د کالیفورنیا له اوکلنډ څخه تر سپینې ماڼۍ؛ کامالا هریس په انځورونو کې

کامالا هریس په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغه چې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د نوماندې په توګه اعلان شوه.

۵۹ کلنه هریس لومړۍ تورپوستې د کالیفورنیا د لوی څارنوالې په توګه او د امریکا په سنا کې لومړۍ آسیايي او دویمه افریقایي امریکایی ښځه ده. هغه د افریقایي او اسیایي نژاد لومړنۍ ښځه او لومړۍ سیاستواله هم ده چې د متحده‌ایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.

مېرمن هريس د یوې هندي مور او د جامائیکای پلار لور ده چې دلته په ماشومتوب کې د مور ترڅنګ ليدل کېږي.

کاملا هريس سره په ۲۰۱۱ کال کې د خپل وخت د ولسمشر بارک اوباما ليدنه، کله چې هریس د کالیفورنیا لوی څارنواله وه.

په کالیفورنیا کې د لوی څارنوالې په توګه د خپلې دندې په جریان کې، اغلې هریس د جنایي عدالت اصلاحاتو، د واده مساوات او د چاپیریال ساتنې په څېر مسئلو تمرکز وکړ.

هريس د لوی څارنوالې په توګه د هغې د دندې په جریان کې، کله چې هغې په ۲۰۱۲ کال سپټمبر کې د ملي ديموکرات کنوانسيون کې وينا کوله، هغې په ​​ملي کچه خپل ځان ښکاره کړ.

د کامالا هریس شتون په سان فرانسسکو کې د ۲۰۱۳ د جون په ۳۰مه  د جنسي او جنډر لږکيو کلنۍ پریډ کې؛ هغه تل د LGBTQ ډلو د ملاتړي په توګه پیژندل شوی.
 

کامالا هایس د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې د متحده‌ایالاتو لوی څارنوال ایریک هولډر سره په یوه ناسته کې.

اغلې هریس د مرستیال ولسمشرې په توګه له ټاکل کېدو مخکې د امریکا په کانګرس کې د کلیفورنیا له دوو سناتورانو څخه یوه وه چې څلور کاله یې د سنا د قضايي کمېټې غړې وه.

د سنا د قضايي کمېټې په غونډه کې، د جورج فلویډ د وژنې په څېر قضیو کې، هغې د امریکا په پولیسو کې د پراخو اصلاحاتو ملاتړ وکړ.

د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې مېرمن هريس په پیل کې د ډیموکراټ ګوند داخلي نومانده وه، خو وروسته له هغه چې سیالي جوبایډن ته وسپارل شوه، د هغه د مرستیالې په توګه غوره شوه.

د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د کامالا هريس ټاکنه د ۲۰۲۰کال په اګست کې، په میلواکي کې د دیموکراتیک ملي کنوانسیون په غونډه کې اعلان شوه.

اغلې کامالا هريس د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره.

کامالا هریس د خپل مېړه داگ امهافدر سره، د مرستیال ولسمشرې د سوګند پرمهال.

هریس، چې د مرستیال ولسمشرې په رول کې یې د مشرانو جرګې مشري کوله، دلته د استازو د جرګې د هغه وخت رییسې نانسي پلوسي سره یوځای بیرغ وړاندې کوي، چې زيلينسکي ته له اوکراين څخه د کانګرس ملاتړ اعلانوي.

 

هریس د دې کال په مارچ کې کانګرس ته د جو بایډن په وروستي کلنۍ وینا کې.

کامالا هريس د امريکا له اوسني ولسمشر جوبايډن سره.

کامالا هریس چې لومړۍ تورپوستې مېرمن وه او په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا متحده‌ایالاتو د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، اوس د جو بایډن ملاتړ لري، چې د نومبر مياشتې په ټاکنو کې د ډیموکراتیک نوماندۍ ګټلو ته یو ګام نږدې شوې ده.