له برقعې تر بیروکراسي: شوروي څنګه سل کاله وړاندې ازبکستان بدل کړ؟
د شوروي د مشر جوزیف ستالین،، یو پوستر د هغو لومړنیو ټراکټورونو پر یوه باندې چې د ازبکستان په کرنیزو ځمکو کې کارول کېدل، ښکاري. نننی ازبکستان د ۱۹۲۵ کال په پیل کې د شوروي د اتحاد یوه جمهوريت وپېژندل شو. د شوروي لخوا د دې سیمې نیول له بېرحمۍ د ډکو بدلونونو یو پړاو پیل کړ، چې په کې د ازبکستاني سیاسي بنديانو اعدامونه، د سواد زده کړې پروګرامونه، او صنعتي کېدنه شامل وو.
یو ورزشکار د شوروي ازبکستان د لومړیو کلونو په جریان کې د برقعه پوشو ښځو تر څنګ تېرېږي. د شوروي ازبکستان له لومړیو وختونو څخه انځورونه ډېر کم دي، خو د جمهوريت په لومړیو ورځو کې، عکاس مکس پنسون هلته و او د مزرعو او بازارونو صحنې یې انځورولې.
مکس پنسونمکس پنسون په ۱۸۹۳ کال کې د روسیې لوېدیځ کې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه په ۱۹۱۴ کال کې ننني ازبکستان ته کډه وکړه، هلته یې په خپله د عکاسي هنر زده کړ، او له ۱۹۲۶ کال راهیسې یې د خبري عکاس په توګه کار پیل کړ.
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د نساجۍ یوې فابریکې مخې ته د کارګرو راټولېدنه. مکس پنسون، سره له دې چې د شوروي د سانسور لخوا محدود و او یوازې هغه څه یې انځورولی شول چې دوی اجازه ورکوله، وکولی شول د ازبکستان د خلکو د ورځني ژوند بدلون مستند کړي ، هغه بدلون چې نږدې یو قرن مخکې پیل شو او «یوه سختدریځې ټولنیزه جراحي» بلل شوی ده.
یو هلک د تاشکند ښار په مرکز کې د یو سوسیالیستي لاریون پر مهال د «ژوندۍ نښې» په توګه کارول کېږي. په دې بینر کې د «کار او دفاع لپاره چمتووالی» اعلان شوی دی! نن ورځ، د مکس پنسون آرشیف د هغه له لمسې ماکسیم پنسون سره دی، چې په تاشکند کې ژوند کوي.
د ازبکستاني سړیو یوه غونډه چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د مکس پنسون لخوا انځور شوې ده. د پنسون لمسی، ماکسیم، په ۲۰۱۸ کال کې د ازادۍ اروپا راډیو/ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې منځنۍ اسیا ته د خپل نیکه د راتګ څرنګوالي په اړه ، چې تر یوې پېړۍ زیات وخت یې تېر شوی، خبرې وکړې. هغه وویل: «بېلابېل بویونه، بېلابېل رنګونه، بېلابېل خلک ، هر څه بېخي بېلابېل وو.»
د ازبکستان نجونې په یوه ورزشي غونده کې. مکس پنسون د شوروي لپاره د «پراودا ویستوکا» (د ختیځ حقیقت) ورځپاڼې او د دولتي خبري آژانس «تاس» سره کار کاوه.
یو ځوان ټرومپټ وهونکی د ماشومانو یوه ډله رابولي. د شوروي مطبوعاتو د مکس پنسون له انځورونو څخه د «نوې ازبکستان» د ښودلو لپاره کار اخیسته، هغه ازبکستان چې د مسکو د چپ اړخ ایډیولوژۍ تر اغېز لاندې په بدلېدلو و.
تامارا خانم (چې د مکس پنسون په یوه انځور کې لیدل کېږي) یوه ارمني اصله نڅاګره چې په منځنۍ آسیا کې زېږېدلې وه. هغه په ازبکستان کې لومړنۍ ښځه وه چې بې له دې چې خپل مخ پټ کړي، هنري اجرا یې وکړه.
سړي د ستالین عکسونه په لاسونو کې نیولي دي. شورويانو د ازبکستان د شوروي ټولنیز جمهوریت کې اسلام په فعال ډول ځپلی او هڅه یې کړې وه چې سیاسي لیوالتیا د عقایدو ځایناستې کړي.
د شوروي اتحاد د لومړیو کلونو په ازبکستان کې برقعې پرسر ښځې. د مکس پنسون لومړني انځورونه هغه ښځې ښيي چې په بشپړ برقعو کې وې، کومې چې وروسته له سړکونو ورکې شوې.
په ۱۹۳۹ کال کې د فرغانې کانال جوړول. د مکس پنسون ځینې له خورا په زړه پورې انځورونه د مصر د فرعونانو د زمانې یاد انځوروي، په داسې حال کې چې په منځنۍ آسیا کې د فرغانې لوی کانال جوړېدل روان وو، چې سلګونه کیلومتره اوږدوالی لري.
کارګران په فرغانې کانال باندې کار کوي. دغه کانال د ستالین د «لوی طبیعي بدلون پلان» څخه مخکې جوړېده، چې ورپسې د شوروي د نورو پروژو په وسیله د کرنې لپاره د منځنۍ آسیا د سیندونو د برابرولو هڅې وکړې، چې په پایله کې یې داورال بحیره وچه شوه.
یو کارګر د نوی راټول شوي پنبې په سر آرام کوي. مکس پنسون خپل پام د شوروي ازبکستان د پنبې یا مالوچ صنعت ته هم اړولی و. دغه جمهوریت د ټول شوروي د اړتیا وړ ۷۰ سلنه پنبه برابروله.
د ۱۹۳۰مو کلونو کې د پنبې یا مالوچ حاصل اخیستل. د مکس پنسون په انځورونو کې د کرملین له خوا د منځنۍ آسیا د بدلون مخالفینو د ځپلو انځور نه ښکاري. په شوروي حکومت کې سلګونه ازبک مخالفان اعدام شوي یا په زندانونو کې مړه شوي دي.
په بخارا کې زاړه یهودیان.مکس پنسون د بخارا او د ازبکستان په نورو ښارونو کې د یهودانو له ژوند څخه هم انځورونه اخیستي دي.
په تاشکند کې اورلوبې.د مکس پنسون ژوند په خوشحالۍ پای ته ونه رسېد. هغه په ۱۹۴۸ کال کې، د ستالین د یهودځپنې او تصفیې په لوړه دوره کې، د «پراودا ویستوکا» څخه وشړل شو او د عکاسۍ جواز یې له لاسه ورکړ. د روغتیا د خرابېدو او د مسلکي راتلونکي د تیاره کېدو له امله، هغه په ۱۹۵۹ کال کې ومړ.
مکس پنسون د خپلې مسلکي دورې تر پایه عکاسي وکړه. د هغه د ځان وژنې په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي، خو د هغه لمسی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پنسون په طبيعي ډول ومړ، چې دا د هغه د ډېر سخت او ستونزمن ژوند پایله وه.