د ژوندیو موجوداتو پر عکس او فلم اخیستلو بندیز

په ۱۹۹۶م کال کې په کابل کې د طالبانو له لوري د یوه فلم تر سوځولو وروسته یوه افغان تنکي ځوان یو ریل لاس کې اخیستی دی.

یو فوټو ژورنالیست چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د ۱۳۷۴ څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کاله پورې په افغانستان کې په کار بوخت و، وویل چې د ژوندیو موجوداتو پر عکس او فلم اخیستلو د طالبانو نوی بندیز اوسمهال د اجرا او عملي کېدو وړ نه دی.

یو فوټو ژورنالیست چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د ۱۳۷۴ څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کاله پورې په افغانستان کې په کار بوخت و، وویل چې د ژوندیو موجوداتو پر عکس او فلم اخیستلو د طالبانو نوی بندیز اوسمهال د اجرا او عملي کېدو وړ نه دی.

د ۱۹۹۶م کال په اکټوبر کې په کابل کې یو ماشوم هغه ورځپاڼه پلوري چې هېڅ تصویر نه لري.

دغه عکاس چې له افغانستان سره دایمي اړیکې لري، نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي، په ۱۹۹۰مه لسیزه کې "عکاسي په بشپړه توګه بنده وه او طالبانو منع کړې وه. آن که یوه خبري غونده هم کېده، نو ویل به یې چې تاسو نه شئ کولای چې عکس واخلئ."

طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې په کندهار کې د تلوېزیونونه او ویډیويي کسټې بندې کړې وې چې له راټولولو وروسته یې ځوړندې کړې وې.

خو د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې د جزئي سرغړونو لپاره هم مجازات سخت وو، دغه افغان عکاس او یو شمېر هېوادوال یې له لوېدیځو خبري اژانسونو سره یې همکاري کوله، د خطر سره سره یې په منظمه توګه د خلکو عکاسي کوله.

هغه ووايي: "مونږ کوچني دوربینونه درلودل او کله چې به یوې سیمې ته د خبر جوړولو لپاره تللو چې طالبانو حضور نه درلود او یوه دوه عکسونه مو اخیستل او په خورا چټکۍ سره به سیمې وتلو، دا د عکس غلا کولو ته ورته وه."

د ۲۰۰۲م کال د جون میاشت. د افغانستان د ملي ګالرۍ مدیره صابره رحماني د هغو له ۴۰۰ زیاتو نقاشي شویو توکو خوا ته لیدل کېږي چې طالبانو په خپله لومړۍ شپږ کلنه واکمنۍ کې تخریب کړي وو.

دغه افغان عکاس وايي، په هغه دوره کې یو شمېر کمو محلي عکاسانو "باید خپل فلمونه د کیمیايي موادو څخه په استفادې ښکاره کړي وای چې یو پېچلې کار و." خو نن "هر څوک سمارټ ټیلیفونونه لري او هر څه ډیجیټلي شوي دي."

هغه دغه راز وايي: "په‌خپله طالبان هم له فېسبوک خوند اخلي او وټس‌اپ لري. دا به ډېره ډېره ناشونې وي چې دغه وضعیت ودروي، ځکه د طالبانو نوی نسل په‌خپله له انټرنېټ سره رالوی شوی دی."

دغه خبري عکاس د طالبانو په لومړۍ دوره کې د عکاسۍ له کبله زنداني شوی دی. د هغه یو همکار وروسته له هغې یو شپه زندان تېر کړی چې معلومه شوه، هغه د یوه بهرني افراطي چې له عرب و، عکاسي کړې وه.

یو افغان هلک په ۲۰۰۱م کال کې په کابل کې د هغو ویډیويي او غږیزو کسټونو خوا ته لیدل کېږي چې له منځه وړل شوي دي.

ظاهراً د طالبانو یو شمېر مشرانو په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د ژوندیو موجوداتو عکس او فلم اخیستنې ته ډېره توجه نه کوله.

دغه خبري عکاس وايي: "زما عکسونه په ځلو یوې پاکستانۍ ورځپاڼه کې چاپېدل او یوه ورځ وروسته به هغه(کابل کې د پاکستان سفارت) ته لېږل کېده. طالبانو کولای شول چې ما سره تماس ونیسي چې ولې مو عکس اخیستی دی؛ خو دا پېښه هیڅکله ونه‌شوه."

هغه زیاتوي: "د عمل په ډګر کې، په هېڅ وجه عکاسۍ ته اجازه نه وه."

د دې افغان عکاس په خبره، هغه مهال خلکو تلوېزیون کته او د موسیقۍ کسټونه یې اورېدل، خو ډېر په پټه، په تل‌خونه یا تاکاوي کې کېناستل او کړکۍ به یې کلکې بندولې."

په ۲۰۰۵م کال کې په کابل کې د یو انسان د خالي منظرې د نقاشۍ عکس

دغه خبري عکاس وايي، د طالبانو دوهم حکومت د لومړۍ دورې په نسبت نرم دی، خو "کم کم بیا هم بد بویونه راځي."

هغه د افغانستان په شمال کې د یوې تلوېزیوني شبکې فعالیتونو ځنډېدو ته اشاره کوي چې انسانانو د تصویرونو د خپرولو له کبله یې فعالیت درېدلی.

نوموړی دغه راز وویل، د طالبانو مشرتابه په خپله اصلي ټاټوبي کې یعنې "کندهار کې ډېر افراطي دی." که څه هم د طالبانو یو شمېر غړي د بهرنۍ نړۍ په لیدلو بدلون کړی، خو د طالبانو د لومړۍ دورې مشرتابه هېڅ نه وه تجربه کړې.

د ۱۹۹۴م کال یو عکس. یو شمېر افغانان له هغې سیمې تېرېږي چې په کورنیو جګړو کې ویجاړ شوی دی.

دغه عکاس وايي، په وروستیو کلونو کې طالبان په قطر، ایران، پاکستان او هند کې وو او لیدلي یې دي چې له افغانستانه بهر نړۍ څومره ښکلې ده.

کله چې ملاعمر(د طالبان بنسټګر) په ۱۹۹۶م کال واک ته ورسېد، هغوی په مستقیمه توګه له مدرسو راغلل، خو له کورنیو جګړو وروسته کابل په بشپړه توګه ویجاړ شوی و، نه تلوېزیون و او نه بل څه."

هغه داراز وايي، دا ځل "طالبانو یو ښکلی کابل نیولی چې نوي بنسټونه، ښکلي موټرې، رسټورانټونه او ودانۍ لري، هر هغه څه ډېر ښه دي چې طالبانو په لومړۍ دوره کې لیدلي وو."