د میخایل ګورباچوف ژوند په انځورونو کې

د پخواني شوري اتحاد مشر میخایل ګورباچوف چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګسټ په ۳۰مه ومړ په ۲۰۰۵ کال د اکټوبر په ۲۱مه د امریکا په واشګټن ډي سي کې د پرسټرویکا شلمې کلیزې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې وینا کوي.
میخایل ګورباچوف وویل، هر څومره چې د خپل ژوند په اړه فکر کوم وینم چې مهمې او لویې پېښې په ناڅاپي توګه رامنځته شوې دي.

 

میخایل ګورباچوف د ۱۹۳۱ کال د مارچ په ۲مه نړۍ ته سترګې غړولي. په وړکتوب کې هغه ته میشا ویل کېدل. په دې انځور کې هغه په درې کلنۍ کې د خپل نیا او نیکه خوا کې لیدل کېږي.

میخایل ګورباچوف په ۱۹ کلنۍ کې د روسیې د جنوب په یوه دښته کې د موټر چلونې وروسته د کار سور بیرغ اغوستی دی.
 

د میخایل ګورباچوف او رایسا ګورباچوا انځور چې د ۱۹۵۳ کال په سپټمبر کې هغوی واده وکړ. هغوی ۴۶ کاله ګډ ژوند وکړ خو رایسا په ۱۹۹۹ کې د وینې سرطان له امله مړه شوه.

میخایل ګورباچوف په ۱۹۶۶ کې په استاوروپل کې د کمونیست ګوند یو پلاوی رهبري کوي. په استاوروپل کې هغه له ګوند سره کار پیل کړ چې بلاخره مشرۍ ته یې ورسېد.
 

میخایل ګورباچوف له ښي اړخه چپ لور ته درېیم کس دی چې په ۱۹۶۰ کې په استاوروپل کې د انقلاب جشن کې ګډون کوي. دغه ځوان کمونیست په چټکۍ سره د ګوند لیکو ته ورننوت.
 

میخایل ګورباچوف له  خپلې مېرمنې رایسا او د بریتانیا صدراعظم مارګارټ ټاچر سره په ۱۹۸۴ کې د یوې لیدنې پرمهال.
 

میخایل ګورباچوف د ۱۹۸۵ کال د نومبر میاشت کې په ژنیو کې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن سره د لومړنۍ لیدنې پرمهال. هغه د ۱۹۸۵ مارچ کې د کمونیست ګوند سرمنشي په توګه وټاکل شو.
 

میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۶ کال کې کرملین کې د کویبا له ولسمشر فیډل کاسټرو سره د لیدنې پرمهال.
په همدې کال کې میخایل ګورباچوف د پروسټریکا یا د نوي جوړښت نوښت پیل کړ او هیله یې لرله څو د ابتکار او نوښت لامل شي او د شوروي مخ په زوړ روان اقتصاد سره مرسته وکړي.
 

میخایل ګورباچوف او د امریکا مرستیال ولسمشر جورج اچ ډبلیو. بوش په ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په ۱۰مه واشنګټن ډي سي کې د دې ښار اوسېدونکو ته د یوې رسمي لیدنې پرمهال لاس خوځوي.

میخایل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر ریګان په سپینه ماڼۍ کې په کال ۱۹۸۷ د ډسمبر میاشت کې د اټومي راکټونو د منع تړون لاسلیک کړ چې دا کار د ګلاسنوست سیاست اصلاح په موخه وشو او په دې سره د شوروي خلکو ته لا زیات د بیان ازادۍ زمینه برابره شوه.

میخایل ګورباچوف د المان د تاسیس په څلوېښتمه کلیزې مراسمو کې چې د ۱۹۸۹ کال د اکټوبر په ۶مه جوړ شوي وو د المان مشر اریش هونکر په غېږ کې نیولی. یوه میاشت وروسته د برلین دېوال ونړېد.

میخایل ګورباچوف په ۱۹۸۹ کال د ډسمبر میاشت کې واتیکان کې له جان پال دویم سره د لیدنې پرمهال.

میخایل ګورباچوف د ۱۹۹۰ کال د فبرورۍ په ۲۶مه مسکو کې د شوروي ځواکونو وتو په اړه د چکسلواکیا ولسمشر واسلاو هاول سره لاس ورکولو او اسنادو تبادلې پرمهال.

میخایل ګورباچوف او د شوروي بهرنیو چارو وزیر ادوارد شواردندزه د ۱۹۹۰ کال د جون په میاشت کې د غربي المان صدراعظم هلموټ کهل سره د المان د بیا یووالي په موخه د لیدنې پرمهال.

میخایل ګورباچوف د ۱۹۹۰ کال جنورۍ په ۳۰مه د لیتوانیا ویلنیوس کې د رسمي لیدنې پرمهال خلکو سره روغبړ کوي.

میخایل ګورباچوف د ۱۹۹۱ کال د مارچ په ۱۷مه مسکو کې د یوې ټولپوښتنې لپاره چې ایا پخوانی شوروي اتحاد د یوه هېواد په توګه پاتې شي که نه رایه ورکړه.

میخایل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر جوج اچ ډبلیو بوش د ۱۹۹۱ کال د جولای په ۳‍۱مه د اټومي وسلو یوه درېمه برخه کمولو په موخه د سټراټیژیکو وسلو د کمولو تاریخي تړون لاسلیک کړ چې قلمونه یې بیا یو بل سره هم تبادله کړل.

د تحقیر یوه شېبه: د روسیې د ولسمشر بوریس یلتسن له لوري د یوې ناڅاپي کودتا وروسته میخایل ګورباچوف مجبوروي څو مسکو کې د روسیې عالي شورا فوق العاده غونډه کې هغه نوملړ یا لېست ولولي چې په دسیسه یا توطیه تورن شوي وو.

میخایل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر د ۱۹۹۲ کال د مې په ۲مه د کلفورنیا په رانچودل سیلو کې د تفریح پرمهال چې کیوبايي خولۍ ګانې هم په سر لري.
دغه دوو کسانو د متقابل احترام سربېره په دوستۍ سره د سړې جګړې پای سره مرسته وکړه.

میخایل ګورباچوف د ۱۹۹۰ کال د سپټمبر په ۲۳مه له ۴۶ کلن ګډ ژوند وروسته د خپلې مړې شوې مېرمنې رایساګورباچوا وروستی دیدن کوي.

په ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۱۰ مه نیویارک کې د روسیې سفارت کې د شپې ډوډۍ مخکې د امریکا ولسمشر بیل کلنټن او میخایل ګورباچوف له سندرغاړي بونو سره د لیدنې پرمهال.

میخایل ګورباچوف د ۲۰۰۴ کال ډسمبر کې د جرمني په اسچلسوینګ کې د یوې خبري غونډې پرمهال د روسیې له اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پرمهال.
میخایل ګورباچوف له پوتین څخه نیوکې شریکوي او د روسیې له لوري د کریمیا او اوکراین یوځای کول یا الحاق ستايي او وايي چې ما هم همدا کار کاوه. 
خو په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې یرغل په  اړه د میخایل ګورباچوف ارزونه د خپل ځایناستي څخه په ښکاره ښکته وه.

د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ په ۲۴مه برلین کې د یوه نندارتون پرمهال د المان صدراعظمه انګېلامېرکل د میخایل ګورباچوف د اتیایمې کلیزې په مناست سره خبرې کوي.

د ۲۰۱۲ کال اپرېل کې شیکاګو کې یوه ګردي مېز کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکي له چپ څخه ښي لور ته لخ والسا، میخایل ګورباچوف، فردریک ویلم دي کلکر او جیمي کارټر.