د افغانستان حکومت په پاکستان کې د عمران خان صدارت ته خوشبین دی

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د پاکستان نوی ټاکل شوی صدراعظم، عمران خان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن رول لوبولائ شي.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند، صبغت احمدي پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې په د دې اړه چې د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان د هغه هېواد صدراعظم وټاکل شو، احتیاط سره خوشبیني څرګنده کړه.

صبغت احمدي وویل : "موږامید لروچې دپاکستان نوې رهبري به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په څېر چې تل یې د پاکستان په وړاندې پر خپل تعهد عمل کړی، د افغانستان په وړاندې خپل تعهدات عملي کړي. "

د پاکستان ملي اسامبلې

د پاکستان ملي اسامبلې د جمعې په ورځ د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر، عمران خان په ۱۷۶ مثبتو رایو صدراعظم وټاکل.

د پاکستان ملي اسامبله ۳۴۲ چوکۍ لري.

د پاکستان ملي اسامبلې د پنجشنبې په ورځ د تحريک انصاف ګوند غړی، اسد قیصر خپل مشر انتخاب کړ.

عمران خان: په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي

عمران خان د اسد په اولسمه نېټه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له سرپرست سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې تل پاتې سوله غواړي اود افغانستان د لانجې سیاسي حل د جګړې پر دوام غوره ګڼي.

عمران خان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله او ثبات یې د هېواد په ګټه دي.

خو د پاکستان نوی صدراعظم به د حکومت تر تشکیل وروسته خپلې پالیسۍ څرګندوي او د حکومت د بهرني سیاست اساسي ټکې به اعلانوي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل، " امید لري چې د پاکستان نوي حکومت به له ښه نیت سره کار پېل کړي او د دواړو هېوادونو روابط او سیمېز وضعیت به ورسره ښه شي. "

افغانستان امید لري چې د پاکستان نوي حکومت به له ښه نیت سره کار پېل کړي او د دواړو هېوادونو روابط او سیمېز وضعیت به ورسره ښه شي

عمران خان چې په رسنیو کې مکرراً د "طالبان خان" خطاب ورته کېدو، په وروستیوکې دافغانستان په اړه په خبروکې نرم دریځ څرګند کړی دی. د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې پاکستان باید افغانستان ته د وسله والو د تګ - راتګ مخنیوی وکړي او په خپله خاوره کې د تروریستانو دتمویل او تعلمی مرکزونه بند کړي.

خودپاکستان مخکنیو حکومتونو د کابل د ادعاو په ځواب کې مکرراً ویلي چې له وسله والو افراطي ډلو سره صادقانه مبارزه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني، د پاکستان پر نوي صدراعظم عمران خان ږغ وکړ چې افغانستان ته د وسله والو د تګ مخه ونیسي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د جمعې په ورځ د غزني پر ښار د وسله والوطالبانو د حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په وینا کې د پاکستان پر نوي صدراعظم عمران خان ږغ وکړ چې افغانستان ته د وسله والو د تګ مخه ونیسي.

د رپوټونو پر اساس ویل کېږي چې د غزني پرښار په وروستۍ خونړۍ حمله کې ډېرو پاکستاني وسله والو لاس درلود.