د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کې

جوزف کنېډي د جان اف. کنېډي پلار، مور یې روز، خویندې یې کاټلین، پاتریشا او جین. ورونه یې اډوارډ او رابرټ ۱۹۳۸ میلادي کال د لندن ښار.

جان اف. کنېډي له خپلې کورنۍ سره په سوت همټڼ کې د فرانسې نورمانډي بېړۍ ترڅنګ. انګلستان – د جولای دویمه ۱۹۳۸

جان اف. کنېډي د امریکايي سمندري ځواکونو د PT-109 بېړۍ د سمندري ګزمې پر مهال په ارام سمندر کې د ګواډل کانال ته څېرمه – د ۱۹۴۳ میلادی کال د جولای میاشت.

د ډیموکرات ګوند کاندید جان اف. کنېډي دامریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتي کمپاین پرمهال – د می ۱۴ مه ۱۹۶۰ نیویارک.

د ډیموکراټ ګوند کاندید جان اف. کنېډي او ریچاډ نیکسن د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید د لومړي انتخاباتي بحث پرمهال چې په ملي سطح له ټلویزوین څخه خپور شو – د شیکاګو ټلویزیون سټډویو – د سپټمر ۲۶ مه ۱۹۶۰م کال.

جان اف. کنېډي د قاضي القضات "ارال وارن" پر وړاندې د امریکا د پنځه درېشم جمهور رییس په توګه لوړه وکړه. ۲۰ جنوري ۱۹۶۱ واشنګټن.

جمهور رییس  جان اف. کنېډي د یوې بیانې په ترڅ کې د امریکا د کانګرس له غوړو وغوښتل؛ چې له ۱۹۷۰میلادي کال مخکې لومړي فضانورد ته بودجه ځانګړې کړي – ۲۶ می ۱۹۶۱میلادي.

جمهور رییس  جان اف. کنېډي له خپلې لور کارولین او زوی جان جونیر سره د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونې کې. ۱۰ اکتوبر ۱۹۶۲میلادي.

جمهور رییس  جان اف. کنېډي په کیوباکې د راکټي بحران پر مهال، کیوبا ته د وسلو د لېږل د درولو اعلامیه لاسلیک کوي. ۲۳ اکتوبر ۱۹۶۲.

  جان اف. کنېډي د المان په شوینبرګ ښار (Schoeneberg ) په مرکزي هال کې د وینا پرمهال، دلته ده خپله مشهوره بیانیه "زه یو برلینی یم" ورکړه. ۲۶ جون ۱۹۶۳.

جمهور رییس  جان اف. کنېډي او مېرمن یې ژاکلین کنېډي په ډالاس ښار کې پر ده له برید څخه څو شیبې مخکې.  جان اف. کنېډي د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه د ډالاس کې ترور شو.

د  جان اف. کنېډي د جنازې مراسم د سن ماتیو کاټدرال په کلیسا کې ترسره شول. ویر کوونکو په سپینې ماڼۍ کې هم د احترام مراسم ترسره کړل. د نوامبر ۲۵مه ۱۹۶۳.

د  جان اف. کنېډي مېرمن ژاکلین کنېډي د له خپلو دوو ماشومانو کارولین او جان جونیر، د کنېډي ورونو اډوارډ او رابرټ سره د  جان اف. کنېډي د جنازې په مراسموکې. ۲۶ نوامبر ۱۹۶۳.