ګوندې حقاني او ملاتړي یې په کندهار کې د طالبانو له رهبر او د هغه د شا او خوا راټولو شوې ډلې سره په یو شمېر مسالو اختلافات لري.

په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

هغه وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يوه ورځ مخکې ستنو شويو کډوالو کې ۱۰۳ له پاکستانه او پاتې له ايرانه ورغلې دي. د خبرپاڼې ترمخه، هغو کورنيوو سره ابتدايي مرستې شوې، ځینې يې خپلو سیمو او ځينې یې جوړو لنډمهاله کمپونو ته لېږدول شوې دي.

ملګرو ملتونو په هرات، کندهار، نيمروز او ننګرهار کې د تازه ورستنو شويو کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي چې پکې دوايانې او خوراکي مواد ویشي. خو هغې ادارې ويلي چې نورو نړيوالو مالي مرستو ته ضرورت لري.

پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وویستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغانان وباسي.

ّپه برتانیا کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه یو موټر ورغلی او مرګژوبله یې اړولې ده

د لیورپول 4 مینه وال هغه وخت سخت ټپیان شول چې یو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغی.

د برتانیا پولیسو د جون په ۲۶مه، د سې شنبې په ورځ، یو 53 کلن سړی د هغه پیښې په تړاو ونیوی چې په لیورپول کې یې د فوټبال اتلولۍ جشن په یوه ناورین بدل کړ.

په دې پېښه کې، لږ تر لږه 27 کسان روغتون ته یووړل شول. د څلورو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.

پولیسو اعلان وکړ چې دا ترهګریزه پیښه نه وه او د بل چا په لټه کې نه دي.

د موټر چلوونکي هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د امبولانس چارواکو په وینا، شا او خوا 47 کسان ټپیان شوي دي؛ د پیښې په ځای کې د شلو کسانو درملنه وشوه او د یوه کوچني په ګډون څلور کسان تر موټر لاندې بند پاته وه او د اور وژونکو په مرسته وژغورل شول.

پر ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیي چې موټر په چټکۍ سره د ګڼې ګوڼې په منځ کې ګرځي، پر ځینو خلکو خیژي، او بیا تر درېدو وروسته بیرته حرکت کوي.

د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر دا پېښه وحشتناکه وبلله او د بیړني حالت کارکوونکو د قربانیانو ستاینه یې وکړه.

د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لا نه دی مړ شوی

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، اور درې ورځې مخکې د واما ولسوالۍ د "کوردار" سیمې په ځنګلونو کې پیل شو او لا هم نه دی کنټرول شوی.

راپورونه وايي چې ځایي اوسیدونکي او طالبان هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو د تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې توان نه لري چې دا کار وکړي.

دا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره ځنګل سوځلی دی یا د اور لامل څه و.

څو ورځې مخکې د کنړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې په یوه بله پېښه کې هم اور لګېدلی و چې تر درو ورځو زیات دوام یې وکړ او ۳۰ هکتاره ځنګل یې وسوځی.

راشد خان په تیرو ۲۵ کلونو کې د شل اووریزو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو

د افغانستان د شل اووریزو سیالیو کپتان راشد خان په تیرو 25 کلونو کې د لنډ فارمیټ په غوره 25 لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړ.

د کریک انفو ویب پاڼې د مفصلې څیړنې له مخې، له 2000 م کاله تر 2025 م کال پوري د T20 غوره 25 لوبغاړو د لیست په سر کې راشید خان راغلی دی.

د کریک انفو د تحلیلي راپور له مخې د لوبو پر پایلو د هغه اغېز، په بېلابیلو لیګونو کې د هغه فعالیت او توپوهنه یې د کرکټ په تاریخ کې له پنځه ویشتو نورو غوره لوبغاړو سره پرتله کړې ده.

په دې لیست کې یوازي پنځه یې متخصص توپ اچوونکي دي. راشد خان د خپل مهارت او ریکارډ ماتونکو لاسته راوړنو له امله د دوی په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG