افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي

د میدان وردګ یو شمېر اوسېدونکي د جولای د ۲۳ مې، د سېلابونو بر مهال د مړو شویو ماشومانو جسدونه لېږدوي.
 په وروستیو ورځو کې، د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو سېلابونه راغلل، چې له امله یې ۳۳ تنه مړه او لسګونه نور نادرکه دي.
 

د جلرېز ولسوالۍ څوماشومان، د هغې لارۍ ننداره کوي، چې سېلاب د دوی سیمې ته راوړې ده.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندط د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د جولای په ۲۳ مه وویل، چې وروستیو سېلابونو ۴۱ تنه نادرکه او ۷۴ نور ټپیان کړي دي.
 

یو افغان ځوان د سېلابونو له امله، د خپل ویجاړ شوي کور ننداره کوي.
په کابل او نورو سیمو کې سېلابونو، خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

د ښوونځیو د زده کوونکو کتابونه، چې د سېلاب اوبو خیشته کړي او خراب کړي دي.
د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند وویل، چې په وروستیو سېلابونو کې ۶۰۶ کورونه په نسبي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
 

د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ یو اوسیدونکی، چې سېلاب یې کور ویجاړ کړی دی.

د بېړنیو مرستو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د کونړ د کوټه پور ولسوالۍ، د یوه کلي اوسېدونکي د خپل کور شاوخوا له هغو ډبرو او نورو شیانو پاکويو چې سېلاب راوړي دي.
 

یوه سړي د سېلاب له امله د خپل ککړ شوي کور پاکول پيل کړي.
 

په کندهار ولایت کې یو شمېر خلک د جولای په ۲۲ مه له یوه ویجاړ شوي کور سره ولاړ دي.
 

په افغانستان کې د موسمي بارانونو په پایله کې راوتلو سېلابونو ۳۳ تنه وژلي او لسګونه کسان نادرکه دي.