خبرونه
غزه کې د فلسطیني سرې میاشتې ټولنې یو کارکوونکی د اسراییل په برید کې وژل شوی دی

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې نن یکشنبه ( د زمري ۱۲مه) اعلان کړی چې د غزې خان یونس کې د دوی پر دفتر د اسراییلو برید کې یې یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د فرانس پریس په خبره، دغه برید دوه ورځې وروسته تر هغه کیږي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف په غزه کې د مرستې رسونې له هغه مرکزه لیدنه وکړه چې متحده ایالتونه یې ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې له جګړې نژدې دوه کاله وروسته غزه د بشپړې قحطۍ په درشل کې ده.
د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، د اسراییل په جګړه کې تراوسه له شپیته زره او درې سوو څخه زیات کسان وژل شوي، ملګرو ملتونو دغه شمیرې د باور وړ بللې دي.
امیرخان متقي په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي، هلته نژدې یو نیم میلیون کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې متقي به په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري، اقامه د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و.
د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی،دوه اړخیزې اړیکې او له امریکا سره د ایران نانندۍ د بحث وړ مسلې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر کړی دی.
د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې پزشکیان به په دې دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی سفر دی.
پاکستان پرون جمعه وویل، چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د نانندریو په کمولو کې رول ولوبوي.
جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه.
هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې د جون ۱۵مه، یعنې څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې دغې جوړې ته قونسلي او له کورنۍ سره د اړیکې خدمتونه وړاندې کیږي او د خلاصون هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دغه دوه کسان په ظاهره له هیڅ ډول رسمي تور پرته زندانیان دي چې موثرو حقوقي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي.
د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.
پر روسیې د اوکراین بریدونو درې تنه وژلي، د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم ځنډیدلی

پر روسیې د اوکراین د تیرې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین د کریمیا ټاپوزمې په ګډون د روسیې پر اتو سیمو باندې ۱۱۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.
دفاع وزارت ویلي، د هوایي دفاع سیستم یې دا الوتکې نسکورې یا ویجاړې کړي دي.
په روستوف، پینزا او سمارا سیمو کې دغو بریدونو درې تنه وژلي، یوشمیر یې ټپيان کړي او ځینو سیمو کې اور هم لګېدلی دی.
نن سهار مهال د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم په موقتي ډول وځنډول شو.
د پاکستان په کراچۍ کې امریکایي دیپلوماتانو ته خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په موقتي ډول یې د پاکستان د کراچۍ ښار هوټلونو ته د امریکا د حکومتي غړیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په کراچۍ کې د امریکا جنرال قونصلي داسې راپور ترلاسه کړی دی چې په هغه کې امریکایانو ته د کراچۍ هوټلونو ته د ورتګ ګواښ شوی دی.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرۍ د خطر او د احتمالي وسله والې شخړې له امله دې، پاکستان ته په خپل سفر له سره غور کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.
ولسمشر ټرمپ: هر وخت د برازیل له جمهور رییس سره بحث او خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا کولی شي هر وخت ورسره اړیکه ونیسي.
د جمعې په ورځ (د اګست لومړۍ نیټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې، ټرمپ د برازیل ولسمشر په اړه وویل چې "هغه کولی شي هر وخت له ما سره خبرې وکړي او د هیوادونو ترمنځ د تعرفو او نورو شخړو په اړه بحث وکړي."
د رویټرز اژانس په وینا، ولسمشر ټرمپ په برازیل باندې ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده، چې سر له راتلونکې اونۍ به پیل شي.
متحده ایالاتو د برازیل د سترې محکمې پر قاضي هم بندیزونه لګولي دي.
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا بندیزونه او تعرفې رد کړې دي، او هغه یې "ناعادلانه" او د خپل هیواد په قضايي سیسټم کې "نه منلو وړ" لاسوهنه بللې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.