په کرونا ویروس اخته د بريتانيا صدراعظم روغتیايي وضعیت خراب دی

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وروسته له هغې چې روغتیايي وضیعت‌یې خراب شو د جدي روغتیايي څارنې برخې ته انتقال شو.

د ښاغلي جانسون دفتر وايي، په کرونا ویروس د بورېس جانسون د اخته کېدو راهيسې د نوموړي روغتیايي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.

بورېس جانسون چې ۵۵ کلن دی، د یکشنبې په ورځ د لندن په سینټ توماس روغتون کې بستر شو.

نوموړي ۱۰ ورځې په کور کې تېرې کړې، خو د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته یوړل شو.

بورېس جانسون د بریتانیا د صدراعظم په توګه د ناروغۍ پر مهال خپل ځیني واکونه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب ته ورکړي دي.